په افغانستان کې د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د کمښت په اړه اندیښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي. دې ترڅ کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پرون د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه راپور کې وویل چې " افغانستان کې اوبو ته لاسرسی په سختېدو " دی. د چارو پوهان د اوبو د کمښت اندیښنې پر ځای بولي.
د افغانستان په سړو سیمو کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل په درشل کې لا هم میلیونونه افغانې نجونې د زده کړو له دوام بې برخې دي. دغه نجونې وايي دې وضعیت ناهیلې کړي او غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو ممانعت باید لیرې کړای شي. یو شمېر فعالان خصوصا د نجونو د زده کړو د حق په تضمین ټیګار کوي.
د نوي لمریز کال له پیل سره د افغانستان د ځینو ولایتونو یو شمیر بزګران وايي، تېر ژمی د نورو کلونو په پرتله اورښتونه نسبتاً ښه وو او سږ کال به یې حاصلات هم ښه وي.
یو شمېر افغان کورنۍ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو سختو نښتو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي وايي، اختر یې له مناسبو سرپناوو پرته تر خیمو لاندې او نیم کاره ودانیو کې په سختو شرایطو کې تیر کړ.
نړیوالو موسسو په افغانستان په تېره بیا د دې هیواد پر ختیځو سیمو د افغانستان او پاکستان د وروستیو نښتو پر اغېز اندېښنه ښوولې ده.
سیمه ییزې سرچینې وايي نن د کونړ په مرکز اسعد اباد کې هغه ډاکتره او څلور کلن زوی یې خاورو ته وسپارل شول چې د طالبانود حکومت د ادعا له مخې د اختر په لومړۍ ورځ د پاکستاني ځواکونو په توپچي حمله کې وژل شوي وو.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر اختریز پیغام کې د پاکستان پر واکمنو سخته نیوکه وکړه او وايي چې روژه د افغانانو او پښتنو لپاره په ویر تېره شوه. منظور پشتین وايي د پولې دواړو لوریو ته ګڼ ولسونه له خپلو مېنو بیځایه شوي دي. بلخوا،د یوناما، مشرې د پاکستان د وروستي برید ټپیانو سره دکابل یو روغتون کې ولیدل.
د طالبانو حکومت دفاع وزارت ادعا کوي ویلي "د پاکستان د پوځي رېژیم " له خوا د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اختر په مناسبت د اعلان شوي اوربند د سرغړونو موارد لیدل شوي دي.
د نړۍ د خوښۍ درجه بندۍ یو ځل بیا افغانستان د نړۍ تر ټولو خفه او فنلنډ بیا د نهم پرلپسې کال په مخه تر ټولو خوښ هېواد اعلان کړی دی.
نور راوښيه