ملګري ملتونه وايي، که چیرته د پاکستان لارې پرانیستې وای او د ایران د جګړې له امله د ترانسپورټ لګښتونه نه وای لوړ شوي نو دوی کولی شوای چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ یو میلیون نورو ماشومانو ته خواړه چمتو کړي.
په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو میندې وايي د تېر په پرتله وضعیت لا پسې خراب شوی او اوس چې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي ورته ویل کیږي چې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره ځانګړي غذايي توکي نه لري.
د افغانستان په شمال کې د پنځو ولایتونو د چارواکو په غونډه کې پریکړه وشوه چې د طالبانو د حکومت پرضد دې د منفي تبلیغاتو مخه ونیول شي او که چا د ممبر او رسنیو له لارې یا هم د عامو مجلسونو پرمهال د نظام پرضد منفي تبلغیات کول، نظامي محکمې ته دې وروپیژندل شي.
د لوی اختر په رانږدې کېدو او د افغانستان په بازارونو کې د څارویو د پېر او پلور په زیاتېدو سره، د کانګو ناروغۍ د خپریدو په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي. یو شمیر روغتیایی مسولان وايي چې په دې وروستیو کې د کانګو د ناروغانو شمیر ډیر شوی دی.
د طالبانو مشر « د زوجینو د تفریق اصولنامه» توشېح او د دوی حکومت په رسمي جریده کې خپره کړې ده. د دې اصولنامې هغې مادې چې د ماشومانو نکاح یې په ځینو مواردو کې «صحیح» بللې، اندېښنې راپارولي دي. هغه افغان نجونې او خپلوان یې چې په کم عمر واده شوي، وایي له بېلابېلو ټولنیزو او روغتیایي ستونزو سره مخ شوي
نن د مې ۱۵ د کورنۍ نړیوال ورځ ده. ملګرو ملتونو په ۱۹۹۳ کال کې پرېکړه وکړه چې دا ورځ په دې نوم ونوموي چې په ۱۹۹۴ کې یې رسمي نمانځنه پیل شوه.
نور راوښيه