د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي طالبان د " یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ" ته دوام ورکوي او له طالبانو یې وغوښتل چې پاته امریکايي بندیان خوشې کړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابیت سټیکني ازادي راډیو ته داهم وویل چې طالبان باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې ودروي.
په افغانستان کې د کانونو د کیندنې له زیاتوالي سره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کاروبار او سوداګري هم پراخه شوې ده. په دغې سوداګرۍ کې بوخت ځوانان خپل غوړیدلي کاروبار او راتلونکې ته یې خوښ دي، خو سوداګرې میرمنې بیا وایي، دوی ته بازار موندونه لویه ننګونه ده.
یو افغان ژورنالیست یوسف هیواد دوست، له لسیزو راهیسې په خپلو ټولنیزو پاڼو په ځانګړي ډول فیس بوک او یو شمیر رسنیو، د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او افغان فلم پخواني کارکوونکي خلکو ته ورپېژني. دی وايي، کوم کسان چې ده معرفي کړي شمیر یې له زرګونو هم اوښتی.
د ناټو تړون د ۳۲ غړو هیوادونو مشرانو په انقره کې د خپلې غونډې په پای کې ټینګار وکړ چې ایران باید اټومي وسله ونلري. بلخوا د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر په ایران دنویو بریدونو خبر ورکړ. ایران هم ځوابي بریدونه کړي دي.
ډېرې هغه افغانې کورنۍ چې د پاکستاني ځواکونو د هوايي او راکټي بریدونو له امله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ولسوالیو څخه بېځایه شوې وې، لا هم خپلو کورونو او عادي ژوند ته نه دي ستنې شوي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدران مړی به له هنده کابل ته انتقال او هلته خاورو ته سپارل کېږي. د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هغه د جنازې لمونځ او د خاورو سپارلو مراسم به په کابل کې ترسره شي.
په هرات کې یو ځوان چې خپله هم جسمي معلولیت لري، معلولو حیواناتو ته د مرستندویو وسایلو په ډیزاین او جوړولو سره هڅه کوي هغوی ته یو ځل بیا د حرکت او ژوند کولو فرصت برابر کړي. دی وايي، د دغو حیواناتو لپاره یې یو مرکز هم جوړ کړی دی.
ولسشمرټرمپ انقره کې د ناټو د ۳۲ هیوادونو د مشرانو په غونډه کې په داسې حال کې ګډون کوي چې دغه تړون له اوکراین نیولې ترمنځني ختیځ پورې سختو ازمیښتونو سره مخ دی. د اروپا امنیت او د امنیتي بودیجې لوړول د اجنډا مهمې برخې دي. خو وروستیو تحولاتو ته په پاملرنې سره به د منځني ختیځ په هکله هم خبرې وشي .
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو پر کار لګول شویو محدودیتونو د هغو ګڼو کورنیو ژوند له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړی چې د کورنۍ سرپرستانې یې ښځې دي
نور راوښيه