نړۍ
پر سوريه د اسراييل بريد؛ ۳۶کسان وژل شوي او ۵۰ ټپيان دي
د سوریې د دفاع وزارت وایي چې، د دغه هېواد پر پالميرا ښار د اسراییل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
پالمیرا ښار د تاریخي ابدو او میراثونو د درلودو له کبله مشهور دی.
په بریتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو د څار یو بنسټ بیا ویلي چې، د اسراییل په هوایي بریدونو کې چې تېره ورځ شوي، ۶۱ تنه وژل شوي دي.
اسراییل په اسانه په سوریه کې د خپلو عملیاتو په تړاو تبصره نهکوي، خو وړاندې یې په زغرده ویلي، اجازه نه ورکوي چې دغلته ایران خپلې نیابتي ډلې پراخه کړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون د نومبر په شلمه ۸۲ کلن شو
دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو برحاله ولسمشر یا د وسلهوالو ځواکونو اعلی سر قومندان یې دغه عمر ته رسیږي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې، د بایډن د ورځنیو چارو په مهالوېش کې داسې عمومي غونډې او لیده کاته نهدي شامل.
بایډن د نومبر د پنځمې نېټې له ولسمشریزو ټاکنو نه هم په ظاهره د عمر د زیاتوالي او پر هغه د رایه ورکونکو د نه باور له کبله په شا شو.
هغه خپله مرستیاله کامالا هریس د ډیموکرات ګوند نومانده کړه چې، د جمهوري غوښتونکي ډونالډټرمپ په وړاندې یې ماتې وخوړه.
راپور کې راغلي چې، ډونالډټرمپ به د ۲۰۲۹ کال په جنورۍ کې چې واک بل ولسمشر ته سپاري، د عمر په لحاظ له بایډن نه هم پوخ عمره ولسمشر او سن به یې د ۸۲ کلونو او ۷ میاشتو وي.
امريکا غزه کې د اوربند په اړه د ملګروملتونو د امنيت شورا پرېکړهليک رد کړ
د امریکا متحدایالتونو پرون چهارشنبه په غزه کې د اوربند د غوښتنې په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیک ویټو یا رد کړ.
اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، متحدایالتونو ځکه دغه پرېکړهلیک رد کړی دی، چې په وینا یې د برمته شویو اسراییلیانو د سملاسي خلاصون یادونه پهکې نهده شوې.
د ملګروملتونو د امنیت شورا د پنځلس غړو له ډلې یوازې امریکا دا پرېکړهلیک نهدی منلی، حال دا چې لویو متحدانو یې، لکه بریتانیا او فرانسې پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړې ده.
حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر اسراییلو غلچکي برید سره شاوخوا دوه نیم سوه اسراییلیان غزې ته برمته کړل.
لسګونه دغه برمته شوي د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال له فلسطیني بندیانو سره تبادله او یوشمېر نور د پوځي عملیاتو پایله کې خوشې شوي، خو له سلو ډېر یې لا هم هلته پاتې دي.
ایټالیا هغو کسانو ته چې سم موټر نه چلوي سخته جریمه ټاکلې ده
په دغه هېواد کې پروسږکال درې زره کسانو د ترافیکي پېښو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایټالیا نوي ترافیکي مقررات د دغه هېواد مشرانو جرګې پرون تصویب کړل.
په دغو کې یوه مقرره دا ده چې، د موټر چلولو په وخت د چلونکي په یوه لیتر وینه کې باید الکحول تر صفر اعشاریه پنځو زیات نه وي.
هغه کسان چې په وینه کې یې د الکحولو مقدار تر دې ډېر وي تر دوه زره یورو پورې به جریمه شي.
د دې قانون لهمخې که چېرته د الکحولو اندازه د یوه چلونکي په وینه کې د موټر چلولو پرمهال لږ څه زیاته وي ممکن تر شپږ میاشتو پورې زنداني شي.
د نوي قانون لهمخې هغه کسان چې د موټر چلولو پرمهال یا په ټليفون خبرې کوي یا چټ کوي، تر زرو یورو پورې جریمه کېږي او که دا کار تکرار شي جریمه به یې نوره هم لوړه شي او د درې میاشتو په مخه به یې لایسنس هم بند شي.
د جرمني په هامبورګ، مونشن او فرانکفورت کې د ايران کونسلګرۍ تړل شوي
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په هامبورګ، مونشن او فرانکفورت کې د ایران د کونسلګریو د بندېدو خبر ورکړ.
جرمني پرون د ایران د حکومت له لورې د جمشید شارمهد د اعدام په غبرګون کې د دې کونسلګریو د تړل کېدو پرېکړه اعلان کړه.
جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوګونی تابعیت یې درلود د اکتوبر په اته ویشتمه په ایران کې اعدام شو.
د ایران سفارت به په برلین کې پرانیستی وي.
په جرمني کې نژدې درې لکه ایرانیان ژوند کوي.
شارمهد په ۱۹۵۵م کال کې په ایران کې زېږیدلی و، په اووه کلنۍ کې لوېدیځ جرمني ته تللی و.
دی پروسږکال پسرلی له ترهګرو سره د تړاو په تور په اعدام محکوم شو.
د جرمني حکومت، د شارمهد د کورنۍ غړیو او د بشري حقونو فعالانو دا تور بېبنسټه بللی دی.
د حافظ ګلبهادر ډلې د پاکستاني پوځيانو پر يوې پوستې د بريد مسووليت ومانه
د حافظ ګلبهادر ډلې، چې د تحریک طالبان پاکستان څخه جلا شوې ډله ده، د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د تېرې شپې د ځانمرګي برید او ډزو مسوولیت منلی دی.
دغې ډلې پهدې پېښه کې د ۱۲ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو ادعا کړې ده، چې دا ارقام تر اوسه په خپلواکه توګه نهدي تایید شوي.
د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي د خپل نوم نه افشا کېدو په شرط پرون سهشنبې مشال راډیو ته وویل چې، یوه مشکوک ځانمرګي پر چاودېدونکو موادو بار خپل موټر د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا ایالت په جانيخېلو کې له پوستې سره ټکر کړ، چې د چادونې په نتیجه یې دولس سرتیري ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.
د دغه چارواکي په خبره دا پېښه تېر ماښام شاوخوا اووه بجې شوې.
امریکايي استازی: د اسراییل او حزبالله ترمنځ د جګړې پای ته رسول اوسمهال ممکن شوي
د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د جګړې پای ته رسول اوسمهال ممکن شوي دي.
اموس هوخشتاین چې پرون بیروت ته ورسېد، له چارواکو سره د سولې د هغه پلان په اړه خبرې وکړې چې لبنان ترډېره تایید کړی دی.
هوخشتاین د لبنان د پارلمان له رییس نبیه بیري سره چې د حزبالله په استازولۍ یې په خبرو کې ګډون کړی و، هم وکتل.
له دې کتنې وروسته هوخشتاین وویل چې د جګړې د ختمولو لپاره یو رښتینی فرصت رامنځته شوی دی.
متحدوایالاتو او فرانسې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د اوربند د ټینګولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
حزبالله چې د لبنان جنوبي سیمې اداره کوي د دې ترڅنګ چې سیاسي ګوند دی پوځي څانګه هم لري.
متحدایالات حزبالله تروریستي ډله بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د حزبالله او اسراییل جګړه څه باندې یو کال مخکې وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې پر اسراییل برید وکړ او په ځواب کې یې د اسراییل پوځ د غزې په تړانګه کې پوځي عملیات پیل کړل او حزبالله دحماس په ملاتړ پر اسراییلو د توغندیو ویشتل پیل کړل.
سپېس د فضايي بېړۍ یوبل توغندی وازمایه
سپېس ایکس شرکت پرون د فضايي بېړۍ یو بل توغندی وازمویه خو په بېرته راستنېدو کې ونه توانېده چې په لویو اوسپنیزو مړوندونو کې راښکته شي.
تېره میاشت په یوه ورته ازمایښتي اقدام کې توغول شوی راکټ میخانیکي مړوندونو ته په ورته تجهیزاتو کې ځمکې ته راکښته شو، خو له ټکزاس څخه په پرونۍ الوتنه کې ۴ دقیقې مخکې دا پرېکړه بدله شوه او درې دقیقې وروسته دا راکټ په ناڅرګندو دلایلو د مکسیکو د خلیج په اوبو کې راپرېوت.
د سپېس ایکس یوه ویاند وویل، په اوسپنیزو مړوندونو کې د فضایي راکټ د راښکته کېدو لپاره ټول معیارونه نه وو پوره شوي نو ځکه د الوتنې تنظیموونکو خپله پرېکړه بدله کړه، خو ویاند ونه ویل چې ستونزه دقیقاً څه وه.
منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دې الوتنې ځای ته ورغلی و چې د سپېس ایکس شرکت له مشر ایلان ماسک سره د هغه د نژدې اړیکو څرګندونه کوي.
د حماس له منګولو د هر برمته شوي اسراییلي بندي د خلاصون لپاره د پنځه میلیون ډالرو جایزه اعلان شوه
د اسراییلو صدراعظم د هغو اسراییلي برمتهوو د خلاصون لپاره چې حماس ډلې اسیران کړي دي، د سړي پر سر د پنځه میلیون ډالرو جایزه اعلان کړې.
بنیامین نتنیاهو همداراز ژمنه کړې چې هرڅوک د برمتهوو، په ژغورنه کې مرسته وکړي نو د اسراییل حکومت به یې له کورنۍ سره یوځای د غزې له کلابند قلمرو څخه بهر وباسي.
دا خبره د نتنیاهو دفتر پرون اعلان کړه.
حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني له دې مخکې د اسراییلو دې ته ورته وړاندیزونه رد کړي وو.
ایران پلوې حماس ډلې ویلي چې پاتې اسراییلي برمته به یوازې د داسې یوې موافقې په صورت کې آزاد کړي چې جګړه او د غزې کلابندي پای ته ورسېږي او جګړه ځپلې غزه بېرته ورغول شي.
د جرمني پر صدراعظم فشارونه زیات شول څو د مخکښ کاندید په توګه له کاندیدېدو ډډه وکړي
د جرمني پر صدراعظم اولاف شولڅ پرون سې شنبې فشارونه زیات شول چې په را روانه فبرورۍ میاشت کې د چټکو انتخاباتو د مخه د خپل سوسیال ډیموکراټ ګوند لهخوا د مخکښ کاندید په توګه له کاندیدېدو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هغه ګوند د تاریخي ماتې لور ته روان دی.
د سوسیال ډیموکرات ګوند یو شمېر جګپوړي غړي له هغو غوښتنو سره یوځای شول چې له شولڅ څخه چې په خلکو کې یې محبویت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی، غواړي چې د دفاع وزیر بوریس پیتوریوس لپاره چې په خلکو کې له محبوبیتونه برخمن دی، لاره خلاصه پرېږدي.
په جرمنې کې چې د روانې میاشتې په پیل کې د شولڅ درې ګونی ایتلاف ړنګ شو، له ټاکلې نېټې اووه میاشتې د مخه ټاکنې ترسره کېږي.
شولڅ چې اوسمهال یې د برازیل په پلازمېنه ریوډيجینرو کې د جي شل په سرمشریزه کې ګډون کړی، داسې نښې څرګندې کړې چې ګواکې غواړی د صدراعظمي د بلې دورې لپاره ځان کاندید کړي.