په افغانستان کې یو شمېر خلک وايي نه یوازې دا چې د انټرنیټ بې لوړې دي بلکې ډېری وخت د مخابراتي شرکتونو له لوري اعلان شوې انټرنیټي کڅوړې هم په هغه اندازه انټرنیټ نه ورکوي په کومه اندازه چې ژمنه ورسره کوي.
ټاکل شوې ده چې اروپایي ټولنه په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره د هغو افغان کډوالو د برخلیک په تړاو خبرې وکړي چې یوشمیر اروپایي هیوادونه یې له اروپا څخه د ایستلو نیت لري.
اټکل کېږي چې د امریکا او ایران خبرې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ترسره شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ یو نوی راپور ښيي چې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو ډېره برخه ماشومان جوړوي. راپور کې راغلي چې د روان کال د اپریل له ۱۲ مې تر ۱۸ مې نېټې افغانستان ته په ستنو شویو کډوالو کې ۸۲ سلنه یې ماشومان او ښځې دي په ځانګړي ډول هغه میرمنې چې د کورنیو سرپرستي ور په غاړه ده.
د امریکا او ایران ترمنځ اسلام اباد کې د بل پړاو مخامخ خبرو امکان د اوربند تر پایته رسیدلو دوه ورځې مخکې لا هم څرګند نه دی. ولسمشر ټرمپ وايي امریکايي پلاوی د اسلام اباد په لور خوځیدلی خو ایراني چارواکي وايی اوسمهال دخبرو لپاره پلان نلري.
د ملګرو ملتونو دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو شمېر په څرګند ډول زیات شوی دی. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې په وروستیو کې له دغو هېوادونو څخه تر ۶۳ زره ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د نښتو له امله د زیانمنو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو له امله، چې ښوونځي هم پکې شامل دي، د دوی ماشومان له زده کړو پاتې شوي دي.
د طالبانو حکومت ادعا کړې، که څه هم په نړیواله کچه د تیلو او ګازو په بیو کې بې ساری لوړوالی راغلی خو په دغه هیواد کې د تیلو او ګازو بیې یوازې له ۳ تر ۵ سلنې لوړې شوي دي.
نور راوښيه