له افغانستانه نورو په ځانګړي ډول لوېدیځو هیوادونو ته د کارګوګانو لېږد له ستونزو سره مخ شوی. یو شمیر افغانانو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له اختر مخکې لېږل شوې توکي یې لا پi لار کې بند دي او مقصد ادرس ته نه دي رسېدلي.
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) وايي، تېرو دوو اونیو کې په پاکستان کې درې افغان خبریالان نیول شوي او بندیان شوي دي. امسو ویلي د دوی له ډلې یوه خبریاله اېستل شوې، یو خبریال او خبریاله لا هم بند کې دي او د پاکستان له حکومته یې دوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان په اووه ویشت ولایتونو کې ( جمعه د اپریل ۲۴ مه) د بارانونو اټکل شوی دی چې په ځینو سیمو کې به سیلونه هم ورسره وبهیږي.
لندن افغانستان کې د بریټانوي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د انتقال پروسه "درولې" ده. انډیپنډنټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د بریټانیا په یوه محکمه کې مدافع وکیلانو ویلي چې حکومت هغو وړ افغانانو ته چې مخکې یې په افغانستان کې له بریټانوي ځواکونو او ادارو سره همکاري کړې، له مرستې ډډه کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، افغانستان په سیمه کې د ماشومو نجونو د ودونو په برخه کې لومړی ځای لري. بلخوا افغانستان کې ځینې کم عمره نجونې هم وایي چې د اقتصادي ننګونو له زیاتېدو او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو له بندېدو وروسته یې کورنیو په جبري ډول کوژدې ته اړ ایستلې دي.
یوې څېړنې ښودلې چې د هرات په ښوونځیو کې له ۷ تر ۱۳ کلونو پورې له ۸۷ سلنې څخه ډېر ماشومان د غاښونو له سخت خرابوالي سره مخ دي. د دې تازه څېړنې موندنې ښيي چې ډېری دا ستونزې بېدرملنې پاتې دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره خبرو کې د ایران او امریکا د ستونزو پر ډيپلوماتیک حل ټینګار کړی. امیرخان متقي او عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ دغه ټیلفوني خبرې سره وکړې.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې امریکا پلان لري چې د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر یو نظامي کمپ څخه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي. په « سیلیه » کمپ کې میشت افغان کډوال چې له کلونو راهیسې امریکا ته د لېږد په تمه دي د خپل نامعلوم وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.
د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له بیا زیاتېدو وروسته پاکستان د افغان کډوالو پرضد ناوړه چاپې، خپل سرې نیونې او په جبري ډول ستنول په بې سارې ډول زیات کړي دي.
د پاکستان په بېلابیلو ایالتونو او ښارونو کې ډیری بې اسناده افغان کډوال اوس هم د پولیسو له لوري نیول کېږي او بندیان کېږي.
د متحدو ایالاتو ولسمشر ایران سره دوه اونیز اوربند ترنامعلومې نیټې په یو اړخیز ډول تمدید کړ. ډونالد ټرمپ وايی د اوربند تمدید به په خپل مینځ کی "ویشل شوي" ایراني مشرتابه ته فرصت ورکړي چې یو متحد دریځ غوره کړي. سملاسې څرګنده نه شوه چې ایران دغه اوربند منلی کنه.
نور راوښيه