د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري «یو اېن اېچ سي آر» او د کډوالۍ نړیوال سازمان «آی او اېم» راپور ورکړی چې د روان میلادي کال له پیل څخه د مارچ تر ۲۱ پورې، له ۱۸ زرو څخه زیات افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي او توقیف شوي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پیل شوې نښتې او تاوتریخوالی نن په ۳۱ مه ورځ هم دوام لري.
په داسې حال کې چې منځني ختیځ کې د جګړې میاشت پوره کیږي،د ناروې د کډوالو شورا په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګندوي. د جمعې د ورځې بریدونو کې ایران کې ګڼ اهداف او دکویت یو مهم بندر په نښه شول. دG7 هیوادونو هرمز تنګي ته دامنیت د ستنولو غوښتنه وکړه.
د ناروې د کډوالو شورا (ان ار سي) وايي، تذکرو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیتونو افغان ستنانه شوي کډوال د اساسي خدمتونو له وړاندې کولو محروم کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې د مخدره مواد د درملنې پر مرکز د پاکستاني الوتکې د مارچ۱۶نیټې برید غیرقانوني وباله. دې سازمان په یوه راپور کې چې د مارچ په ۲۷ یې خپور کړ ویلي دي چې د دې حملې څیړنه باید وشي
په تورخم کې د ملګرو ملتونو ځايي کارکونکو ازادي راډیو ته تایید کړې، چې تورخم دروازه د پنجشنبې په ورځ له څو ساعته خلاصېدو ورسته بېرته تړل شوې ده.
د افغانستان په سړو سیمو کې ۱۴۰۵ تعلیمي کال نن پنجشنبه، د حمل په شپږمه پیل شو. د طالبانو د حکومت مختلفو چارواکو په دې اړه جوړو شویو رسمي مراسمو کې ګډون کړی و، خو دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د پیل په اړه څه ونه ویل. له زده کړو یو شمیر محرومې نجونې دا ورځ د خپل ژوند له تیاره ورځو څخه ګڼي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه د بېباورۍ له زیاتېدو سره، منځني ختیځ کې جګړه دوام لري. ایران د امریکا د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او د جګړې د درولو لپاره یې خپل شرطونه وړاندې کړي.
نور راوښيه