د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي په تېره میاشت کې د بشري مرستو په وړاندې د ناامنۍ او د دې بهیر د ګډوډولو ۸۶ پېښې ثبت شوې دي.
پر کونړ ولایت د پاکستان نننیو توغندیزو بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده. اسعد اباد کې له موضوع یوې باخبره سرچینې ازادي تایید کړې چې دغو بریدونو کې چې پر مرکز اسعد اباد او درېو ولسوالیو شوي، لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
افغانستان ته بیرته استول شوي د بېلابیلو هېوادونو ځینې کیس لرونکي افغانان وایي، بې برخلیکه حالت سره مخ دي. دوی وايي، له کلونو انتظار ورسته هم هیڅ په لاس ورنه رغلل، بلکې څه یې چې وو، له هغې هم بې برخې شول. په دغه راپور کې چې تاسو یې لولی، له همداسې یوې افغان میرمنې سره خبرې شوي.
له ایران او پاکستانه یو شمېر راستنې شوې افغانې کورنۍ وايي په کور دننه د کرايي کورونو له کمښت او د لوړې کرایې له ستونزې سره مخ دي. په افغانستان کې د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو یو شمېر مسولین هم د کرایو د لوړېدو او د کورونو د کمښت ستونزه تاييدوي او لامل یې د کډوالو پراخه ستنېدنه بولي.
په افغانستان کې یو شمېر دکانداران او متشبثین دا شکایت لري، چې افغاني بانک نوټونه ډېر زاړه شوي او دوی یې په خپلو ورځنیو معاملو کې ستونزو سره مخ کړې دي. دوی زیاتوي، ناچاره دي له خلکو همدا زاړه نوټونه واخلي، خو په خبره یې هغوی یې بیا ترې نه اخلي.
د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملې ادارې ویاند یوسف حماد وویل چې شنبه د ثور ۵مه د سیلابونو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې نن د ثور ۶مه هم په یو شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سیلابونوو، بادونو، تالندې او برېښنا خبرداری ورکول شوی دی.
لندن په دې غور کوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت سره دهغو افغانانو د ستنولو په هکله خبرې وکړي چې بریتانیا کې یې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه ردي شوي دي. د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې ویلي چې په دې هکله دنورو اروپايی هیوادونو هلې ځلې له نږدي څاري او هڅه کوي یوې ګډې هوکړې ته ورسېږي.
د افغانستان د روغتیايي برخې یو شمېر کارکوونکي وایي چې د خدماتو محدود لاسرسی، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې، د واکسین د ټولیز پوښښ پر وړاندې لوی خنډ دی. د دې برخې کارپوهان ټینګار کوي چې د واکسیناسیون په اړه ناسم پوهاوی د واکسین د پوښښ ساحه محدوده کړې ده.
افغانستان ته یو شمېر ستنېدونکي افغان کډوال وايي د ستنېدو پر مهال د پاکستان د ثبت او د اسنادو د تایید په مرکزونو کې یې کارونه ډير ځنډیږي. دوی وايي د کډوالو ګڼه ګوڼه، د بسنټیزو اسانتیاوو نه شتون او په دې مرکزونو کې د کارکونکو کمښت د دی لامل شوی چې دوی په شپو شپو انتظار شي.
د پاکستان-ایران د ټرانزیټي دهلېز له پرانیستلو وروسته، پاکستان د چین له لارې منځنۍ اسیا ته نوی دهلېز پرانیستی دی.
نور راوښيه