د بلخ یو شمیر اوسېدونکي وايي د ګل سرخ سږنۍ میله ښه وه، له نورو ولایتونو هم ورته خلک راغلي وو. خو له میله کوونکو لکه د موسیقۍ غږول او ځني ازادۍ اخیستل شوي مګر ښځي د حجاب په مراعتولو سره خپلو کورنیو سره میلې ته ورځي. د میلې یو ګډونوال وايي :" دلته د شادیانو دښتې ته هلکانو سره چکر ته راغلی یو."
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) وايي طالبان له کورنیو رسنیو د انتقادي راپورونو او خبرونو د خپرولو مخه نیسي. دغه سازمان وايي چې ټول خبرونه او راپورونه باید له خپریدو مخکې د طالبانو لخوا وکتل شي.د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو ځینې خبریالان وايي د بشپړ سانسور او فشار لاندې دي.
د قطر په سیلیه کمپ کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې تر اوسه یې د هغو هېوادونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي چې ممکن هلته ولیږدول شي.
دا چې لبنان د امریکا او ایران د اوربند په موافقه کې شامل دی کنه اوس د موافقې د تفسیر یو مهم اختلافي ټکی دی او د هغو خبرو اترو برخلیک یې چې ټاکل شوې سبا جمعه دایران او امریکا ترمینځ اسلاماباد کې ترسره شي، له ابهام سره مخ کړې دي. اروپا او ایران ټینګار کوي چې لبنان باید په اوربند کې شامل وي.
تمیم عالمیار، د «هره ونه یوه هیله» په نوم د پروژې بنسټايښودونکی، له څو میاشتو راهیسې په کابل کې فعالیت کوي چې د ونو د کرلو کلتور ته وده ورکړي او ښار لا ښکلی کړي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان سیف د چلډرن وایي، په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو په ترڅ کې ماشومان هم اغیزمن شوې دي. د دې سیلابونو په ترڅ کې تر سلو ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه روکړ.
په داسې حال کې چې پاکستان کې د ایران سفیر هغه خبر لیرې کړ چې ویلي وو ایراني پلاوی امریکایانو سره خبرو لپاره نن شپه اسلام اباد ته رسیږي ، د امریکا ولسمشر وايی امریکايی ځواکونه به د ایران شاوخوا سیمه کې پاته شي او که د اوربند تړون مات شو نو ډزې به پیل شي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، له پاکستان سره سیاسي حل لارې ته جدي اراده لري. متقي په کابل کې د ( افغانستان- منځنۍ اسیا مشورتي غونډې) په پای کې وویل هوډ لري چې د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ افغانستان د نښلوونکي حیثیت پيدا کړي.
په چین کې د افغان طالبانو او پاکستان د استازیو ترمنځ د روغې جوړې خبرې له اوو ورځو وروسته پای ته ورسیدې. دا خبرې د اپریل په لومړۍ د چین په ارومچي کې پيل شوې چې تر سې شنبې پورې روانې وې.
نور راوښيه