د متحدو ایالاتواو ایران ترمینځ په لوړه کچه کړکیچ په داسې حال کې دوام لري چې د تهران تندلارو واکمنو له خصومت ډکو خبرو ته زور ورکړ او ګواښ یې وکړ چې د حکومت ضد لاریونوالو ته به د اعدام په شمول ترټولو سختې سزاګانې ورکړي.
یو شمېر افغانې مېرمنې وایي چې د ژمې په موسم کې یې د تودو ژمنیو جامو، جاکټونو او ځینو نورو اړینو وسایلو اوبدلو ته مخه کړې ده.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي چې دا د ده شخصي پریکړه وه چې پر ایران برید ونه کړي. ډونالډ ټرمپ د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې چې په ایران کې د دولت ضد پراخ لاریونونه روان وو، څو ځله د ایران چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې له معترضانو سره له بد چلنده لاس واخلي، کنه له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
ګڼ کسان د ژمي په دې ورځو کې د تفریح او د کبانو خوړلو لپاره، په ځانګړي ډول د کابل – جلالاباد پر لویه لاره د نغلو او سروبي سیمو ته ځي. دلته د کبانو پخونکي هم له خپل کار خوښ دي وايي، د مشتریانو شمېر یې د پام وړ زیات شوی دی.
نور راوښيه