که څه هم په نوې او عصري بڼه د کورونو جوړول د ښکلا تر څنګ ژوند لپاره د امکاناتو او سهولتونو برابرولو له امله ډیر خوښونکي لري، خو بیا هم په افغانستان کې، یو شمیر خلک کلاګانې جوړوي او ژوند په کې کوي.
د امریکا ملت ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبه( اپریل ۱) نېټې له ټلویزیوني وینا وروسته، داسې نه ښکاري چې پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه کم شي. هوایي بریدونه روان دي، له تهران څخه مخالف پيغامونه خپریږي او په عراق کې امریکایان د ایران پلوه وسله والو د احتمالي بریدونو خبرداری ورکوي.
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ نښتې پنځمې اوونۍ ته ننوځي، دواړو لورو چین ته خپل پلاوي استولي او ټاکل شوې نن هم سره مذاکرات وکړي.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو ځپل شوي افغانان وايي، دې سیلونو د دوی ورځنی ژوند ګډوډ کړی او درانه زیانونه یې ور اړولي دي.
نن د اپرېل ۲مه د ( اوتیزم) په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ چې ماشومان یې په دې اختلال اخته دي وايي، نه پوهېږي چې څنګه ترې په سمه توګه ساتنه وکړي، ځکه په دې برخه کې یې هېڅ ډول عملي لارښوونه یا ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.
د طالبانو حکومت پر ایران د اسراییل او امریکا د جګړې له پیله په ایران کې د ۶ افغانانو د وژل کېدو پخلی وکړ. د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، چهارشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې ایران کې تراوسه ۱۱ افغانان ټپيان شوي دي.
نور راوښيه