د اوبو د منابعو کارپوهان وايی سږکال د افغانستان په ځینو سیمو کې تراوسه ښه او ځینو نورو کې کمه واوره او بارانونه شوي خو د تیرې څلورکلنې شدیدې وچکالۍ د دوام اندیښنه یې لیرې کړې. بزګران وايی د غرونو په سرونو واوره پرته ده او لاهم د وریا دموسم دوه میاشتې پاته دي.
د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي په داسې حال کې چې افغانستان کې په ملیونو خلک د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره زیارکوي،افغانستان په تیر ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ دهغو هیوادونو ترمینځ پاته شو چې بشري وضعیت یې ډیر نازک دی.
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت اعلان کړی چې سر له نن دوشنبې د دلوې له ۲۰ مې د پاکستاني درملو واردات د افغانستان د ټولو ګمرکونو له لارې منع دي. د دې وزارت ویاند عبدالقېوم نصیر له افغان سوداګرو غوښتي چې د پاکستاني درملو پر ځای له بدیلو لارو او په قانوني ډول درمل وارد کړي.
نور راوښيه