د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

نړۍ

د سرطان پرضد د مبارزې نړیوال ورځ؛ سږنی شعار یې د سرطان پرضد د ګډې مبارزې پر هڅو ټینګار دی

د سرطان د یوې ناروغې درملنه (آرشیف)
د سرطان د یوې ناروغې درملنه (آرشیف)

نن د فبروري ۴مه د سرطان پرضد د مبارزې نړیواله ورځ ده. سږکال د دې ورځې شعار له سرطان سره د مبارزې په برخه کې پر ګډو نړیوالو هڅو ټینګار دی.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې له سرطان سره د مبارزې په برخه کې د امکاناتو د نشتوالي له کبله وروسته پاتې دی.

د سرطان پرضد د مبارزې د بنسټ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د سرطان د ناروغانو شمیر شاوخوا ۵۰۰ زره کسانو ته رسیده. د لازمو روغتیايي امکاناتو او خدماتو د نشتوالي له وجې له دې ډلې د مړینو شمېر نژدې ۷۶ سلنه راپور شوی دی.

په افغانستان کې په اوسط ډول هرکال شاوخوا شل زره تنه په سرطان اخته کېږي چې اکثر د سینې، معدې او سږو سرطانونه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي یو.اس.اېډ له ډېر وخته له خپل اصلي مسیر وتلې

د امریکا د نړیوالې پراختیايي مرستې اداره - یو اس اېډ
د امریکا د نړیوالې پراختیايي مرستې اداره - یو اس اېډ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د متحده ایالتونو د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره یو اس اېډ له اوږدې مودې راهیسې په بهر کې د امریکا د ګټو د مسوولانه پراختیا له اصلي ماموریته وتلې ده.

دغه وزارت په یوه بیان کې بېګا شپه ویلي چې د یو اس اېډ د تمویل یوه لویه برخه د امریکا د ملي ګټو له اساساتو سره سمون نه خوري.

د بیان په اساس د یادې ادارې د کنټرول د بیا ترلاسه کولو او د فعالیتونو د ښه پوهاوي په هدف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوس لپاره د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته د دې ادارې موقته مشري هم سپارلي ده.

ښاغلي روبیو د یو اس اېډ د بهرنیو مرستو او فعالیتونو د ارزونې په اړه کانګرس ته خبر ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي دا باید ډاډمنه شي چې د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره یو اس اېډ د امریکا د لومړیتوب له اجنډا سره سمون وخوري او د امریکایي مالیه ورکوونکو ډالر ضایع نه شي.

له دې سره هممهاله د امریکا د کانګرس ځینو ډموکراټ غړیو د یو اس اېډ په ملاتړ د یادې ادارې مخته ور ټول شوي وو.

د راپورونو په اساس پرون د یو اس اېډ کارکوونکي خپلو دفترونو ته نه وو تللي.

احمد الشرع نن له رجب طیب اردوغان سره ګوري

عربستان کې د احمد الشرع یو عکس
عربستان کې د احمد الشرع یو عکس

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع نن سې شنبه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ګوري. احمد الشرع له سعودي عربستان څخه ترکیې ته ځي او تمه ده چې غرمه مهال پلازمینې انقرې ته ورسیږي.

سوریه او ترکیه شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډه اوږده پوله لري.

د سوریې د بشار اسد له رژیم سره ترکیې اړیکې نه درلودې او د اسد د رژیم د مخالفو ډلو ملاتړ یې کاوه.

تمه ده د الشرع او اردوغان تر منځ په ناسته کې د سوریې په بیارغونه او د کُردانو په حساسه مسله باندې بحث وشي.

د تاجکستان یو زندان کې د بندیانو بلوا ؛ درې تنه وژل شوي

د تاجکستان پلازمینې ته نږدې، په وحدت زندان کې د بندیانو د خونړۍ بلوا په پایله کې لږ تر لږه درې بندیان مړه او څو ساتونکي ټپیان شوي دي.

د "خاور" خبري آژانس د راپور له مخې، دا پېښه پرون دوشنبې د پلازمینې دوشنبې په لس کیلومترۍ کې، د وحدت ښار په زندان کې هغه مهال رامنځته شوه، چې څو بندیانو د تېرو شویو وسیلو په وسیله د زندان پر ساتونکو برید وکړ.

د راپور له مخې، شاوخوا نهو بندیانو، چې له امرونو یې سرغړونه ته دوام ورکړ او د تېښتې هڅه یې کوله، د ساتونکو د وژلو نیت یې درلود، درې تنه یې په ډزو ووژل شول او پاتې شپږ تنه ژوندي ونیول شول.

په پېښه کې درې ساتونکي هم ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، له دې پېښې وروسته، په زندان کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

پاکستان وايي سعودي عربستان تر یو کال پورې ترې د تېلو پیسې نه غواړي

د پاکستان د صدراعظم دفتر وایي، چې پاکستان د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له پراختیایي صندوق سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې دې هېواد ته اجازه ورکوي، چې تر یوه کال پورې سعودي عربستان ته د تیلو د وارداتو لپاره ۱.۲ میلیارد ډالره ور نه کړي.

دغه تړون پرون دوشنبې د پاکستان د صدراعظم، شهباز شریف، او دې هېواد ته ورغلي د سعودي عربستان د پراختیایي صندوق د اجرایوي رئیس، سلطان بن عبدالرحمن المرشد، ترمنځ لاسلیک شو.

د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شهباز شریف د تیلو د وارداتو د تمویل په برخه کې د دغې اسانتیا هرکلی وکړ او هیله یې وښوده، چې دغه اقدام به د پاکستان د اقتصاد له ثبات سره مرسته وکړي او هم به پر دې هېواد مالي فشارونه کم کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه اقدام داسې مهال کېږي، چې په پام کې ده د پیسو نړیوال صندوق (IMF) په مارچ میاشت کې، پاکستان ته د اوو میلیاردو ډالرو پور د لومړنۍ ارزونې په ترڅ کې، د دې هېواد مالي وړتیاوې وڅېړي.

د برتانیا یوې محکمې د پوځ پخوانی سرتېری دانیل خلیفه ایران ته په جاسوسۍ مجرم وپېژند

دانیل خلیفه
دانیل خلیفه

د برتانیا یوې محکمې د پوځ پخوانی سرتېری دانیل خلیفه ایران ته په جاسوسۍ او له زندانه په تېښته مجرم وپېژند او په ۱۴ کاله او شپږ میاشتې بند یې محکوم کړ.

خلیفه چې په ۲۰۲۳ کال کې له زندانه تېښتې یې د رسنیو سرخطونه جوړ کړل په تېره سپټمبر میاشت کې تهران ته په جاسوسۍ تورن شو. د محکمې قاضي نوموړی د یوه خطرناک احمق په نوم یاد کړ او ویې ویل، دانیل خلیفه تر ډېره د ځان ښودنې نیت درلود، نه برتانیا ته د زیان اړولو.

۲۳ کلن خلیفه چې په لندن کې زېږېدلی، په ۲۰۱۷ کال کې د برتانیا له پوځ سره یوځای شو او له هغه لنډه موده مخکې یې د برتانیا د محرمو معلوماتو ټولول او ایراني جاسوسانو ته د هغو سپارل پیل کړي و.

اسراییلي پوځ: په عملیاتو کې ۵۰ وسله وال یاغیان وژل شوي دي

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د اسراییلو پوځ وايي چې د لویدیځې غاړې په شمال کې د اسراییلي ځواکونو لخوا د پراخو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۵۰ وسله وال یاغیان وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ یکشنبې ناوخته اعلان وکړ چې د دې جنګیالیو څخه ۱۵ یې په هوايي بریدونو کې وژل شوي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې اسراییلي ځواکونو له ۱۰۰ څخه زیات شکمن کسان نیولي، لسګونه وسلې یې ضبط او سلګونه چاودیدونکي توکي یې له منځه وړي دي.

د اسراییلو پوځ د فلسطین هغه پخواني راپورونه هم تایید کړل چې اسراییلي ځواکونو خپل پوځي عملیات د لویدیځې غاړې د تامون ښار ته نږدې سیمې ته غځولي دي.

د فلسطین خبري اژانس وفا د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې اسراییلي ځواکونو په نیول شویو سیمو کې ښار ته نږدې د کډوالو په یوه کمپ د بلډوزرونو په وسیله برید کړی.

په سوریه کې د موټر بم په چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د سوریې په منبج ښار کې د دوشنبې په ورځ د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

د سوریې د مدني دفاع د بنسټ د راپور په اساس دا بمي چاودنه د کرنې د کارګرانو په موټر شوې.

په وژل شویو کې ۱۴ ښځې او یو سړی شامل دي.

په چاودنه کې پنځلس ښځې ټپیانې شوې هم دي، چې د یوې یې حالت نازک دی.

په ورته وخت کې، په بریټانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې ویلي چې په دې پیښه کې ۱۸ ښځې او یو نارینه وژل شوي دي.

د حلب په شمال ختیځ ولایت کې منبج ښار د تیر کال په دسمبر کې د سوریې د پرځول شوي ولسمشر بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو راهیسې د تاوتریخوالي شاهد دی.

په دې سیمه کې د ترکیې له ملاتړ برخمن د سوریې د ملي پوځ په نوم ډله د امریکا له ملاتړ برخمن د کُرد جنګیالیو له یوې ډلې سره چې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (SDF) یادیږي جګړه کوي.

د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو د ۴.۵ ملیون ډالري تړونونو لاسلیک

د ازبکستان بیرغ
د ازبکستان بیرغ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د ۴.۵ ملیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.

وزارت د قراردادونو د لاسلیک اعلان پرون ناوخته په ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې خپور کړی پرته له دې چې جزئیات ورکړي.

د ازبکستان د پانګونې د مشر عزیز بیک صلاح الدینوف په مشرۍ یو ازبکستانی پلاوی د شنبې په ورځ کابل ته ورسید.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر احمدالله زاهد د یکشنبې په ورځ له پلاوي سره وکتل ترڅو د کابل او تاشکند ترمنځ د ګډې پانګونې په اړه بحث وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د کوم هیواد لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی؛ خو ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړي او د دې ډلې ډیپلوماټ یې منلی دی.

نامعلومو وسله والو نن یو پاکستانی پولیس وژلی

د پاکستاني پولیسو انځور
د پاکستاني پولیسو انځور

په پاکستان کې د پولیو د واکسیناتورانو یو ساتونکی پولیس نن سهار نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی. یوه پولیس چارواکي جمشیدخان رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د خیبرپښتونخوا په جمرود سیمه کې برید شوې.

په پاکستان کې پرون د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد سراسري واکسین پیل شو.

پاکستان د پولیو د واکسیناتورانو د ساتنې لپاره هر کال زرګونه پولیس ګماري څو له هغوی سره د کور په کور واکسیناسیون په سم تطبیق او امنیت کې مرسته وکړي.

په دغو ساتونکو پولیسو باندې تر دې مخکې هم ګڼ بریدونه شوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه وروستي هېوادونه دي چې پولیو پکې لا نه ده ختمه شوې.

پاکستان کې تېر کال د پولیو ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG