د افغانستان د مختلفو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې طبیعي او نایابه مرغان د تېر په پرتله خورا کم شوي دي. دوی ازادي راډیو ته وویل چې اقلیمي بدلون په ځانګړې توګه وچکالۍ او سېلابونه وروستیو کلونو کې د دغو مرغانو د تلف، ورکېدو، د نسلونو د کمېدو او د سیمې هېوادونو ته د کوچېدو سبب شوي دي.
بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ تایید کړه چې تیره شپه یوې وسله والې ډلې د یفتل پایين ولسوالۍ په مقر برید کړی دی. د امنیه قوماندانۍ اعلامیه برید کوونکي "غیرمسول وسله وال" بولي .سیمه ایز منابع وايي وسله والو د طالبانو یو شمېر وسلې او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.
په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ وايي، ماشومانو لپاره د رسنیو پروګرامونه کم شوي دي.دوی وايي، داسې پروګرامونه نه مومي چې د ماشومانو د ښوونې، روزنې او د دوی د استعدانونو له لوړولو سره مرسته وکړي او یا هم ورته یوه سالمه بوختیا وي. فعالان وايي، رسنۍ باید په خپلو خپرونو کې ماشومانو ته برخه ورکړي
د بشري حقوقو د څار سازمان په افغانستان باندې د پاکستان د وروستیو بریدونو سلګونو ولسي تلفاتو ته په کتنه په دغو بریدونو کې د جنګي جرایمو د احتمال په هکله د بې پرې څیړنو غوښتنه کوي. یاد سازمان له ښکیلو اړخونو غواړي چې نړیوال قانون سره سم د پوځي اهدافو او ملکي وګړو او تاسیساتو ترمینځ توپیر وکړي.
په افغانستان کې د والیبال یو شمیر مینه وال وايي، اوس په نژدې هر کلي کې د دې ورزش یوه لوبډله شته. د دې یولامل دادی چې دا لوبه په کمو امکاناتو او نورو لوبو ته په کتو په وړوکي میدان کې ترسره کیدلی شي.
د اروپا په یو شمېر ښارونو کې د بې سارې تودوخې له کبله د سړښت وسیلې خلاصې شوي او په اسانه نه شي موندل کیدای. دغو هېوادونو ته تللي افغان کډوال او پناغوښتونکي هم له ګرمۍ کړېږي او وایي کولرونو، پکو او ورته نورو وسیلو ته لاسرسی نه لري. څنګه په کمو امکاناتو ځان له تودوخې وژغورو، لاندې راپور کې لوستلی شی.
د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي چې پر افغان ښځو او نجونو بندیزونه لرې کړي. دسازمان د ښځو چارو وزیرانو د نهمې غونډې د پای اعلامیه کې ټینګار کوي چې په افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار محدودیتونه باید لغوه شي. خو د طالبانو حکومت وايي د ښځو حقوق د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي.
داسې مهال چې نړیوال په افغانستان کې اړمنو سره د مرستو د دوام خبره کوي، په افغانستان کې د یو شمېر کورنیو سرپرستانې او اړمنې ښځې وایي، په څو ځلي یې مرستندویه ادارو سره نوملیکنه کړې، خو بیا هم له بشري مرستو بېبرخې پاتې دي.
نور راوښيه