په افغانستان کې یو شمېر سرطاني ناروغان د درملنې له کمښته کړېږي. ځینې سرطاني ناروغان لرونکي کورنۍ وایي، که څه هم د افغانستان په ځینو دولتي روغتونونو کې د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې ځانګړې څانګې فعالې دي، خو د کیموتراپي او رادیوتراپي اسانتیاوې لا هم محدودې دي.
نن د جولای ۲۴مه د ځان ساتنې یا ځان ته د پاملرنې او مراقبت نړیواله ورځ ده. ځیني کسان نه یوازې دا چې دا موضوع خپله په جدي ډول مراعتوي، بلکې نوروته یې هم سپارښتنه کوي. ډاکټران هم ځان ساتنه د ټولو لپاره ډېره مهمه ګني.
د ایران د بهرنیو چارو د شانګهای دهمکارۍ سازمان غونډې ته وویل چې تهران له هر هغه ابتکار څخه ملاتړ کوي چې د یوه خوندي، باثباته، پرمختللي، له ترهګرۍ پاک او د پراخ بنسټه حکومت لرونکي افغانستان د رامنځته کېدو لامل شي. شنونکي وايي تهران هڅه کوي چې په اوسنیو شرایطو کې هم طالبان او هم پاکستان راضي وساتي.
له پاکستانه اخراج شوي یوشمېر کډوال وایي، ټولې شتمنۍ یې پاکستان کې پاته دي او دوی تش لاس په سختو حالاتو کې ژوند کوي.
پخته ټکول یا پخته ټکاني چې په افغانستان کې له زړو کسبونو بلل کیږي لا هم یو شمېر کسان دا روزګار پر مخ وړي. د کابل یو اوسېدونکی هره ورځ د پختې ټکولو له الې سره یو ځای د خلکو کورونو ته ورځې او له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي.
د افغانستان د یوازني ستورمزلي عبدالاحد مومند له مړینې ورسته، یو شمیر بنسټونه او شخصیتونه د فضايي څېړنو په ارزښت په ټینګار سره، یو ځل بیا په دې برخه کې د یو مرکز د جوړېدو غوښتنه کوي. دوی وايي، بېلابیلو برخو کې د څېړنو لپاره د دې مرکز جوړېدل ډیر اړین دي.
نور راوښيه