د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست وایي، د ایران په جګړه کې ( پریکنده بریالي) دي او په خبره یې نور ځواکونه یې هم سیمې ته پر لاره دي. هغه د چهارشنبې په ورځ په پنټاګون کې وویل چې امریکا او اسراییل به له یوې اونۍ کمه موده کې د ایران د فضایي حریم بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.
د افغانستان او پاکستان حکومت ترمنځ نښتې لا هم دوام لري. د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون په دې نښتو کې د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو راپور ورکړی. د طالبانو دفاع وزارت بیا تېره شپه یو وار بیا پاکستاني لوري ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي په افغانستان کې د یوناما د ماموریت تمدید کېدای شي د دې بنسټ د تګلارې په بدلون او د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو لیدلوري پورې تړلی وي. امنیت شورا وايي د افغانستان په اړه د واشنګټن لیدلوری د بدلون په حال کې دی . کارپوهان ود یوناما د ماموریت غځول مهم ګڼي.
یو شمېر افغان میندې وایي دا چې راتلونکي تعلیمي کال کې یې له شپږم ټولګیو پورته لوڼې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري، د برخلیک په اړه یې سختې اندېښمنې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې نن د حوت درېیمه هم روانې دي، چې له امله یې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي دي.
دامریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي متحدو ایالاتو امریکايي ځواکونو ته د یو "قریب الوقوع" ګواښ د مخنیوي لپاره په ایران بریدونه کړي دي. خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي چې متحد ایالات د اسراییلو په ا ستازیتوب په خپله خوښه جګړې ته داخل شوي دي.
په ایران باندې د اسراییلو او امریکا د بریدونو له امله یو شمیر افغان کډوالو هلته خپل هرڅه پریښې او بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دوی وايي په ډیره ویره او ترهه یې ځانونو د افغانستان پولو ته راورسول. یو شمیر افغان محصلینو هم هلته خپل درسونه پریښې افغانستان ته راغلي دي.
نور راوښيه