د نورستان ولایت مرکز کې د دوشنبې شدیدو سیلابونو درانه ځاني او مالي تلفات اړولي دي. چارواکي وايي تراوسه د یولسو کسانو اجساد میندل شوي او لسګونه کسان ورک دي.
ځینې افغان ښځې وايي، سره له دې چې د محرم درلودلو شرط رعایت کوي، خو لاهم د سفر په ترڅ کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. ځینې نورې بیا وايي، د طالبانو د حکومت لخوا د محرم درلودلو شرط یوازې سفر پورې محدوده نه دی؛ بلکې دې شرط په ځینو نورو چارو کې هم د دوی ازادي محدوده کړې.
د افغانستان د مختلفو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې طبیعي او نایابه مرغان د تېر په پرتله خورا کم شوي دي. دوی ازادي راډیو ته وویل چې اقلیمي بدلون په ځانګړې توګه وچکالۍ او سېلابونه وروستیو کلونو کې د دغو مرغانو د تلف، ورکېدو، د نسلونو د کمېدو او د سیمې هېوادونو ته د کوچېدو سبب شوي دي.
نور راوښيه