په سیمه کې د وروستیو بدلونونو او د ایران د زعفرانو په صادراتو کې له خنډونو وروسته، افغان صادرونکي په نړیوالو بازارونو کې افغان زعفرانو ته د تقاضا د زیاتوالي خبره کوي. دوی وايي په ایران کې د الوتنو د محدودیتونو او انټرنټ په بندیدو سره یو شمیر نړیوالو پیرودونکو د افغانستان بازار ته مخه کړې.
د افغانستان او منځنۍ اسیا د کلتوري او ټولنیزې ټولنې له خوا په بهر کې د «نوای کوهسار – دنبوره» په نوم د محلي موسیقۍ لومړنی انلاین فېسټیوال جوړېږي.
د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان وایي، افغانستان یو ځل بیا د مطبوعاتو د ازادۍ شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۷۵ ځای لري.
د اتریش کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل دغه هیواد راتلونکې میاشت د کډوالو په ایستلو کې اسانتیا لپاره له ازبکستان سره یو تړون لاسلیکوي چې په دې کې ددغه هیواد له لارې افغانستان ته د کډوالو لیږدول هم شامل دي.
په کونړ کې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو له تېرې ورځې راهیسي د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو لسګونه توغندي توغولي دي. د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریس نجیب الله حنیف ازادي راډيو ته وویل، تر ټولو ډېر زیان خاص کونړ ولسوالي کې خلکو ته رسېدلی دی.
په جلا وطنۍ د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف د فوټبال د نړیوال فدراسیون«فیفا»اجازه ترلاسه کړه. د فیفا د تازه اعلان له مخې، په خپلو نویو مقرارتو کې یې داسې بدلون راوستی چې په جلا وطنۍ کې د افغانستان د فوټبال د ښځو لوبډله ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لاره هواروي.
د ټولنیزو رسنیو یو شمیر افغان کاروونکي وايي، په( AI ) یا مصنوعی ځيرکتیا جوړو کړو تصویرونو ورته ستونزه پیدا کړې او د اصل او جوړ شوي تر منځ توپیر ورته ګران شوی دی. دوی وايي، ډیر ځله د دروغو پر بنسټ جوړو شویو انځورونو باندې دوکه شوي. ایا د اصلي او جعلي تصویر توپیر کیدلی شي؟ دغه راپور کې ورته کتنه شوې.
په افغانستان کې د ښوونځیو یو شمېر ښځینه مسوولینې او د روغتیايي برخې ښځینه کارکوونکې وایي، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار دوامداره محدودیتونو د ښځو لپاره ځانګړو روغتیايي خدمتونو باندې منفي اغېز کړی دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي د یو پوهنتون په ګډون یې د کونړ مرکز اسعد اباد ته څېرمه سیمو کې د پرونیو بریدونو له امله د لسګونو ملکي وګړو مرګ ژوبله مستند کړې. د یوناما وايي د نړیوال قانون له مخې، د تعلیمي بنسټونو په ګډون ملکي وګړي او ملکي ځایونه باید تل خوندي اووسي.
ځیني افغان ځوانان چې په افغانستان کې په بېلایېلو رضاکاره فعالتونو بوخت دي وایي که څه هم د اسانتیاوو له کمښت او په ځینو برخو کې له محدودیتونو سره مخامخ دي، خو د خلکو وضعیت ته په کتو لا هم خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
په کونړ د پاکستاني ځواکونو د دوشنبې ورځ بریدونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده. طالبان وايي د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون لسګونه محصلین او ښځې او کوچنیان په ټپیانو کې شامل دي. خو پاکستان پر استوګنیزو سیمو بریدونه رد کړي دي.
نور راوښيه