د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پیل شویو نښتو لس ورځې ووتې خو لا هم روانې دي او په رسمي ډول یې د پای ته رسېدو کوم څرک نه لیدل کیږي.
که څه هم د روژې میاشت مسلمانانو ته د عبادت، یووالي او ارامۍ میاشت ده، خو یو شمیر افغان میرمنې وايي، په دې میاشت کې تر بل هر وخت زیاتې بوختې او ستړې وي.
د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې مشر علي القره داغي د افغانستان او پاکستان له واکمنانو غوښتي چې د روژې په میاشت کې سملاسي اوربند وکړي.
د ایران ولسمشر او د رهبرۍ د لنډمهالې شورا غړی مسعود پزشکیان نن شنبه ( د کب ۱۶مه) له خپلو ګاونډیو هېوادونو بښنه غوښتې او ویلې یې دي چې نور به یې ځواکونه پر دغو هېوادونو بریدونه نه کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر تورک له پاکستاني پوځ او د افغانستان د طالبانو له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې په خپل منځ کې روانې نښتې ژر تر ژره پای ته ورسوي او د زیاتېدونکې تاوتریخوالي په منځ کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتو کې لسګونو عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه زره نور له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. یو شمیر کورنۍ هم ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبره تایدوي زیاتوي چې، بې ځایه شوي په ډیر بد وضعیت کې دي.
په افغانستان کې یو شمیر متقاعدین وايي، دا چې د تقاعد حقوق نه ورکول کېږي، ان د روژه ماتي او پیشلمي لپاره څه نه لري. دوی وايي، روژه نورو سره د خواخوږي او اړمنو سره د مرستې میاشت ده، خو دوی خپله اوس د ټولنې په یو بې وزله قشر بدل شوي دي.
نن پر ایران د امریکا او اسراییلو د ګډو هوايي بریدونو اوومه ورځ ده. په دې موده کې، په ایران کې له میشتو افغانانو او کډوالو سره اړیکې په کلکه محدودې شوې دي. د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ د میلیونونه افغان کډوالو وضعیت ته ژوره اندیښنه لري.
په داسې حال کې چې ایران باندې بریدونه دوام لري، د امریکا سنا مجلس کې د ټرمپ د جنګي صلاحیتونود محدودولو غوښتنه رد شوه. دغه وړاندیز د د یموکراتانو لخوا شوی وو خو جمهوري پلوو د ولسمشر ملاتړ وکړ.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د هوايي او ځمکنۍ نښتې یوه اونۍ پوره شوه او نن هم د ډیورند کرښې په اوږدو په ځینو سیمو کې د نښتو راپورونه ورکول شوي. دواړه خواوو یو بل ته د تلفاتو د اوښتلو ادعاوې کړې دي، او په دې نښتو کې د ملکیانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبره هم شوې ده.
ځیني کسان ډیرې بوختیاوې او کارونه په سم ډول ترسره کوي، خو یو شمېر بیا داسې دي چې د کمو په مدیریت کې هم پاتې راځي. د ادارې او مدیریت د برخې یو شمیر کارپوهان وايي، چارې ډیرې وي که کمې، منظم ترسره کولو ته یې یو پلان، پروګرام او مهالویش جوړول پکار دی.
نور راوښيه