په افغانستان کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسولین وايي د طالبانو د حکومت د محدودیتونو د احتمالي پایلو له ویرې اړ شوي چې ځان سانسورولو ته مخه کړي. دوی د مې درېیمه، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه سانسور د دوی د خبریالۍ کارونه اغیزمن کړي دي.
له پاکستانه کډه پر سر افغانان وایي چې د کډو د لېږد کرایې ورته ملا ماتوونکې دي. دوی ازادي راډیو ته وویل چې لارۍ اوس ورڅخه د پخوا پرتله څو برابره زیاتې پیسې اخلي، هغه څه چې د دوی په وس نه دي پوره.
د بېلابېلو دودیزو او پخوانیو کسبونو یو شمېر افغان کسبګر وایي، سره له دې چې له اوږدو کلونو راهیسې دا کار کوي، خو وروستیو کلونو کې یې روزګار چندان ښه نه دی.
د افغانانو لپاره د جرمني د کار او زدهکړو د ویزو د غوښتنې د انلاین د نوي سیستم اعلان د دوی ترمنځ د دې بهیر د اسانه کېدو هیلې زیاتې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق« یونیسف» وايي د افغانستان په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې لا هم د ملکيانو د مرګ ژوبلې او بې ځایه کېدو لامل کیږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې په تیرو دوو اونیو کې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمیر په بیسارې ډول زیات شوی دی.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له طالبانو د ټولو نیول شویو افغان خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د ژغورنې نړیواله کمیټه (ای ار سي) وايي د ۲۰۲۵ کال تر پایه له ۲۲ زرو زیاتو افغان کډوالو ته له اروپایي هیوادونو د وتلو امر تر لاسه کړی دی. دې کمیټې په یو تازه راپور کې خبرداری ورکړی، کوم افغانان چې اوس ایستل کیږي، داسې هیواد ته بیرته استول کېږي چې نه شي کولای د دوی خوندیتوب تضمین کړي.
نن د مې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې کارګران له څه امکاناتو او امتیازونو برخمن دي؟ زمونږ همکار له یو شمیر کارګرانو سره مرکې کړي او دا راپور یې پرې چمتو کړی دی.
نور راوښيه