د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

نړۍ

ګرجستان کې د حکومت ضد مظاهرې لا هم دوام لري

ګرجستان کې د لاريونونو له بهيره يو انځور
ګرجستان کې د لاريونونو له بهيره يو انځور

د ګرجستان ولسمشرې د اپوزیسیون د څو مشرانو له نیول کېدو وروسته ویلي دي چې، هېواد یې د پاڅون په حال کې دی.

سالومې زورابیشویلي چې په خپله هم د حکومت پر ضد د اعتراضونو ملاتړ کوي، دا څرګندونې له فرانس انټر رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې پولیسو په پلازمېنه تبلیسي کې د څلورمې پرله‌‌پسې شپې په مخه د خلکو مظاهرې تیت پرک کړې.

دا اعتراضونه د حکومت د هغه پلان پر ضد پیل شوي دي چې، غواړي تر ۲۰۲۸ کال پورې په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب پلان وځنډوي.

د راپورونو له‌‌مخې پولیسو تر اوسه لږترلږه ۲۰۰ کسان نیولي دي، خو د تېرې شپې د نیول شویو کسانو شمېر نه‌دی معلوم.

ایرانی سندرغاړی توماج صالحي له بنده خوشې شو

د ایران رپ سندرغاړی توماج صالحي
د ایران رپ سندرغاړی توماج صالحي

د ایران رپ سندرغاړی توماج صالحي چې په دغه هېواد کې د حکومت ضد اعتراضونو کې د ګډون له کبله نیول شوی و، د خپل بند مودې له تېرولو وروسته خوشې شو.

۳۴ کلن صالحي د ۲۰۲۲م کال په اکټوبر میاشت کې د هغو لاریونونو د څرګند ملاتړ په تړاو ونیول شو چې په توقیف کې د مهسا امیني په نوم د یوې کردۍ ټبرې ښځې له مړینې یوه میاشت وروسته پیل شوي وو.

صالحي د دغو لاریونونو د ملاتړ لپاره له خپلو سندرو او ټولنیزو رسنیو کار اخیستی و.

مهسا امیني په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت له کبله نیول شوې وه چې څو ورځې وروسته یې په توقیف کې ساه ورکړه.

د ایران د قضایه قوې ویبپاڼې میزان خبر ورکړی چې توماج صالحي په زندان کې د څه باندې یوه کال له تېرولو وروسته یکشنبه خوشې شو.

د میزان په لیکنه هغه د سیاسي نظام پر خلاف د تبلیغاتو له کبله زنداني و.

د هغه مدافع ډله وايي، دی د فتنې په هڅولو، د غونډو په تنظیم، دسیسې، د نظام پر خلاف په تبلیغاتو او د بلواګانو په رابللو تورن شوی و.

یوناني چارواکي: په لیمنوس ټاپو کې دوه کسان د توفانونو له کبله مړه شوي

په یونان کې د توفانونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په یونان کې د توفانونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د یونان چارواکو پرون یکشنبه اعلان وکړ چې په لیمنوس ټاپو کې دوه کسان د توفانونو له کبله مړه شوي دي.

د دوی په وینا، توفانونه په ردس ټاپو کې د سړکونو او ودانیو د تخریب سبب شوي دي.

په لیمنوس کې دوه سړي وروسته له هغې مړه شول چې د ملکي خوندیتوب د خدماتو ادارې د یونان په شمال ختیځ، پلازمېنه اتن او په شاوخوا سیمو کې د بارانونو او سختو بادونو خبرداری ورکړ.

د بورا په نوم دغه توفان د شنبې په ورځ یونان ته ورسېد او اټکل کېږي چې تر سې شنبې پورې به د یونان په شمال او شمال لوېدیځ کې درنه واوره هم وشي.

د یونان د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د شنبې په ورځ د ۱۷۰ ملي مترو په اندازه بارانونه وشول.

په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حل ټینګار وشو

د سوریې په ادلیب کې د روانو جګړو له کبله د اوښتو زیانونو او اورلګېدنې یوه څنډه
د سوریې په ادلیب کې د روانو جګړو له کبله د اوښتو زیانونو او اورلګېدنې یوه څنډه

امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حل ټینګار کړی دی.

دغو څلورو هیوادونو نن سهار دوشنبه په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په سوریه کې تحولات له نږدې څاري.

دغو هېوادونو همدارنګه د تاوتریخوالي د کمولو او له ټولو لوریو څخه د ملکیانو او بنسټیزو تاسیساتو د ساتنې غوښتنه وکړه.

په بیان کې ویل شوي چې د کړکېچ اوسنی زیاتوالی یوازې د سوریې په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۲۵۴ نمبر پرېکړه‌لیک سره سم د سیاسي حل پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کوي.

۲۲۵۴ پرېکړه‌لیک چې په ۲۰۱۵م کال کې د سوریې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا تصویب شو، د کړکېچ د سیاسي حل او د یوه ټولشموله او غیر فرقه‌یي حکومت د جوړولو غوښتنه کوي.

د هیئت التحرير الشام په نوم ډله چې امريکا او ګڼ هېوادونه يې یوه ترهګره ډله بولي او متحدانو يې د چهارشنبې په ورځ د سوريې په شمال لوېديځ کې ناڅاپي بريدونه پيل کړل او د حلب ښار په ګډون يې د دې سيمې ځينې برخې ونيولې.

جرمني د اوکراین پر ضد د روسیې له جګړې د چین پر ملاتړ انتقاد وکړ

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربک پېکېنګ ته له سفر مخکې د اوکراین پر ضد د روسیې له جګړې د چین پر ملاتړ انتقاد وکړ.

مېرمن بايربوک پرون یکشنبې وويل، چې چين د دې پر ځای چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي په توګه په نړۍ کې د سولې او امنيت د ټينګښت مسووليت پر غاړه واخلي، روسيې ته د اقتصادي او پوځي مرستو په ورکولو سره د اروپايي اساسي ګټو پر خلاف عمل کوي.

ټاکل شوې چې مېرمن بایربوک به نن دوشنبې له چین څخه د کتنې په ترڅ کې کې له خپل چینایي سیال وانګ یی سره لیدنه ترسره کړي.

د امریکا ولسمشر خپله ژمنه ماته او خپل زوی یې وبخښه

د عکس ښي لور ته د بایډن زوی هنټر بایډن او چپ لور ته په‌خپله د امریکا ولسمشر جوبایډن
د عکس ښي لور ته د بایډن زوی هنټر بایډن او چپ لور ته په‌خپله د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون یکشنبې د ډسمبر په لومړۍ نېټه خپل زوی هنټر وبخښه او په دې توګه یې هغه ژمنه ماته کړه چې د ولسمشرۍ له فوق‌العاده صلاحیتونو یې د خپلې کورنۍ د غړي په ګټه د کار نه اخیستو په برخه کې کړې وه.

هنټر بایډن د مالیې او د وسلې فدرالي جرمونو له امله د بند له احمتالي سزا سره مخامخ و.

ډیموکرات ولسمشر مخکې په دلاور او کالیفورنیا ایالتونو کې په دوو دوسیو کې د خپل زوی له محکومېدو وروسته ویلي وو چې دی به خپل زوی ونه بخښي او نه به یې سزا کمه کړي.

دغه اقدام داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې وه څو اوونۍ وروسته محکمه د وسلې په قضیه کې د هنټر بایډن په اړه حکم صادر کړي او نوموړی د مالیې په برخه کې پر ځان لګول شوي تورونه ومني او هم دوه میاشتې وروسته منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ستون شي.

د ګرجستان امنیتي ځواکونو د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال بیکا براډز وهلی او نیولی

د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال بیکا براډز
د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال بیکا براډز

د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال بیکا براډز د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې پارلمان ته څېرمه د تګ پر مهال د امنیتي ځواکونو له‌خوا وهل شوی او نیول شوی دی.

د هغه وکیل، جانو چیکادیوا ازادي راډیو ته وویل چې هغه د یکشنبې په ورځ سهار وختي د حکومت ضد یوې غونډې ته څېرمه د امنیتي ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

د براډز وکیل ادعا کړې چې موکل یې وهل شوی دی.

دا ادعا تراوسه نه ده تایید شوې.

د چیکادیوا په وینا، تر معاینې وروسته، براډز توقیف خانې ته لېږدول شوی دی.

ګرجستان د اکټوبر په میاشت کې له پارلماني ټاکنو وروسته له ناامنیو سره مخ دی او تر څنګ یې تازه په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب د خبرو د ځنډېدو په سبب پراخې مظاهرې شوي دي.

د دغه هېواد حکومت اعلان کړی چې د اروپايي اتحادیې د غړیتوب خبرې به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د هغه څه لپاره چې ګرجستان یې د اروپايي اتحادیې له‌خوا "باج اخیستل" یادوي وځڼدوي.

د ایران د حجاب او عفاف د نوي قانون تصویب ګڼ غبرګونونه پارولي

د ایران ځواکونه د حجاب په تړاو له یو شمېر مېرمنو سره په خبرو بوخت دي.
د ایران ځواکونه د حجاب په تړاو له یو شمېر مېرمنو سره په خبرو بوخت دي.

د ایران د حجاب او عفاف د نوي قانون تصویب ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

دا قانون چې تمه کېږي د ایران جمهور رییس مسعود پزشکیان یې توشیح کړي د حجاب د نه رعایت لپاره پر ښځو له ۱۵ میلیونو تر ۱۶۵ میلیونو جریمې وضع کوي.

د راپورونو له مخې، هغه ښځې چې جریمه کېږي د جرمانې د نه ادا کولو په صورت کې له مالي، اداري او ټولنیزو خدمتونو بې برخې کېږي.

د دغه قانون هغې مادې هم ګڼ غبرګونونه پارولي چې بهرني اتباع هم کولای شي د حجاب په برخه کې ښځو ته سپارښتنې وکړي.

که څه هم په ایران کې امر باالمعروف منسوبین باید ایراني تابعیت ولري، خو د همدې قانون په تفسیر کې اشاره شوې چې د قانوني استوګنې بهرني اتباع له دې بنده مستثنی دي.

د ایران څه باندې نوي فیصده بهرني کډوال افغانان دي.

هلته د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمېشنرۍ د راپور له مخې، څه باندې څلور میلیونه افغانان اوسېږي چې لږ تر لږه درې نیم لکه یې د ایران قانوني اقامې لري.

جي شاه د کرکټ نړیوالې شورا د نوي مشر په توګه وټاکل شو

جی شاه د کرکټ نړیوالې شورا مشر
جی شاه د کرکټ نړیوالې شورا مشر

د هندوستان د کرکټ ادارې پخوانی سکرتر جي شاه د کرکټ نړیوالې شورا "آی‌سي‌‌سي" د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا پر فېس‌بوک پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې، ښاغلي جي شاه نن يک‌شنبه د (ډسمبر په لومړۍ) نېټه خپله دنده پيل کړه.

خبرپاڼه زیاتوي، جي شاه د پخواني عمومي ريیس ګرېګ بارکلې څلور کلنې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې، د کرکټ نړیوالې شورا له غړیو هېوادونو سره به په ګډه د کرکټ د لا پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي.

د ښاغلي شاه له قوله لیکل شوي دي چې، د نارینو د کرکټ پراختیا ترڅنګ د ښځو کرکټ ودې ته به لا ډېر کارونه ترسره کړي.

خبرپاڼه لیکي، جي شاه تر دې وړاندې د کرکټ اسیايي شورا مشري هم کړې ده او د هند کرکټ د مشرۍ پرمهال یې د ۲۰۲۳ ز کال نړیوال پنځوس اوریز جام بریالی کوربه‌توب، په لومړي ځل د ښځو لپاره د سوداګریز لیګ جوړول او د المپیک په سیالیو کې د کرکټ شاملولو هلې ځلې یې مهمې لاسته‌راوړنې دي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې لا هم د هند او پاکستان کرکټ بورډونو ترمنځ د چمپینز ټراپۍ لپاره پاکستان ته د هندۍ لوبډلې د نه ورتګ په تړاو لانجې لا روانې دي.

په وروستیو رپورټونو کې ویل شوي دي چې، یو وار بیا به د هند کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ د پاکستان پر ځای په بل هېواد کې ترسره کېږي، خو د کرکټ نړیوالې شورا لا په‌‌‌دې تړاو کوم رسمي خبر نه‌‌دی خپور کړی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG