د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وايي، په پاکستان افغان کډوال ماشومان د قانوني اسنادو د نشتوالي او د جبري شړل کېدو له ویرې له سختو محرومیتونو سره مخ دي. د ګډې کډوالۍ د مرکز او « یو این ایچ سي ار » د دې ګډ راپور له مخې چې تازه خپور شوی ۷۷ سلنه کډوال ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.
په کابل کې یو ځوان چې په فیسبوک کې یې پنځوس زره تعقیبوونکي (فالورز) پوره شوي په دې ویاړ یې پنځوس زره نیالګي کښینولي. نوموړي زیاتوي که د فالورزو شمیر یې یو لکو ته ورسېد په یو عامه ځای کې به څاه ووهي، چې هلته خلک د اوبو له نعمته برخمن شي.
د تاجکستان حکومت د سې شنبې په ورځ (د می ۱۵مه) شاوخوا ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ کندز ولایت ته اخراج کړي دي.
افغانستان کې ډېری ماشومان د خپل ژوند د ماشومتوب دورې له لاسه ورکوي. دوی وایي بې وزلۍ او د کورنۍ د سرپرست نه لرلو درنو او سختو کارونو ته اړ ایستلي او دې وضعیت ان د تعلیم په برخه کې د دوی په اخیستنه او انرژۍ هم منفي اغېزې کړې دي. له دې ډلې یو اته کلن ساحل دی، چې مونږ ته یې خپله کیسه کړې.
د کونړ، باجوړ او مومندو ایجسنۍ قومي مشرانو پر اوربند هوکړه کړې. د کونړ یو شمېر قومي مشرانو ازادي راډيو ته وویل چې پرون د سرکاڼو په ناوه پاس کې لسګونه قومي مشران راغونډ شوي وو او په دایمي اوربند یې هوکړه وکړه، خو رسمي په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
په داسې حال کې چې افغانستان ته له ګاوڼډیو هیوادونو د ګڼ شمیر کډوالو ستنیدو او د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله د لسګونه زرو کسانو بیځایه کیدو خوراکي موادو ته اړتیا زیاته کړې،د خوړو نړیوال پروګرام وايي افغانستان ته د خوراکي موادو لیږل سیمه کې د ج له امله نسبت پخوا ته ګران شوي دي.
په تخار او بدخشان کې سیلونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د بدخشان سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دې ولایت په بهارک او اورګو ولسوالیو کې د سیلونو له امله دوه تنه مړه شوي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
یو شمېر عام افغانان په ځانګړي ډول نجونې او ځوانان وایي د بېلابېلو ننګونو او د طالبانو حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله له روحي او رواني فشارونو سره مخ دي. دوی ازادي راډیو ته وویل، د کاري فرصتونو کمښت، اقتصادي ستونزې او پر نجونو د زده کړو لګول شویو بندیزونو یې عمده لاملونه دي.
یو شمېر هغه افغانان چې له پاکستان او ایرانه بیرته راستانه شوی وايي د بې روزګارۍ له دوامداره ستونزې سره مخ دي، چې له امله یې د دوی اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شوي دي. دغه راستانه شوي افغانان د طالبانو له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د کار د فرصتونو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.
د کوچنیانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق ،یونیسیف وايي چې په روان میلادي کال کې غواړي په افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره هغو ماشومانو ته درملنه ورسوي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. یونیسیف وايي دا کار به د اسیا د پراختیايي بانک په ملاتړ په ټول افغانستان کې ترسره شي.
نور راوښيه