د اختر لومړۍ ورځ، خو کابل کې د معتادانو د درملنې په مرکز د پاکستان د برید د یو شمېر قربانیانو کورنۍ او خپلوان وايي، لا هم د خپلو عزیزانو په لټه کې دي. بلخوا د افغانستان او پاکستان د نښتو له امله په ځینو ولایاتو کې بې ځایه شوي افغانان وایي اختر په سختو ستونزو کې تر خیمو لاندې نمانځي.
نن پنجشنبه، "د حوت ۲۸مه"، په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسیدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو او د کورنیو د ویشل کېدو سربېره، هم هڅه کوي چې د دودیزو دودونو او رواجونو په ساتلو سره اختر ولمانځي.
له وطنه لرې او مسافرو افغانانو کې، د اختر د لمانځلو طریقه یو شان نه ده. ځینې کورنۍ وایي هڅه کوي له خپلو ملګرو او هیوادوالو سره وویني او دا مناسبت که ساده هم وي، خو په مینه او صمیمیت سره یې ولمانځي. ځینې نور بیا وایي د کارونو د بوختیا او د کډوالۍ ژوند له امله نه شي کولای دا ورځې د تېر په شان ولمانځي.
علي لاریجاني چې د ایران د ملي امنیت شورا منشي و، پرون سه شنبه د اسراییل په برید کې ووژل شو او ایراني چارواکو د هغه وژنه تایید کړه.
سره لدې چې د پاکستان وروستیو بمباریو افغانستان کې ګڼې کورنۍ د غم په ټغر کینولي او د ویر فضا یې را مینځ ته کړې خو بیاهم یو شمیر افغانان وايي اختر او نوروز دواړو ته چمتوالی لري او خپلو مېلمنو ته به د اختر کلچې او هفت میوه دواړه مخې ته کېږدي. فرهنګپالان سږ کال د اختر او نوروز غبرګ راتګ نیک فال نیسي.
په کابل کې په نشه يي توکو د روږدو په یو روغتون د پاکستان هوايي حملې پراخه غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو د حکومت ویلي چې په دې برید کې چې تیره شپه ناوخته شوی له ۴۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي. خو پاکستان ادعا کړې چې په دې حمله کې یې د طالبانو پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
اسرائیل وايي د ایران د امنیت شورا منشي علی لاریجاني او د بسیج ځواکونو یو مشر یې وژلي دي. ایراني چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. د اسراییلو اردو وویل چې نن سه شنبه یې په تهران ، شیراز او تبریز بریدونه کړي دي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل د پاکستان د هوايي ځواکونو د حوت د ۲۵ مې د ماخسوتن په دې حمله کې په نشه يی توکو روږدي ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي.
نور راوښيه