په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي یا یوناما تازه راپور ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستانه د نژدې پنځه میلیون ستنو شویو کډوالو له دریو یوه برخه ښځې او نجونې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ یو وار بیا وویل چې غوره بولي چې له ایران سره اتومي موافقه وشي خو که داسي ونه شي دا به د ایران لپاره بده وي.
نن د فبروري ۲۴ مه په اوکراین باندې دروسیې د بشپړ برید کالیزه ده. دغه شخړه چې په اروپا کې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ترټولو خونړۍ جګړه ګڼل کیږي د راپورونو په اساس په تیرو څلورو کلونو کې ددواړو خواوو په کې لکونه کسان مړه ،ټپیان او لادرکه شوي دي.
د مسالو او طبیعي بوټو کارونه د افغانستان په ډېرو سیمو کې د خلکو د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ده او یو شمېر خلک د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي یا اغېزو د کمولو لپاره هم کار ترې اخلي.
په متحده ایالاتو کې د «افغان صفري واحدونو» زرګونه پخواني غړي له بې برخلیکه حالت سره مخ دي. نیویارک ټایمز ویلي، دا ځواکونه چې وړاندې یې افغانستان کې «سي ای اې» سره هم همکاري کړې، اوس دې هېواد کې د کډوالۍ بهیر ستونزو له امله بېلابېلو ننګونو او د خپل راتلونکي اړوند وېرې سره مخ دي.
یوناما ، افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت وايي د ننګرهار په بهسودو او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د پاکستان وروستی برید کې د ښځو او کوچنیانو په شمول ۱۳ کسه وژل شوي دي. دافغانستان د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم ددغې مرګ ژوبلې په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې .
په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوشپیتمه غونډه دوشنبه د فبرورۍ ۲۳مه، د افغانستان د بشري وضعیت په تړلو اندیښنو سره پېل شوه.
نور راوښيه