په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو یو شمېر پخواني افغان همکاران وايي د بریتانیا د حکومت له هغې دې سره موافق نه دي، چې د انتقال دوسیې دې د درېیم هېواد له لارې پر مخ یووړل شي.
د روغتیا نړیوال سازمان « ډبیلو ایچ او » خبر ورکړی چې د روان کال په اپرېل کې په افغانستان کې د بیلابیلو ساري ناروغیو له امله لږ ترلږه ۲۱۵ کسان مړه شوي دي. په راپور کې راغلي چې د نس ناستې، سینه بغل، ډینګي، ملاریا او شري په ناروغیو کې زیاتوالی راغلی.
افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسیناسیون همهاله پیل سره پاکستان کې د واکسیناتورانو دوه ساتونکي پولیس وژل شوي دي. افغانستان کې چارواکو د واکسین د ښه تطبیق لپاره د مخورو ، دیني علماو او دکورنیو مشرانو دمرستې غوښتنه کړې.
په ایران کې میشت یو شمېر افغان کډوال وایي چې په هغه هېواد کې له جګړو او نښتو وروسته د دوی ژوند لا ډېر ستونزمن شوی دی. دوی له بې روزګارۍ، د بیو له لوړوالي او د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.
په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوې یو شمېر کورنۍ وايي مناسبې او پوره مرستې ورسره نه دي شوي. د سرپناه او خوراکي توکو نه لرل هغه موضوعات دي چې دغه زیانمن یې د خپلو لویو ستونزو په توګه بیانوي.
نور راوښيه