نړۍ
د جرمني پر صدراعظم فشارونه زیات شول څو د مخکښ کاندید په توګه له کاندیدېدو ډډه وکړي
د جرمني پر صدراعظم اولاف شولڅ پرون سې شنبې فشارونه زیات شول چې په را روانه فبرورۍ میاشت کې د چټکو انتخاباتو د مخه د خپل سوسیال ډیموکراټ ګوند لهخوا د مخکښ کاندید په توګه له کاندیدېدو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هغه ګوند د تاریخي ماتې لور ته روان دی.
د سوسیال ډیموکرات ګوند یو شمېر جګپوړي غړي له هغو غوښتنو سره یوځای شول چې له شولڅ څخه چې په خلکو کې یې محبویت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی، غواړي چې د دفاع وزیر بوریس پیتوریوس لپاره چې په خلکو کې له محبوبیتونه برخمن دی، لاره خلاصه پرېږدي.
په جرمنې کې چې د روانې میاشتې په پیل کې د شولڅ درې ګونی ایتلاف ړنګ شو، له ټاکلې نېټې اووه میاشتې د مخه ټاکنې ترسره کېږي.
شولڅ چې اوسمهال یې د برازیل په پلازمېنه ریوډيجینرو کې د جي شل په سرمشریزه کې ګډون کړی، داسې نښې څرګندې کړې چې ګواکې غواړی د صدراعظمي د بلې دورې لپاره ځان کاندید کړي.
بالتیک سمندرګي کې د مخابراتي کېبلونو پرې کېدل؛ د فنلنډ او سویډن پولیسو یې په اړه څېړنه پیل کړې
په بالتیک سمندرګي کې په دې وروستیو د دوو مخابراتي کېبلونو پرې کېدو اروپایي چارواکي پرون سې شنبې دې ته اړ کړل چې ووایي، دوی داسې انګېري چې پر اوکراین د روسیې د برید په تړاو به له ورانکاري او ترکیبي جګړې سره مخامخ وي.
د فنلنډ او سویډن پولیسو وویل چې د پرې شویو کېبلونو په اړه یې څېړنه پیل کړې ده.
د لېتوانیا څارنوالانو همدارنګه ویلي چې د دغې پېښې په اړه د معلوماتو په راټولولو بوخت دي.
د فنلنډ سینا شرکت اعلان وکړ چې یو کېبل یې چې پلازمېنه هیلسنګي د جرمني له روستوک بندر سره نښلوي، له هلسنګي شاوخوا اوه سوه کیلومتره لیرې د اولند ټاپو په جنوب کې د سویډن تر اوبو لاندې پرې شوی دی.
د دې شرکت یوه ویاند ویلي چې له بهرني عامل پرته ناشونې ده چې دغه کېبل دې دا ډول پرې شي.
د جرمني او فنلنډ د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي چې د دغه مخابراتي کېبل پری کېدل د یوې ناولې لوبې ښکارندوي کوي.
د پاکستان شمال لوېدیځ کې د تالاشۍ له یوې امنیتي پوستې سره چاودنه؛ ۱۱ سرتېري وژل شوي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د تالاشۍ له یوې امنیتي پوستې سره په چاودنه کې ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي د خپل نوم نه افشا کېدو په شرط پرون سې شنبې مشال راډیو ته وویل چې یوه مشکوک ځانمرګي پر چاودېدونکو موادو بار خپل موټر افغانستان پولې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا ایالت په جاني خېلو کې له پوستې سره ټکر کړ چې د چادونې په نتیجه یې ۱۱ سرتېرې ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.
د دغه چارواکي په خبره، دا پېښه تېر ماښام شاوخوا اوه بجې شوې ده.
تراوسه د دغه برید مسوولیت چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی، خو په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان ډله ډېره فعاله ده.
روسیه: اوکراین په یو برید کې د امریکا لهخوا چمتو شوي شپږ اټکمز راکټونه وکارول
د روسیې د دفاع وزارت نن د نومبر ۱۹مه وویل چې اوکراین تېره شپه په براینسک سیمه کې په یو برید کې د متحدهایالاتو لهخوا چمتو شوي شپږ اټکمز ATACMS راکټونه وکارول.
د دې ادعا له مخې روسي ځواکونه توانېدلي دي چې د اوکراین لهخوا پنځه توغول شوي توغندي شنډ کړي.
د روسیې د دفاع وزارت منلې چې د دغه هېواد پر یوه پوځي هدف د توغول شويو توغنديو پارچې لګېدلي چې له امله یې اور لګېدلی، خو مرګژوبله نه لري.
څو ساعته مخکې، د روسیې خبري اژانس "آربيکې" د اوکراین د اردو د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې کییف د لومړي ځل لپاره د روسیې په خاوره کې د برید لپاره اټکمز راکټونه کارولي چې د اوکراین په جنوب لوېدیځ بریانسک سیمه کې د کراچف ښار سیمې یې په نښه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د تېري ۱۰۰۰ ورځې تېرېږي او دا بریدونه لا هم دوام لري.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن وویل چې هېواد یې د روسیې له زیاتېدونکو بریدونو سره مخامخ دی.
پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل ۱۰۰۰ ورځې؛ زیلینسکي: هېواد مو د روسیې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دی
نن د نومبر ۱۹مه پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل ۱۰۰۰ ورځې په داسې حال کې پوره شوې چې پر اوکراین د روسیې حملې دوام لري.
اوکرایني چارواکو نن وویل چې د شمال ختیځې سومي سیمې په هلوخیف ښار کې نن سهار د استوګنې پر یوه پنځه پوړیزه ودانۍ د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون شپږ کسان ووژل شول او دولس نور ټپیان شول.
چارواکو اندېښنه ښودلې چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له دې برید وروسته په یو بیان کې وویل چې هېواد یې د روسیې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دی.
له دې دوه ورځې مخکې د سومي په مرکز کې د روسیې په توغندویي برید کې یوه د استوګنې ودانۍ ولګېده چې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان یې ووژل.
په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر ۵۰ کسانو ته رسېدلی
په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ یا پولیو د اخته ناروغانو شمېر پنځوسو تنو ته رسېدلی دی.
پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د پولیو پنځوسمه پېښه د خیبرپښتونخوا ایالت په ټانک ولسوالۍ کې په یوه شل میاشتنۍ ماشومه کې موندل شوې ده او د پاکستان د روغتیا مسوولې ادارې دا نوی مورد تایید کړی دی.
له دې پېښې سره په خیبرپښتونخوا کې د پولیو د ناروغانو شمېر ۱۱ او په ټول پاکستان کې په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر په روان کال کې پنځوسو ته لوړ شو.
په پاکستان کې د دې ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې چې شمېر یې ۲۴ ته رسېږي، په بلوچستان ایالت کې موندل شوي دي.
په پاکستان کې له ۱۹۹۴ کال راهیسې د پولیو د مخنیوي پروګرام روان دی او پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دې ناروغۍ د پېښو کچه ۹۹ سلنه کمه شوې، خو بیا هم پاکستان او افغانستان یوازېني هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پهکې دی.
خيبرپښتونخوا کې د يو بريد په پايله کې اته پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۷ تښتول شوي
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په خیبرپښتونخو ایالت کې د وسلهوالو په یوه برید کې اته پوځیان وژل شوي دي او د پولیسو اووه افسران تښتول شوي دي.
د استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې، په تیرا کې د پوځ او وسلهوالو ترمنځ په نښته کې اته سرتيري او نهه وسلهوال ووژل شول.
د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو ډلې TTP منلې ده.
د پولیسو یوه چارواکي هم پهدې شرط چې نوم یې افشا نهشي فرانس پرس ته ویلي دي چې، په خیبرپښتونخوا کې د تلاشۍ له یوې پوستې څخه د پولیسو اووه افسران د وسلهوالو لهخوا تښتول شوي دي.
دې چارواکي همداراز ویلي چې، د دې پولیسو وسلې هم د وسلهوالو لاس ته لوېدلې دي.
فرانسپرس د دې پېښې ځای نهدی ښودلی، خو ویلي یې دي چې د محمد ضیاالدین په نوم د پولیسو یوه افسر هم دا پېښنه تایید کړې ده.
پهدې وروستیو کې په پاکستان کې د ټيټيپي په حملو کې زیاتوالی راغلی.
دې ډلې د اکتوبر په ۲۵مه د پولیسو لس افسران ووژل.
د روسيې د يو بريد پر مهال اوکراين کې نن اووه کسان وژل شوي
په اوکراین کې نن د یوه ماشوم په ګډون اووه کسان د روسیې د بېپیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شول.
چارواکو نن وویل چې، دا برید د اوکراین په شمال ختیځ کې د روسیې پولې ته نژدې د سومي سیمې په هلوخییف Hlukhiv ښار کې وشو.
د سومي پوځي ادارې پر ټلېګرام شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې، پهدې برید کې چې د لیلیې پر یوه ودانۍ وشو، دولس نور کسان هم ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم په یوه بیان کې د دې برید په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې، هېواد یې د روسیې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دی.
د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو په غزه او لبنان کې د اوربند غوښتنه کړې
د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو د غزې په تړانګه او لبنان کې د یوه هر اړخیز اوربند غوښتنه کړې.
د نړۍ دې سترو اقتصادي قدرتونو پرون په برازیل کې د خپلې سرمشریزې په پای کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د هغې طرحې په اساس چې متحدایالتونو وړاندې کړې، د اسراییلي برمتهو د خوشې کېدو په بدل کې په غزه کې د دایمي اوربند لپاره غږ کړی.
دوی همداراز په لبنان کې یې د داسې یوه اوربند غوښتنه کړې چې په نتیجه کې یې د اسراییلو د سرحد په دواړو غاړو کې خلک په خوندي ډول خپلو مېنو ته ستانه شي.
حزبالله چې ایران یې ملاتړ کوي، هم پوځي او هم سیاسي څانګې لري او د لبنان د جنوب سیمې یې په ولکه کې دي.
متحدایالات دا ډله یو تروریستي سازمان بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د ايران د بشري حقونو فعال حسين رونقي د څو ساعتونو لپاره توقيف شو
د ایران د بشري حقونو فعال حسین رونقي د تهران په مرکز کې تر یوې احتجاجي غونډې وروسته د څو ساعتونو لپاره توقیف شو.
د دې قضیې په اړه د هغه د کورنۍ غړو پرون، دوشنبه خبر ورکړ.
د رونقي ورور حسن په ټلېګرام کې لیکلي چې حسین رونقي د مازدیګر په ۵ بجو د ولي عصر په څلورلارې کې د یوشمېر وسلهوالو افسرانو لهخوا په زوره نیول شوی او د شپې په ۹ بجو د خپل کور مخې ته خوشې شوی.
رونقي په ټلېګرام کې د خپلې احتجاجي ناستې خبر خپور کړی وو او ویلي یې وو چې دا کار د خبریال او فعال کیانوش سنجري د درنښت لپاره کوي.
کیانوش سنجري د نومبر په دیارلسمه په تهران کې له یوې ودانۍ څخه ځان لاندې واچاوه او ساه یې ورکړه.
سنجري تر دې پېښې مخکې نیول شوی او ترې پوښتنې ګروېږنې شوې وې.