د پاکستان په پلازمینه اسلاماباد کې یو شمېر افغان مېرمنې، چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورتر غاړې ده، وايي د پولیسو د فشارونو او د کورونو خاوندانو سره د ستونزو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوې دي. اسلاماباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر هم دغه سخت شرایط تاییدوي.
ملګروملتو، اروپايي اتحادیې او د افغانستان او پاکستان یو شمېر دیني عالمانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د دوام او له سوله ییزې لارې د شخړو د حل کولو غوښتنه وکړه.
اسراء د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د خیاطۍ یا کالو ګڼډلو کارخونه لري. دې کارته یې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته مخه کړې. نوموړې که څه هم له خپل دې کار راضي ده خو غواړي هغه برخه کې کار وکړي په کومه کې چې زده کړې یې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د کونړ په مرکز اسعد اباد پاکستان د توغندیز برید راپورونه ورکړ شوي.
په کابل کې د امېد په نوم د روږدو د درملنې پر مرکز له برید د ژوندي پاتې شویو کسانو کورنۍ له دې امله سختې اندېښمنې دي چې د دغه مرکز له منځه تلو وروسته معتادانو یو ځل بیا مخدره توکو ته مخه کړي.
دافغانستان او پاکستان ترمینځ د اختر داوربند د پایته رسیدلو په درشل کې د ډیورند کرښې ددواړو غاړو ځینو کامي مشرانو او خلکو د خبرو او دلانجې د دایمي حل لپاره غږ کړی دی. د اختر په شپو ورځو کې سره لدې چې وضعیت نسبتا ارام وو خو پکتیکا او کونړ کې د بریدونو رپوټونه ورکړل شول.
نور راوښيه