د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان په دوه ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې د هوايي بریدونو په غبرګون کې، په کابل کې د هغه هېواد سفیر احضار کړی او د اعتراضلیک په سپارلو سره یې د پاکستاني پوځ دغه برید او د ملکیانو مرګ ژوبله غندلې ده.
د پلازمینې کابل او ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، خپلو دوستانو او کورنیو سره روژه ماتې لپاره او له روژه ماتي ورسته رستورانتونو ته ځي، خوراک او څښاک کوي او له دې راټولېدنو او فضا خوند اخلي. په کابل کې د یو شمېر رستورانتونو مسولین هم وايي، د روژې له پیل سره سم یې بازار ښه شوی.
د طالبانو حکومت پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د پوځ د تېرې شپې بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری یې ورکړی دی.
یو شمېر بهر میشتې افغان کورنۍ وایي، د خپلو ماشومانو د ژبې او کلتوري هویت د ساتنې لپاره یې هغوی د مورني ژبې په انلاین کورسونو کې شامل کړي دي. د زدهکړو د برخې یو شمیر پوهان وایي، هغه ماشومان چې خپله مورنۍ ژبه په سمه توګه زده کړي، د نورو ژبو په زدهکړه کې هم ښه وي.
نور راوښيه