د طالبانو حکومت پرته له دریوو، افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ نور ټول بنسټونه لغوه کړل. طالبانو د خپل اقدام په توجیه کې ویلي چې دا کاریې له یوې ارزونې وروسته کړې. بلخوا د رسنیو د ملاتړ فعالان وايي دغه ګام له توقعاتو بهرځکه نه دی چې د صنفي بنسټونو موجودیت او کثرت ، استبدادي نظامونو کې ځای نلري.
داسې مهال چې لا له وړاندې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ډیری ولایتونو کې سخته واورینه څپه پیل شوې د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې خبرداری ورکړی، چې د روانې اونۍ تر چهارشنبې ورځې پورې به د افغانستان د ختیځو ولایتونو په ډیری سیمو کې درنې واورې واورې.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د لاسي کراچیو یو شمیر چلونکي چې د واټونو په سر او بازارونو کې کار کوي وايي، د وروستیو واورو او بارانونو له امله په ورځو ورځو بې کاره او بې خوړو پاتې دي.
د طالبانو د حکومت د پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې اعلان کړی چې په تېرو دریو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د واورو او بارانونو له امله له ۶۰ ډېر کسان مړه شوي او له سلو ډېر ټپیان دي.
وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت ته منسوبه د محاکمو لپاره جذايي اصول نامه د بشري حقونو د یو مدافع بنسټ روادارۍ له لوري خپره شوه ګڼو افغانانو یې په وړاندې غبرګون ښودلی.
فرانسپرس خبري آژانس د دوو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې وايي، د سوریې حکومت او کرد ځواکونو موافقه کړې چې د دوی ترمنځ شوی اوربند د یوې بلې میاشتې په مخه وغځوي. دې سرچینو په دې شرط خبرې کړي چې هویت به یې نه افشا کېږي.
مایع ګاز «الپيجي» چې تر څه وخته مخکې تر ډېره یوازې په کورونو کې کارېده، اوس په افغانستان کې په ښاري موټرو کې هم په پراخه کچه کارول کېږي. یو شمېر موټرچلوونکي وایي، په افغانستان کې د پطرولو او ډیزلو بیې لوړېدنې له امله اړ شوي چې د ورځنیو لګښتونو د کمولو لپاره مایع ګاز «الپيجي» ته مخه کړي.
نور راوښيه