ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو هره ورځ د زرګونه کډوالو د راستنېدلو بهیر د مرستو د رسولو چاره ستونزمنه کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايی په تیره جنورې میاشت کې افغانستان کې د ځینو مهمو ناروغیو په مواردو کې د پام وړ کموالی ولیدل شو چې سبب یې وقایوي اقدامات او یا د موسم بدلون دی. خو په دی میاشت کې که څه هم د کانګو ناروغۍ حالات نسبت دیسمبر میاشتې ته ډیر وو خو وفیات یې نه درلودل.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې واورې او بارانونه د دې هېواد اکثرو وچکالۍ ځپلو سیمو ته خورا ګټور بللي ویلي، چې دې اورښتونو ان ډېری سیمې په ځانګړي ډول سویلي او لوېدیځو سیمو کې د وچکالیو وضعیت بدل کړی دی.
نن د فبروري ۱۳ مه، د راډیو نړیواله ورځ ده. د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، راډیو لا هم د دوی لپاره د خبرونو او ښوونیزو پروګرامونو اساسي سرچینه ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه هیواد کې شا او خوا ۲۰۰ راډیويي شبکې فعالیت لري.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا له اتيا څخه زیات افغانان اعدام شوي دي.
یو شمېر امریکایي چارواکو د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې پالیسۍ د جوړولو لپاره د نویو هڅو خبر ورکړی دی.
"اشک پاییز" افغاني فلم اسکار جایزې ته د کاندیدۍ وړ فلمونو په لست کې شامل شو. دا فلم چې امریکا کې جوړ شوی ډایرکټر او د سناریو لیکونکی یې د افغاني فلمونو جوړونکی او لوبغاړی سعید اورکزی دی.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترواک لاندې د برشنا دولتي شرکت او د عزیزي د پانګونې ګروپ ترمینځ د ۸۴۵ میګاواټو برښنا دتولید د ۵ پروژو قرار دادونه لاس لیک شول. عزیزي ګروپ په مجموع کې افغانستان کې دلسو زرو میګاواټو برښنا د تولید ژمنه کړې.
نور راوښيه