د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

نړۍ

زیلینسکي؛ اوکراین د امریکا له مرستې پرته د روسیې د یرغل پر وړاندې مقاومت نه شي کولای

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، د امریکا له پوځي مرستو پرته اوکرایین د روسیې د یرغل پر وړاندې مقاومت نه شي کولی.

ښاغلي زیلینسکي دا خبره، پرون د (فبرورۍ۱۴مه) په هغه مرکه وکړه چې د مونشن په نړیوال امنیتي کنفراس کې د هغه له وینا وړاندې خپره شوه.

د هغه په ټکو، اوکرایین به د روسیې په وړاندې د بقا لپاره له "ډير ډير ستونزمن" حالت سره مخامخ شي.

زیلینسکي په دې مرکه NBC ان بي سي نیوز ته ویلي، که څه هم دوی د خپلو پوځي تجهیزاتو تولید پیل کړی، خو په ټکو يې، د امریکا د مرستو نه شتون پرې نه جبرانیږي.

د مونشن نړیوال امنیتي کنفراس چې پرون جمعه پیل شو، اجنډا يې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسول دي.

جې ډي ونس؛ اروپا له خپلو اصلي ارزښتونو څخه لیرې شوې ده

د امریکا مرستیال ولسمشر د مونشن په امنیتي ناسته کې د خبرو پرمهال
د امریکا مرستیال ولسمشر د مونشن په امنیتي ناسته کې د خبرو پرمهال

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د مونشن امنیتي کنفرانس ته په وینا کې ویلي دي چې په اروپا کې د بیان آزادي په شاتګ کړی دی.

په داسې حال کې چې د دې غونډې تمرکز تر دېره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ډونالډټرمپ پر هڅو و، ښاغلي ونس وویل، اروپا له امریکا سره له خپلو اصلي ارزښتونو څخه لیرې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د ده اندیښنه د روسیې یا چین له لوري له ګواښونو څخه نه بلکې دا ده چې اروپا ته له دننه څخه ګواښونه کېږي یعنې له خپلو ځینو اساسي ارزښتونو څخه په شاتګ ګواښ ورته کوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر دا هم وویل چې په اروپا کې د بیان آزادي په شا تللې ده. ونس او ولسمشر ټرمپ دواړو له دې مخکې هم په اروپا کې د بیان د آزادۍ، په ځانګړي ډول د نفرت خپروونکو ویناوو او ناسمو معلوماتو د مخنیوي لپاره د ټولنیزو رسنیو د قوانینو پر څرنګوالي انتقادونه کړي وو.

ونس همداراز اروپا ته د هغو کډوالو د ننوتو په اړه هم خبرداری ورکړ چې امنیتي سوابق یې نه دي کتل شوي. هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې په مونشن ښار کې یوه ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکي پر خپل موټر د یوې مظاهرې کډنوال لاندې او ۳۶ کسان یې ټپیان کړل.

حماس او اسراییل د بندیانو د تبادلې په لړ کې نن نور کسان خوشې کوي

 د فبروري اتمه- د سره صلیب کاروان د بندیانو د تبادلې لپاره په غزه کې
د فبروري اتمه- د سره صلیب کاروان د بندیانو د تبادلې لپاره په غزه کې

فلسطینۍ حماس ډلې د هغو دریو اسراییلي برمته وو نومونه اعلان کړل چې په پام کې ده نن شنبې د بندیانو د تبادلې په بل پړاو کې خوشې شي.

دا کسان چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسراییلو پر قلمرو د حماس ډلې د پراخ برید پرمهال یرغمل شوي وو، د اسراییلو له زندانونو څخه له ۳۰۰ د ډېرو فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کېږي.

د حماس په مشرۍ فلسطیني وسله والو ډلو له خوا د دریو اسراییلي برمته وو د نومونو اعلان ښيي چې په غزه کې حساس اوربند به پرځای پاتې وي.

له فلسطیني وسله والو سره د اسراییلي سرتېرو په ګډون پاتې ۷۳ تنه یرغمل تقریبا ټول نارینه دي او ګومان کېږي چې ښايي نیمايي به یې مړه شوي وي.

اسراییلو او حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د جنوري له ۱۹مې نېټې راهیسې چې په غزه کې اوربند اعلان شوی، تردې دمه پنځه ځلې اسیران تبادله کړي دي. په دې ترڅ کې ۲۱ اسراییلي یرغمل او ۷۳۰ فلسطیني بندیان خوشې شوې دي.

افغانه فرشته جامي د داعش سره د یوځای کېدو هڅې په تور مجرمه وپېژندل شوه

د فرشته جامي دا عکس د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو خپور کړی دی
د فرشته جامي دا عکس د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو خپور کړی دی

د بریتانیايي چارواکو په وینا، فرشته جامي، چې غوښتل یې له بریتانیا څخه افغانستان ته لاړه شي او د داعش ډلې سره یوځای شي، د محکمې له‌خوا مجرمه وپېژندل شوه.

د بریتانیا پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لیسټر ښار محکمې پرون (پنجشنبه) فرشته جامي مجرمه وبلله. د پولیسو په وینا، دغه ۳۶ کلنه ښځه د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو مجرمه پېژندل شوې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، فرشتې جامي د ځان او خپلو ماشومانو لپاره افغانستان ته د یو طرفه سفر ټکټونه اخیستي وو او غوښتل یې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شي.

د پولیسو له قوله، د هغې له کور څخه نغدې پیسې هم ترلاسه شوې دي.

همداراز، د بریتانیا پولیسو په اعلامیه کې راغلي، چې نوموړې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ پر ټولنیزو شبکو سخت‌دریځه او تاوتریخوالي ته هڅونکي مواد خپاره کړي دي.

فرانسې د سوریې په اړه لا زیاتو اقداماتو ته چمتووالی اعلان کړ

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) په پاریس کې د سوریې نړیوال کنفرانس ته په وینا کې وویل چې فرانسه چمتو ده چې د سوریې په جګړه کې د سختدریځو ډلو پر ضد لا زیات اقدامات وکړي.

هغه ټینګار وکړ:«سوریې ته باید ایران پلوه ملېشې بیا را نه شي.»

مکرون وړاندیز وکړ چې د لویدیځ تر ملاتړ لاندې د «سوریې دیموکراتیک ځواکونه» دې د سوریې له ملي ځواکونو سره یو ځای شي.

ده همداراز د سوریې له موقت حکومت څخه وغوښتل چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف سره د سختدریځو ډلو پر ضد همکاري وکړي.

یاد کنفرانس، چې د اروپايي او عربي چارواکو په ګډون جوړ شوی و، د بشار اسد د حکومت له پرزېدو وروسته د سوریې په اړه درېیمه نړیواله ناسته وه.

په دې غونډه کې د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر، اسعد الشیباني، هم ګډون درلود.

ولسمشر ټرمپ د تعروفو او مالیو فرمان لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر د «متقابل تجارت او تعرفو» فرمان لاسلیک کړ.

د دې فرمان پر اساس به امریکا ته د هغو هیوادونو پر وارداتي توکو مالیې او تعرفې لګول کېږي چې د امریکا پر صادراتو تعرفې لګوي.

دونالډ ټرمپ د پنجشنبې (د سلواغې ۲۵مه) په ماښام، د دې فرمان د لاسلیک پر مهال خبریالانو ته وویل:

«د انصاف د تامین لپاره» یې دا پرېکړه کړې.

ده همداراز وویل، دا د ټولو لپاره عادلانه ده، هېڅ هېواد شکایت نه شي کولای.

ټرمپ زیاته کړه:

«نور هېوادونه زموږ څخه مالیې اخلي، نو زه غواړم همدومره مالیې له دوی واخلم.»

دونالډ ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې ومنله چې دا پالیسي کېدای شي لنډمهاله انفلاسیون رامنځته کړي، خو په پایله کې به یې د امریکا د سوداګرۍ بازار ته وده ورکړي او هر ډول تجارتي ناانډولي به له منځه یوسي.

حماس وايي، د پلان سره سم د شنبې په ورځ درې برمته اسراییلیان راخوشي کوي

حماس وسله والې ډلې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پلان سره سم درې برمته اسراییلیان به راخوشي کړي.

د دې ډلې ویاند عبدالطیف القانوع اسوشيټدپرس خبري اژانس ته ویلي، دا برمته کسان به د شنبې په ورځ ازاد شي.

حماس ډلې د تیرې دوشنبې په ورځ ویلي و، اسراییلو په غزه کې اوربند نقض کړی نو ځکه د برمته وو، ازادیدل ځنډوي.

د اسراییلي برمته وو په راخوشي کیدو کې رامنځته شوي ځنډ ته په ځواب کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړی و، که چیرته ټول اسراییلي برمته کسان د راتلونکې اونۍ د شنبې تر ورځي راخوشي نشي، د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند شوی توافق به لغوه کړي.

حماس وسله واله ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګریز سازمان په توګه پیژندل کیږي.

پاکستان او ترکیې په خپل منځ کې د همکارۍ ۲۴ موافقې لاسلیک کړې

پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په لړ کې د دوو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ۲۴ موافقې او د تفاهم یادښتونه لاسلیک شول.

دواړو هیوادونو نن (پنشجنبې) په خپل منځ کې د ستراتیژیکو اړیکو د لا پیاوړتیا اعلامیه هم لاسلیک کړه.

د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ په لاسلیک شویو موافقو او یادښتونو کې د پوځي او ملکي هیتونو تبادله، د هوايي ځواکونو د الیکترونیکي جګړې همکاري، د پوځي روغتیا په برخه کې روزنه او همکاري، د هایډروکاربن په برخه کې د همکارۍ په تړون کې بدلون، کان‌کيندنه، د انرژۍ انتقال، د اوبو سکتور، کرنیز تخمونه، صنعت، روغتیا، درمل جوړونه او ګڼ شمېر نورې برخې شاملې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په دوه ورځیني سفر لاړ.

ده د دې سفر په لړ کې د پاکستان له ولسمشر او صدراعظم سره جلا جلا ولیدل.

د اسراییل پوځ د حماس د ګواښ په غبرګون کې احتیاطي سرتېري وروبلل

د اسراییل پوځ د دې لپاره احتیاطي سرتېري وروبلل، چې که د حماس افراطي ډله د اسراییلي یرغمل شوو د خوشي کولو بهیر ودروي، دوی د جګړې بیا بیلولو ته چمتو وي.

اسراییل خبرداری ورکړی، که نوې جګړه پیل شي، «سخته» به وي.

له تېرو ۳ اوونیو راهیسې د اوربند دوام ته د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.

اسراییل د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د احتیاطي سرتېرو د وربللو پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې حماس اعلان وکړ، دوی به د اسراییل او امریکا «ګواښونو» ته تسلیم نه شي. د اوربند د موافقې له مخې به د اسراییلي یرغمل شوو د خوشې کولو پر سر فشار ونه مني.

امریکا او ډېری لوېدیځ هېوادونه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې ټول اسراییلي یرغمل شوي باید د شنبې تر غرمې خوشي شي، کنه نو د غزې د اوربند تړون باید لغوه شي.

په جرمني کې په موټر ۲۸ تنه لارویان ټپیان کړل

د پېښې ځای
د پېښې ځای

د جرمني په مونشن ښار کې یوه موټر چلوونکي خپل موټر پر لارویانو وروستی دی چې له کبله یې لږ تر لږه ۲۸ تنه ژوبل شوي دي.

اسوشیتید پریس د جرمنی پولیسو له قوله لیکلي چې پیښه نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې مونشن ښار کې د خدماتي کارګرانو د اتحادیې له خوا د لاریون پر مهال شوې ده.

د جرمني پولیسو پر ایکس/ پخوانی ټویټر کی لیکلي چې موټر چلوونکی یې نیولی او د پیښې په اړه پلټنې کوي.

د جرمني پولیسو په وینا نیول شوی شکمن کس یو ۲۴ کلن دی او اصلاً افغان پناه غوښتونکی دی.

د مونشن ښاروال ډیتر ریټر رسنیو ته وویل چې هغه د پیښې له امله اندیښمن دی. د هغه په وینا ماشومان هم د ټپیانو په ډله کې شامل دي.

دا پیښه په جرمني کې په داسی حال کې کیږیي چې ټاکل شوې ده د مونشن امنیتي کنفرانس د جمعې په ورځ پیل شي او د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره نن ناوخته دې هیواد ته ورسیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG