نړۍ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، بهرنۍ اړیکې د ایالتي حکومت په صلاحیت کې نه دي
![د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی](https://gdb.rferl.org/d43e9055-31d5-4f38-8e64-b296ab5ef6d9_cx0_cy37_cw99_w250_r1_s.jpg)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت د هغه اعلان په غبرګون کې چې غواړي افغانستان ته دوه پلاوي ولېږي، پرون وویل چې بهرنۍ اړیکې د فدرالي حکومت صلاحیت دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون وویل: «د اساسي قانون له مخې، د بهرنیو اړیکو چارې د فدرالي حکومت صلاحیت دی.»
د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر سلاکار، محمد علي سیف، د یکشنبې په ورځ وویل چې د دې ایالت حکومت به دوه پلاوي افغانستان ته واستوي چې له کابل سره خبرې وکړي.
د محمدعلي سیف په وینا دا پلاوي د دې لپاره کابل ته استول کېږي چې د خبرو اترو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي او ډیپلوماټیکې چارې تنظیم کړي.
تر دې مخکې د جنورۍ په ۶ مه د خیبرپښتونخوا ایالت اعلي وزیر علی امین ګنډاپور ویلي و چې په دې ایالت کې د زیاتیدونکو ترهګریزو پیښو د مخنیوي لپاره به له فدرالي حکومت سره له مشورې وروسته یوه جرګه افغانستان ته ولیږي، چې د ده په خبره د بیلابیلو قومونو استازې به پکې ګډون ولري.
ګڼ شمېر اسراییلیانو د اوربند د دوام او د یرغملو د خلاصون لپاره مظاهرې وکړې
![](https://gdb.rferl.org/59f18237-6908-4b98-a09d-5cfedb056fbc_w250_r1_s.jpg)
د حماس د افراطي ډلې له خوا د اسراییل پر خاوره د برید او په غزې کې د جګړې د پیل له ۵۰۰مې ورځې سره سم، پرون (دوشنبې) په ټول اسراییل کې ګڼ شمېر خلکو د اوربند د غځولو او د زیات شمېر بنديانو د خوشي کېدو په ننګه مظاهرې وکړې.
مظاهره چیانو په تل ابیب ښار کې یوه مهمه څلورلاره بنده کړه، او یو شمېر معترضانو له هغو بنديانو سره د همغږۍ په نښه، چې لا هم د حماس په کنترول کې دي، د ۵۰۰ دقیقو لپاره د لوږې اعتصاب وکړ.
یوه خوشي شوي یرغمل اوهاد بن آمي، د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره په کتنه کې وویل: یوازې هغه څه چې دی یې غواړي د خپلو دوستانو خوشي کېدل او بیرته راستنیدل دي.
اوهاد بن آمي، چې لس ورځې پخوا خوشي شوی، همداراز وویل، په شپږ متره ځای کې له شپږو کسانو سره په خورا بد حالت کې بندي و، دی ازادی شو خو نور لا هم بندیان دي.
هغه زیاته کړه چې برمته د اسارت ورځې نه بلکې ثانیې او دقیقې شمېري.
د اوکرایین په اړه د اروپايي مشرانو بېړنۍ غونډه
![د الیزې ماڼۍ پر کړکۍ د اروپا بیرغونه تر سرمشریزې مخکې](https://gdb.rferl.org/e0ab9ec7-74a3-42be-8008-083f8e4bd938_w250_r1_s.jpg)
د اروپايي هېوادونو مشران نن د یوې بېړنۍ غونډې لپاره د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې راټول شوي دي څو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د پلانونو په اړه بحث وکړي.
اروپايي مشران وېره لري چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې د ختمولو په اړه په خبرو کې به دوی ته ونډه ورنه کړل شي. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د جرمني، برتانیا، ایټالیا، پولنډ، هالنډ اسپانیا، ډنمارک او فرانسې مشران د اروپايي ټولنې د شورا مشر انتونو کوستا، د اروپايي کمیسیون مشره اوزولا فان دیرلین او د ناټو عمومي منشي مارک روټه د ولسمشر ټرمپ د طرحې په غبرګون کې پر یوه ګډه ستراتیژي موافقه وکړي.
سویډن وايي له جګړې وروسته اوکرایین ته د سوله ساتي ځواک لېږلو ته چمتو دی
![د سویډن د بهرنیو چارو وزیره](https://gdb.rferl.org/5157f53c-d951-4929-a091-95cf5b43364e_cx0_cy5_cw0_w250_r1_s.jpg)
د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمیر ستینرګارد، ویلي، هېواد یې د اوکراین لپاره تر جګړې وروسته د سولې ساتنې ځواک په چوکاټ کې د سرتېرو لېږلو امکان نه ردوي.
هغې له رویټرز سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې لومړی باید یوه عادلانه او دوامداره سوله رامنځته شي چې د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي او ډاډ ورکړي چې روسیه په راتلونکو کلونو کې بیا د اوکراین یا بل هېواد پر وړاندې برید نشي کولی.
هغې زیاته کړه چې که داسې سوله ټینګه شي، حکومت به ټول احتمالات په پام کې ونیسي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د بریتانیا صدراعظمر، کایر سټارمر، اعلان وکړ چې که د روسیې سره د سولې تړون وشي، بریتانیا چمتو ده چې د سولې ساتنې دندې لپاره سرتېري اوکراین ته ولېږي.
سټارمر په یوه بیان کې وویل چې دا پرېکړه یې په اسانه نه ده کړې، خو د اروپا د امنیت لپاره اړینه ده.
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، سعودي عربستان ته رسېدلی ترڅو د روسي چارواکو سره د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.
جرمني دغه هېواد ته د سلګونو افغانانو الوتنې ځنډولي
![ولاړه الوتکه - انځور پخوانی دی](https://gdb.rferl.org/9b01a736-1e91-48d1-989e-3e396c76812f_w250_r1_s.jpg)
ځینو جرمني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هیواد د سلګونو افغانانو الوتنې ځنډولي او دوه چارټر الوتنې یې لغوه کړې دي. د ویلټ ام زونټاګ ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه افغانان چې الوتنې یې ځنډول شوي، لا دمخه یې د جرمني ویزې ترلاسه کړې دي.
ویل شوي چې دا الوتنې د جرمني د بیا میشتیدنې د پروګرام یوه برخه وه چې هدف یې دغه هېواد ته د سلګونو افغانانو لیږدول وو.
ډېری افغانان چې په افغانستان کې یې له جرمن ځواکونو، بنسټونو او موسسو سره اوس مهال له پاکستان او نورو هیوادونو څخه جرمني ته د تلو په تمه دي.
جرمني دغه هېواد ته د افغانانو د لېږد پروسه وروسته له هغه ځنډولې چې تېره پنجشنبه په مونیخ کې یوه افغان کډوال په خپل موټر باندې لسګونه کسان ووهل.
د فرهاد په نوم افغان کډوال چې تر دې برید وروسته نیول شوی خپل موټر په مونیخ ښار کې د تجارت د اتحادیې په لاریونوالو وروست. په هغه برید کې لږ تر لږه ۳۹ کسان ټپیان شول چې له ډلې یې وروسته یوې دوه کلنې ماشومې او ۳۷ کلنې مور یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د فنلنډ ولسمشر اوکراین ته د وسلو د لیږلو او پر روسیې د اعظمي فشار غوښتنه وکړه
![د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټاب](https://gdb.rferl.org/8a72f478-884d-4170-b763-cb032a1c639b_w250_r1_s.jpg)
د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټاب وړاندیز وکړ چې په روسیې همدارنګه باید د شتمنیو بندیزونه هم ولګول شي. دا څرګندونې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او روسیې ترمنځ د احتمالي خبرو اترو په درشل کې وشوې
د فنلنډ ولسمشر او نور اروپايي مشران د مونیخ د امنیتي کنفرانس په وروستۍ ورځ هڅه کوله چې وښيي اروپا کولی شي د اوکراین په جګړه کې له خبرو څخه عمل ته لاړه شي.
په عین حال کې، فرانسه د یوې غونډې کوربه توب کوي ترڅو د امریکا د قوي ډیپلوماسۍ په وړاندې د اروپا غبرګون پیاوړی کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د اروپايي هیوادونو مشران د دوشنبې په ورځ په پاریس کې "بیړنۍ کاري غونډې" ته وربللي ترڅو د اوکرایین په اړه د اروپا د راتلونکو اقداماتو اړوند بحث وکړي.
اروپا دا هڅې د امریکا د تېرې اوونۍ د څرګندونو په دوام کړي.
راپورونه ښيي چې د برتانیا صدراعظم کاییر سټارمر، د ډنمارک صدراعظم میټ فریډریکسن او د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټسک د هغو کسانو په ډله کې دي چې ټاکل شوې په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د اوکراین له جګړې څخه د چټک وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅو په اروپا کې اندیښنې او بې باوري راپارولې ده.
د نړۍ ۷ سترو صنعتي هیوادونو د ایران او روسیې د اتحاد د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه
![](https://gdb.rferl.org/6b241837-1e87-4846-96c8-1ef154d453d1_w250_r1_s.jpg)
د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) د بهرنیو چارو وزیرانو ایران ته د پوځي مرستو ورکړه، د اتومي پروګرام په برخه کې د دې هیواد بېثباته کوونکي اقدامات، او د سیمې له ملېشو سره د تهران ملاتړ وغانده.
په ورته وخت کې، د روسیې او اوکراین لپاره د دونالد ټرمپ ځانګړي استازي اعلان وکړ، چې امریکا به هڅه وکړي چې د روسیې او ایران اتحاد کمزوری یا پرې کړي.
د امریکا، کاناډا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو، د شنبې په ورځ (۲۷ سلواغه) د اروپایي اتحادیې له جګپوړي استازي سره، د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې غونډه وکړه.
د کاناډا په مشرۍ د G7 وروستۍ اعلامیه ښيي چې غړو هېوادونو د روسیې د ویجاړوونکې جګړې پر ضد د اوکراین د اوږدمهاله سولې لپاره د مرستې ژمنه تازه کړې، او ټینګار یې کړی چې باید قوي امنیتي ضمانتونه برابر شي، څو جګړه بیا پیل نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ د سفر په لړ کې اسراییل ته ورسید
![](https://gdb.rferl.org/24a3181e-3a2d-4db8-9680-023c9e24c72e_w250_r1_s.jpg)
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د منځني ختیځ په سفر وتلی او اسراییل ته رسیدلی دی.
ښاغلی روبیو، چې د مونشن د امنیتي کنفرانس له ګډون وروسته منځني ختیځ ته روان شوی، پرون (شنبې) ماښام یې د تلابیب په بنګوریون هوایي ډګر کې د اسراییل د باندنیو چارو وزیر ګیدیون سعار هرکلی وکړ.
تمه ده چې د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له اسراییلي صدراعظم بنیامین نتانیاهو او نورو جګپوړو چارواکو سره ویني.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي څو ورځې وړاندې ویلي و چې مارکو روبیو به د دې سفر په ترڅ کې د حماس د بریدونو د پایلو، او همداراز د غزې د راتلونکې په اړه د ډونالډ ټرمپ د وړاندیز په تړاو خبرې وکړي.
حماس، چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې ترهګره ډله ګڼي، تیره اوونۍ اعلان وکړ، چې نور به اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشي نه کړي، چې له دې سره د غزې اوربند د ماتېدو له ګواښ سره مخامخ شو.
د اوکراین د جګړې په اړه امریکا او روسیه په سعودي کې خبرې کوي
![](https://gdb.rferl.org/1d45207b-9fc5-4a58-9240-e179e9c01174_w250_r1_s.jpg)
امریکایي چارواکي وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې یو ډیپلوماتیک پلاوی د خبرو لپاره سعودي عربستان ته استوي.
د ازادې اروپا آزادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د دغه پلاوي د سفر هدف په اوکراین کې د نژدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له اوکراین او روسیې سره د خبرو پیلول دي. یوشمیرچارواکو امریکایي رسنیو ته پرون شنبې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، او د منځني ختیځ لپاره استازی سټیو وټکاف به په دې خبرو کې ګډون وکړي. د امریکا یي چارواکو په وینا، د اوکراین او روسیې لپاره د ټرمپ استازی کیت کیلاګ په دې پلاوي کې نه دی شامل.
امریکایي چارواکو خبریالانو ته دا هم وویل چې په خبرو اترو کې د نورو متحدانو د استازو د شاملولو کوم پلان نشته.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ۱۲ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له ټیلفوني خبرو وروسته وویل چې دوی دواړو په دې سلا کړې چې په سعودي عربستان کې سره وګوري.
په اتریش کې یوه سوري څو تنه په چړې ووهل
![](https://gdb.rferl.org/cededf45-873f-4fa8-aa8f-b0759dc7d16c_w250_r1_s.jpg)
د اتریش په جنوب کې پرون شنبې یو ۱۴ کلن هلک هغه مهال مړ او پنځه تنه نورټپیان شول چې یو کس پر خلکو د چاړې ګوزارونه وکړل.
د پولیسو په وینا، مشکوک کس یې چې ۲۳ کلن دی، د فیلاخ په ښار کې نیولی دی. د پولیسو په وینا، هغه د سوریې تبعه دی چې په اتریش کې قانوني استوګنه لري. د پیښې ټول قربانیان نارینه ښودل شوي او ویل شوي چې دوه کسان سخت ټپیان شوي او د درې نورو ټپونه برسیرن دي.
د پولیسو ویاند، راینر دیونیسیو، وویل چې د برید انګیزه سمدستي نه ده څرګنده. هغه زیاته کړه چې پولیس د بریدګر سابقه څیړي او زیاته یې کړه چې "موږ باید انتظار وباسو ترڅو چې باوري معلومات ترلاسه کړو."
د اتریش پولیسو ویلي چې یوه ۴۲ کلن سړي چې د خوراکي توکو د لیږدولو یوه شرکت سره کارکوي او هغه هم د سوریې تبعه دی، هغه مهال د حالت د لاخرابیدو په مخنیوي کې مرسته وکړه چې خپل موټر یې د مشکوک کس پرلور وروست.
پولیسو وویل چې دا لا روښانه نه ده چې مشکوک کس دا برید په یوازې سر کړی که نه، او دوی د نورو احتمالي مشکوکو کسانو لټون ته دوام ورکړی.
وروسته له هغې چې په ډسمبرمیاشت کې په سوریه کې د بشاراسد رژیم ړنګ شو، د اتریش په ګډون یو شمیر اروپایي هېوادونو اعلان وکړ چې د سوري وګړو د پناه غوښتنې پرېکړې یې ترهغو چې د هیواد سیاسي وضعیت څرګند شي، ځنډولې دي.