نړۍ
امین ګنډاپور: پولیس دې پر مفتي منیر شاکر د حمله کوونکو پر ضد جدي اقدامات وکړي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت اعلي وزیرعلي امین ګنداپور پردیني عالم مفتي منیرشاکر خونړی برید په کلکه وغانده او له پولیسو یې وغوښتل چې د دې برید د عاملانو د په نښه کولو او نیولو لپاره جدي اقدام وکړي.
د خيبر پښتونخوا ديني عالم مفتي منير شاکر پرون شنبې د پېښور په ارمړ سيمه کې په يوه بمي چاودنه کې ټپي شوی وچې وروسته یې په یوه روغتون کې ساه ورکړه. تر اوسه چا یا کومي ډلې پر مفتي شاکر د بريد مسوليت نه دی اخیستی. مفتي منیر شاکر په وروستيو کلونو کې په خپلو جنجالي ديني بيانونو سره ډېر شهرت موندلی وو. هغه د پښتون ژغورنې له غورځنګ (پي ټي اېم) سره خواخوږي څرګندونه کړې وه او ډیرځل یې په غونډو کې ليدل کېده. نوموړي د پاکستان د پوځ پر تګلارو هم نيوکې کولې.
رابرټ ډنیرو په یوه نوي فلم کې دوه اصلي رولونه ولوبوي

ټاکل شوې د هالیووډ نامتو لوبغاړی روبرټ دنیرو په یوه نوي فلم کې دوه اصلي رولونه ولوبوي. دنیرو به، چې دوه ځلې یې اوسکار جایزه ګټلې ده د الټو نایټس یا د التو د سردارانو په فلم کې د دوو اصلي کرکټرونو رولونه ولوبوي.
د الټو د سردارانو فلم په نیویارک کې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د ایټالوي- امریکايي مافیا د دوو اصلي مشرانو فرانک کوستیلو Frank Costello او ویټو جینوویزVito Genovese ترمنځ د سیالۍ رښتینې کیسه رانغاړي.
روسي او اوکرايني ځواکونو نن بیا پر یو بل حملو ته دوام ورکړ

اوکرایني او روسي ځواکونو تېره شپه او نن سهار وختي یوځل بیا پر یوبل هوايي حملو ته دوام ورکړ چې په پایله کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.
دا حملې داسې مهال کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ د اوربند د ټینګولو لپاره د امریکا او اروپايي ټولنې د مشرانو هڅې روانې دي. اوکرایني چارواکي وايي چې په دنیپرو پیتروفسک سیمه کې د روسیې د توپونو په برید کې یوه اویا کلنه ښځه وژل شوې او په چیرني هیف کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ دوه پاسني پوړونه ویجاړ شوي دي خو د دې حملو د تلفاتو په اړه تراوسه جزییات نه دي خپاره شوي. بل خوا د روسیې د بېلګورد سیمې والي ویاچیسلاو ګلادکوف ویلي دي چې په ګوبکین ښارګوټي کې یوه شخصي کور، د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د لګېدو له کبله اور اخیستی دی.
په عین حال کې په داسې حال کې چې د روسیې له کورسک سیمې د اوکرایني سرتېرو د ایستلو لپاره د روسيې د پوځ هلې ځلې دوام لري، اوکراین پرون د روسیې هغه ادعاوې رد کړې دي چې وايي، په کورسک کې یې اوکرایني ځواکونه کلابند کړي دي.
د بلوڅ بیلتونپالو ادعا: د پاکستاني پوځ پر بسونو په حمله کې لسګونو سرتیرو ته مرګژبله اوښتې ده

بلوڅ بیلتونپال ادعا کوي چې د بلوچستان ایالت د نوشکي سیمې پر لویه لاره یې د پاکستان د پوځ د بسونو پر کاروان برید کړی او لسګونه سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د بلوڅانو د آزادي بښونکي پوځ په نوم د بیلتونپالو ډلې په یو بیان کې چې نن یې رسنیو ته واستاوه، ویلي دي چې په دې کاروان کې اته بسونه وو، چې د دې ډلې د وسله والو په برید کې یې یو په بشړ ډول له منځه تللی دی.
د بیان د ادعا له مخې د پوځي کاروان د بسونو له محاصرې وروسته ټولټال نوي تنه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په بیان کې کې راغلي دي چې دا برید د بلوڅانو د آزادي بښونکي پوځ د مجید د لوا له خوا شوی دی. د پاکستان پوځ تراوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
امنیت شورا به د یوناما ماموریت یو کال نور تمدید کړي

ټاکل شوې ده د ملګروملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر- یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړي.
په یوه راپور کې چې پرون د امنیت شورا پر ویبپاڼه خپور شو ویل شوي چې د وړاندیز شوي پریکړه لیک د مسودې له مخې د یوناما ماموریت به د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ مې پورې وغځول شي. د راپورله مخې د دې پریکړه لیک د مسودې په متن کې په افغانستان کې د یوناما په دندو او لومړیتونو کې کوم بدلون نه دی راغلی او د دې شورا ټولو غړو یې ملاتړ کړی دی.
بشري حقوق په تېره د ښځو او نجونو حقونه، سوله او امنیت، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت، تروریزم، مخدر مواد، د سپکو او درنو وسلو قاچاق، د کورنیو بې ځایه شویو او کډوالو او د طبیعي پيښو اغیز هغه موارد دي چې د یوناما ماموریت په افغانستان کې تمرکز پرې کوي. یوناما خپل ماموریت د یوه بل کال لپاره داسې مهال غځوی چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې نیم کاله اوښتي دي خو سرپرست حکومت یې د نړۍ هیڅ هیواد تراوسه په رسمیت نه دی پیژندلی.
له بشري حقونو او په تېره د ښځو له حقونو سرغړونې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندنې پر وړاندې لوی خنډ بلل کیږي.
د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې لسګونو زرو کسانو پراخ لاریون وکړ

د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې د شنبې په ورځ (د مارچ ۱۵مه) لسګونو زرو کسانو د پراخ لاریون په ترڅ کې د حکومت د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.
معترضانو د الکساندر ووچیچ د حکومت د ځواب ویلو غوښتنه کوله، چې ولې د نومبر په میاشت کې د اورګاډي په تمځي کې د چت د نړېدو پېښه رامنځته شوه.
دغه پېښه کې چې د نومبر په لومړۍ نېټه د نووي ساد د اورګاډي په تمځي کې رامنځته شوه ۱۵ کسان په کې وژل شوي وو.
دا پېښه د ولسمشر ووچیچ لپاره یوه ستره سیاسي ازموینه بلل کېږي.
ګڼ شمېر لاریون کوونکو چې بیرغونه او شعارونه یې له ځان سره لرل د بلګراد په بیلابیلو سیمو او د صربیا د پارلمان مخې ته راټول شوي وو.
اټکل کېږي چې دا لاریون په سربیا کې وروستیو لسیزو تر ټولو ستر لاریون وي.
معترضو محصلانو له درې میاشتو راهیسې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړی، پوهنتونونه یې تړلي، او د صربیا په ۲۰۰ ښارونو او کلیو کې لسګونه زره کسان دې لاریونونو ته یو ځای شوي دي.
د برتانیا صدراعظم د اوکراین په مسئله کې پر روسیې د فشارونو د دوام غوښتنه کوي

د بریتانیا صدراعظم کایر سټارمیر وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین باید پراوکراین بریدونه چې ده وحشیانه وبلل، ودروي او د امریکا له خوا وړاندیزشوی اوربند ومني.
ښاغلي سټارمر نن شنبې شاوخوا ۲۵ مشرانو ته چې اکثره یې اروپایي وو، په یوه مجازي غونډه کې دغه څرګندونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې پرمسکو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.
په داسې حال کې چې روسیه، متحده ایالات او اوکراین د ولسمشرډونالډ ټرمپ له خوا په اوکراین کې د یوه دیرش ورځني اوربند پر وړاندیز بحثونو ته دوام ورکوي، د بریتانیا صدراعظم د غونډې له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې هیوادونه یې باید دې ته چمتو وي چې په خپله د سولې د دا ډول هرې موافقې دفاع وکړي.
بریتانیا، فرانسې او یوشمیر نورو هیوادونو ویلي دي چې که یو اوربند وشي نو دوی کولای شي چې اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه ولیږي.
د طالبانو حکومت د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د ګډو پولو د موافقې هرکلی کړی

د طالبانو حکومت د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولې د ترسیم د تړون هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا تړون به په منځنۍ آسیا کې د دوامداره سولې او همکارۍ یو نوی څپرکی پرانیزي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبې (د کب ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې چې د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې دغه تړون، د دواړو هیوادونو ترمنځ د متقابل باور د پیاوړتیا پرلور یو مثبت ګام بللی او ویلي یې دي چې د دوی ترمنځ د اوږدمهالي اختلاف د هواري، د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره به لاره پرانیزي.
د طالبانو حکومت د منځنۍ آسیا د دغو هیوادونو ترمنځ د شوي تړون هرکلی داسې مهال کوي چې له دوشنبې سره یې اړیکې ترینګلي ښکاري.
د تاجکستان او قرغزستان د ګډو پولو د ترسیم په اړه دا تړون د تیرې پنجشنبې په ورځ د قرغزستان په پلازمینه بشکیک کې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان د سفر پرمهال د کوربه هیواد له ولسمشر صدر جباروف ترمنځ لاسلیک شو.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د شاوخوا ۹۸۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د لانجمنو سیمو پرسر له نژدې ۲۳ کلونو راهیسې خبرې روانې وې.
په سرحدي سیمو کې له دوو خونړیو نښتو وروسته چې د ۲۰۲۱ کال په اپریل او د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشتو کې وشوې او په نتیجه کې یې له سلو زیات کسان ووژل شول او په سلګونو کورونه ویجاړ شول، د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې پولې تړل شوي او ترمنځ یې اړیکي ځنډول شوي وو.
د امریکا مشرانو جرګې د حکومت د لګښتونو لانجمنه مسوده تصویب کړه

د امریکا د متحد ایالتونو د مشرانو جرګې یا سنا د حکومتي لګښتونو مسوده تصویب کړه چې له دې سره د حکومتي چارو د جزوي بندیدو مخه ونیول شوه.
د جمعې په ورځ د سنا ۵۴ غړیو د بودیجې طرحې ته موافقې او ۴۶ نورو مخالفې رایي ورکړې.
دا مسوده هغه وخت تایید شوه چې د سنا د اقلیت د مشر چک شومر په ګډون یو شمیر ډیموکراتانو موافقه ورسره وکړه.
د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې استازیو جرګې د اونۍ په پيل کې دا مسوده تصویب کړې وه او حکومت ته یې د مارچ د څوارلسمې تر نیمې شپې پورې وخت ورکړی و، که یې سنا تایید نه کړي حکومتي چارې به په جزیي توګه بندې شي.
دا بودیجه حکومتي لګښتونه د تیرمالي کال په کچه شاوخوا اووه میلیارډه ډالر کموي او دا پیسې پوځي لګښتونو ته ځانګړې کیږي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې خواله رسنۍ ( سوشل تروټ) کې چک شومر ته مبارکي ورکړه او د هغه زړورتیا یې وستایله.
ولسمشر ډونالډټرمپ په عراق کې د امریکايي پوځیانو له خوا د داعش د یوه مشر د وژلو خبر ورکوي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ( سوشل تروت) کې لیکلي دي چې د امریکا زړورو جنګیالیو په عراق کې د اسلامي دولت ډلې، داعش یو مشر وواژه.
ډانالډ ټرمپ لیکلي دي چې دا کس امریکایي ځواکونو وڅاره او د هغه پرضد د عراق د حکومت او د عراق د کردستان د چارواکو په همغږۍ عملیات ترسره شول.
د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني پرون ویلي و، چې د داعش ډلې د عراق او سوریې مشر عبدالله مکي مصلح الرفیعي چې په ابوخدیجه مشهور و، د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو په ملاتړ ووژل شو.
واشنګتن په دوه زره درویشتم کال کې الرفیعي د داعش د مشر او یوه نړیوال ترهګر په توګه معرفي کړی و.