د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۵

نړۍ

ټرمپ او نتنیاهو د غزې جګړې د پای ته رسیدو پر سر هوکړې ته ورسیدل

په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او نتنیاهو ګډ کانفرانس
په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او نتنیاهو ګډ کانفرانس

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو اعلان کړی چې د غزې جګړې د پای ته رسیدو د طرحې پر سر هوکړې ته رسیدلي.

تراوسه معلومه نه ده چې حماس به دغه شراېط ومني او که نه، هغه ډله چې د امریکا او اروپایي ټولنې د ترهګرو په لست کې ده.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ د غزې جګړې د پای ته رسېدو او له جګړې وروسته جګړه ځپلي فلسطین کې د یوه حکومت د جوړېدو لپاره یوه شل مادییزه طرحه وړاندې کړه.

په دغې طرحه کې دا هم راغلي چې د جګړې له پای ته رسیدو سره سم به " د ثبات ساتلو لپاره لنډمهاله نړیوال ځواکونه" هم ځای پر ځای شي.

طرحه کې د یوه موقت حاکمه پلاوي جوړښت هم شامل دی چې مشري به یې ولسمشر ټرمپ کوي او د بریتانیا پخوانی صدر اعظم ټوني بلېر هم په کې دی.

طرحه کې له دواړو لورو د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسیدو او د برمته شویو د خلاصون غوښتنه شوې ده.

په هوکړه کې د حماس ډلې د بې وسلې کېدو شرط هم راغلی دی.

یوهان وادفول: د روسیې تحرکاتو ته ( پریکنده او سنجول شوی) غبرګون ښیو

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول د روسیې د وروستیو تحریک کوونکو فعالیتونو په وړاندې د " ارامۍ" غوښتنه کړې ده.

وادفول نن دوشنبه د پولنډ پلازمینې وارسا ته تر روانېدو مخکې ویلي، د روسیې دغو تحرکاتو ته باید " پریکنده او سنجول شوی" غبرګون وښودل شي.

د جرمني، پولنډ، فرانسې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران په وارسا کې داسې مهال جرګه کیږي چې روسیي الوتکو په وروستیو کې په پولنډ او استونیا کې د ناټو هوایي حریم ته ننوتلې.

د جرمني خبري اژانس د ښاغلي وادفول په حواله لیکلي" مونږ یو د بل څنګ کې ولاړ یو، خپله ارامي مو ساتلې او اجازه نه ورکوو چې نانندرۍ د زیاتېدو خواته ولاړې شي."

دغه جرمن چارواکي په ورته وخت کې ویلي، دوی چمتو دي هر ډول ګواښ دفع کړي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې پر اوکراین د برید پر مهال د روسیې ګڼ شمېر بې پيلوټه الوتکې د پولنډ خاورې او بیا د ناټو هوایي حریم ته ننوتلې.

هغه مهال د لومړي ځل لپاره د ناټو متحدانو او د پولنډ هوایي ځواکونو دغه الوتکې نسکورې کړې.

په امریکا کې یوه بریدګر ۲ کسان مړه او ۸ نور ټپیان کړي

د میشیګن یوې کلیسا کې ډزې شوي او اور هم لګېدلی
د میشیګن یوې کلیسا کې ډزې شوي او اور هم لګېدلی

د امریکا په مېشیګن ایالت په یوه کلیسا کې په ډزو سره لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پېښه د «تاوتریخوالي وبا» یاد کړې ده.

د پولیسو یوه مشر ویلیم ریني رسنیو ته ویلي چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک دی.

د دغه چارواکي په خبره پولیسو تر پېښې اته دقیقې وروسته بریدګر په یوه پارکنګ کې هدف وګرځاوه.

پېښه د مورمون په کلیسا کې شوې او رسنۍ راپور ورکوي چې په سیمه کې اور هم لګېدلی.

پر ایران بیا د ملګرو ملتونو بندیزونه پيل شول

د تهران انقلاب میدان
د تهران انقلاب میدان

د ایران له اټومي پروګرام سره تړلي ټول بندیزونه بېرته په دغه هېواد له سره پیل شول.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونه چې د ایران او د نړۍ د اټومي قدرتونو تر منځ د یوه تړون په اساس ځنډېدلي وو تر یوې لسیزې وروسته بېرته پیل شول.

د پاسني تړون دریو لاسیکوونکو اروپايي هېوادونو فرانسې، جرمني او بریټانیا په یوه ګډ بیان کې ایران ته خبرداری ورکړ چې له پاروونکو کارونو لاس واخلي.

هند او پاکستان نن د آسیايي جام په فاینل لوبه کې سره مخامخ کېږي

د هند او پاکستان لوبډلې د سپټمبر په ۱۴مه د آسیايي جام په مخکینۍ لوبه کې هم سره مخ شوې
د هند او پاکستان لوبډلې د سپټمبر په ۱۴مه د آسیايي جام په مخکینۍ لوبه کې هم سره مخ شوې

په پام کې ده چې د کرکټ د آسیایي جام په فاینل کې نن هند او پاکستان لوبه سره وکړي.

دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو د ډوبی د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي.

د دې جام د پیل په پړاو او وروسته د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې د پاکستان او هند لوبډلې دوه ځلې سره مخامخ شوې چې دواړه ځلې پاکستان ماتې وخوړه.

ولسمشر ډونالډټرمپ د کانګرس له څلورو مشرانو سره د حکومت د بودیجې په اړه خبرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

په پام کې ده چې ولسمشر ډونالډټرمپ سبا دوشنبې (د سپټمبر ۲۹مه) په سپینه ماڼۍ کې د متحدوایالتونو د کانګرس له څلورو اصلي مشرانو سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي او دوو باخبره سرچینو پرون وویل چې ټرمپ به د استازو جرګې له رییس مایک جانسن، د سنا د اکثریت له مشر جان تون، د استازو په جرګه کې د ډیموکراتانو له مشر حکیم جفریز او د سنا د اقلیت له مشر چک شومر سره وګوري.

اسوشیتیدپریس خبري آژانس راپور ورکوي چې دا کتنه د فدرال حکومت لپاره د بودیجې د تصویب له ټاکلي مهلت یوه ورځ مخکې کېږي. که کانګرس بودیجه تصویب نه کړي نو د چارشنبې په ورځ به د حکومت چارې په ټپه ودرېږي.

د جمهوریپال او ډیموکرات ګوندونو استازي له څو ورځو راهیسې د فدرال حکومت د بودیجي پرسر لانجه لري ځکه ډیموکراتانو په تېره په مشرانو جرګه یا سنا کې دې بودیجې ته د رایو له ورکولو ډډه کړې.

پر ایران د بندیزونو له پیل سره سم تهران د لویدیځ په دریو هېوادونو کې خپل سفیران راغوښتي دي

امنیت شورا پر ایران د بندیزونو د ځنډولو لپاره د روسیې او چین وړاندې شوي پرېکړه لیک ته د رایو پرمهال
امنیت شورا پر ایران د بندیزونو د ځنډولو لپاره د روسیې او چین وړاندې شوي پرېکړه لیک ته د رایو پرمهال

داسې مهال چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پلان له مخې پر تهران د بندیزونو د لګولو مهلت پای ته رسېدلی، ایران له برتانیا، فرانسې او جرمني څخه خپل سفیران بېرته راغوښتي دي.

پرون (د سپټمبر ۲۷ مه) د ورځې په پای کې د ایران د اټومي پروګرام له کبله پر دې هېواد د ملګروملتونو تازه بندیزونه عملا پیل شول او د دریو اروپايي هېوادونو ګروپ برتانیا، فرانسې او جرمني وویل، پر ایران چې له پخوا راهیسې د لویدیځ د پراخو بندیزونو له کبله له ستونزو سره مخامخ دی، نور فشارونه زیاتوي.

پرون له دې مخکې د ایران د بهرنیوچارو وزارت اعلان وکړ چې په دې درې واړو هېوادونو کې خپل سفیران یې د ایراني چارواکو په وینا د هغوی د غیرمسوولانه اقدام له کبله د سلامشورو لپاره راغوښتي دي.

جرمني د ملګروملتونو د امنیت شوا له دایمي غړو برتانیا او فرانسې سره په ګډه ایران د دې هېواد د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره له لویدیځو هېوادونو سره د ۲۰۱۵ کال له موافقې په سرغړونه تورن کړ او تهران ته یې د بندیزونو د بیالګولو لپاره یو دېرش ورځنی مهلت وټاکه چې تېره شپه پای ته ورسېده.

د امنیت شورا دوو نورو دایمي غړو روسیې او چین د سپټمبر په ۲۶مه نېټه تر وروستیو شېبو هڅه وکړه چې دا مهلت شپږو میاشتو ته اوږد کړي خو نتیجه یې ورنه کړه.

لسګونه فلسطینیان په غزه کې د اسراییلو په بمبارۍ او ډزو وژل شوي دي

د غزې پر مرکزي برخه د اسراییلو بمباري
د غزې پر مرکزي برخه د اسراییلو بمباري

د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې د دې تړانګې په بېلابېلو برخو کې د اسراییلو په هوايي حملو او ډزو کې لږترلږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.

د غزې العوده روغتون چې مړي او ټپیان ورته راوړل شوي وو ویلي دي چې د غزې په مرکزي برخه او شمال کې نن سهار د اسراییلو په هوايي حملو کې خلک په خپلو کورونو کې وژل شوي دي چې په دوی کې د النصیره د کډوالو په کمپ کې د یوې کورنۍ ۹ غړي هم شامل دي.

د بل روغتون الشفا چارواکي وايي، ۱۱ نور کسان چې ډېری ښځې او ماشومان وو، په توفاح ناحیه کې او څلور نور د شطي د کډوالو په کمپ کې پر یو کور د اسراییل په بمبارۍ کې او شپږ تنه نور هغه مهال د اسراییلي سرتېرو په ډزو ووژل شول چې د مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله.

د اسراییلو پوځ د دې هوايي حملو او ډزو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د اوربند لپاره پر اسراییلو فشار په زیاتېدو دی خو د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو جګړې ته دوام ورکوي.

نتنیاهو تېره شپه د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د وینا پرمهال وویل چې اسراییل باید په غزه کې د حماس ډلې پرضد خپل ماموریت پای ته ورسوي.

د خیبرپښتونخوا امنیتي چارواکي په کَرَک ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د ۱۷ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

یو پاکستانی امنیتي سرتېری د طالبانو پر یوه مرکز له برید وروسته (آرشیف)
یو پاکستانی امنیتي سرتېری د طالبانو پر یوه مرکز له برید وروسته (آرشیف)

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې په د خیبرپښتوخوا په کرک ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوه مرکز برید کړی او له نښتې وروسته یې ۱۷ وسله وال وژلي دي.

په کرک کې د پولیسو چارواکي شهباز الهي ویلي چې دا عملیات د جمعې په ورځ وشول او زیاته یې کړه چې په نښته کې ۳ پولیس افسران هم ټپیان شول.

الهي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل خو وژل شوي وسله وال یې خوارج وبلل. دا هغه اصطلاح ده چې پاکستاني چارواکي یې د پاکستاني طالبانو لپاره کاروي.

له دې دوه ورځې مخکې هم پاکستاني امنیتي ځواکونو په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د وسله والو پر یو مرکز برید وکړ چې د دوی په وینا په نتیجه کې یې ۱۳ پاکستاني طالبان د نښتو په ترڅ کې ووژل شول.
پاکستاني طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هندوستان تر یوې اوږدې لوبې وروسته سریلانکا ماته کړه

اسیا کپ کې د هند او سریلانکا لوبه
اسیا کپ کې د هند او سریلانکا لوبه

د کرکټ په اسیا جام کې هندوستان تر یوې اوږدې لوبې وروسته سریلانکا ماته کړه.

لومړی هندوستان بېټنګ وکړ او په شلو اورونو کې یې د ۲۰۳ لوړو منډو هدف ورکړ. سریلانکا ۲۰۲ نمرې وکړې چې په دې ترتیب لوبه مساوي او سوپر اوور ته ولاړه. په سوپر اوور کې هندوستان بري ته ورسېد.

تمه ده هند د یکشنبې په ورځ د اسیا جام په پایلوبه کې له پاکستان سره مخ شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG