ځینې افغانان وايي چې ایران کې د بریدونو له پیل نږدې یوه نیمه میاشت وروسته هم د خپلو میشتو کورنیو د غړو له برخلیک څخه بې خبره دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وايي د امریکا او اسرائیل د بریدونو پر مهال ۲۶ افغان اتباع وژل شوي دي.
یو شمیر افغان بزګران وايي، ورستیو سېلابونو یې کرنیزې ځمکې او فصلونه ویجاړ کړي دي. دوی وايي، د طالبانو له حکومت او اړوندو موسسو د لاسنیوي هیله لري.
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د طالبانو په بند کې د افغان خبریالانو بشیر هاتف، شکیب احمد نظري او حمید فرهادي د روحي او رواني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. دې سازمان په بیړني ډول له قید او شرط پرته د یادو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د اورښتونو او سیلابونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ نور کسان هم مړه شوي او ۱۵ ټپیان شوي دي. په دې سره د روانې حمل له ۶مې تر ۲۳ مې د طبیعي افاتو په ځانګړي ډول سختو اورښتونو، سیلابونو او زلزلې له امله د مړو شمېر نېږدې ۱۹۰ او د ټپیانو له ۲۵۰ لوړ شو.
د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو د نامعلومو وسله والو ډزې او مرګ ژوبلې غبرګونونه راپارولي دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس چې د امریکايي پلاوي مشر دی نن اسلام اباد ته ورسېد او په هوايي ډګر کې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر ترې هرکلی وکړ.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په هرات کې پر ملکي وګړو د نامعلومو وسله والو په برید کې ۷ تنه وژل شوي خو د طالبانو د حکومت یوې بلې باوري سرچینې ازادي راډیو ته د ۱۰ تنو وژل کېدا تایید کړه.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د افغانستان په ډیری ولایتونو کې د وروستیو درنو بارانونو او سېلابونو له امله له ۷۳ زرو ډیر خلک زیانمن شوي دي.
د بلخ یو شمیر اوسېدونکي وايي د ګل سرخ سږنۍ میله ښه وه، له نورو ولایتونو هم ورته خلک راغلي وو. خو له میله کوونکو لکه د موسیقۍ غږول او ځني ازادۍ اخیستل شوي مګر ښځي د حجاب په مراعتولو سره خپلو کورنیو سره میلې ته ورځي. د میلې یو ګډونوال وايي :" دلته د شادیانو دښتې ته هلکانو سره چکر ته راغلی یو."
نور راوښيه