د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

نړۍ

زاروبینا امریکا ته د درواغو په ویلو او د روسیې استخباراتو سره د اړیکو په دوام تورنه شوې

د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې ودانۍ
د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې ودانۍ

د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې یا "ایف‌بي‌آی" FBI د روسیې وګړې نوما زاروبینا د متحدوایالتونو د قانون د تنفیذ ادارو ته د درواغو په ویلو او د روسیې له استخباراتي سره د اړیکو په دوام تورنه کړې.

"ایف‌بي‌آی" همداراز د روسیې له یوې مشکوکې اجنټې سره چې د امنیتي ادارو تر تعقیب لاندې وه، خو له امریکا څخه وتښتېده په اړیکو تورنه کړې ده.

د "ایف‌بي‌آی"د تورونو له مخې چې د تېرې نومبر میاشتې په وروستیو کې د نیویارک ښار د یوې جنوبي ولسوالۍ محکمې ته وړاندې شول، مېرمن زاروبینا په ۲۰۲۰م کال کې د روسیې د امنیتي خدماتو د ادارې FSB له خوا استخدام شوې او د الیسا په مستعار نوم یې فعالیت کاوه.

د لګېدلو تورونو له مخې نوموړې په ژورنالیستانو او کارپوهانو کې د تماس د یوې شبکې د جوړولو هڅه کوله او په عین حال کې یې د سایبریا په تومسک ښار کې په خپل پلرني ټاتوبي کې د "ایف‌ایس‌بي" FSB د یوه افسر په لارښوونه کار کاوه.

زاروبینا اوس مهال د ۲۵زره ډالرو په مالي ضمانت خوشې شوې، خو له نیویارک څخه پر وتلو او د روسیې له چارواکو سره پر تماسونو یې بندیز لګېدلی او خپل پاسپورټ یې هم تسلیم کړی دی.

د چمن پرلتوالو د سپین بولدک-چمن دروازې د بندولو خبرداری ورکړ

په چمن کې دروان پرلت یو انځور
په چمن کې دروان پرلت یو انځور

د چمن پرلتوالو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که تر سبا چارشنبې د سپین بولدک چمن د دروازې کاروباریانو او عامو مسافرو ته د افغانستان په تذکرو او پاکستاني شناختي کارډونو د تګ راتګ اجازه ورنه کړي، نو دوی به دا لاره د صادراتو او وارداتو پرمخ بنده کړي.

د پرلتوالو مشر صادق خان ازادي راډیو ته وویل چې پر دې اسنادو د پاکستان د حکومت د بندیز په نتیجه کې قاچاقبرانو ته امکان برابر شوی چې له خلکو څخه په غیرقانوني ډول پیسې واخلي.

د چمن پرلت شاوخوا څوارلس میاشتې مخکې هغه مهال پیل شو چې د پاکستان حکومت پر چمن-سپین بولدک لاره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د لرلو شرط وضع کړ.

پرلت کوونکي استدلال کوي چې دې شرط د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

ګرجستان کې د حکومت ضد مظاهره‌چيان نن سهار د پوليسو له لوري خواره شول

ګرجستاني پوليس
ګرجستاني پوليس

په ګرجستان کې د حکومت مخالف معترضان چې په تېرو پنځو شپو کې یې له امنیتي ځواکونو سره نښتې وکړې نن سهار خواره شول.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌‌‌مخې، پولیسو د مظاهره‌‌‌چیانو د تیت‌و‌پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو شیندلو ماشینونه وکارول.

دا مظاهرې تر ۲۰۲۸ کاله په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب د مذاکراتو د ځنډولو لپاره د حکومت د طرحې په مخالفت کې پیل شوې.

معترضان وروسته له هغه لارو کوڅو ته راووتل چې، د ګرجستان د هیلو په نوم واکمن ګوند د نوامبر په ۲۸مه په‌دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.

د امريکا سنا جرګې له افغانستانه د وروستي وتلي امريکايي پوځي د سترجنرالۍ ارتقا ومنله

له افغانستانه وروستی وتلی امریکايي جنرال کریستوفر دوناهو
له افغانستانه وروستی وتلی امریکايي جنرال کریستوفر دوناهو

د امریکا سنا جرګې د هغه جنرال ارتقا ومنله چې، د وروستي امریکايي پوځي په توګه د افغانستان له خاورې ووت او په‌‌دې ترتیب یې شل‌کلن پوځي حضور پای ته ورساوه.

سترجنرالۍ ته د ډګرجنرال کریستوفر دوناهو ارتقا د څه وخت لپاره د جمهوري پاله سناتور مارکوین مالین له‌خوا ځنډول شوې وه.

سنا جرګې د دوشنبې په ورځ د جنرال دوناهو نوې رتبه تایید کړه.

جنرال دوناهو د ۸۲هوايي قطعې قومندان دی او له‌‌دې وروسته ممکن په اروپا یا افریقا کې د امریکايي پوځیانو قومانده ورکړل شي.

یوشمېر جمهوري پاله سناتوران د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو کې له افغانستانه د وتلو د ګډوډۍ پړه پر امریکایي جنرالانو او قومندانانو اچوي.

منتخب جمهور رییس ډونالډټرمپ چې له افغانستانه د وتلو په بڼه د ولسمشر جوبایډن پر ادارې کلکې نیوکې کړي، په خپلو ویناو کې ګواښ کړی چې له افغانستانه د وتلو د ګډوډې پروسې ټول ښکېل پوځي قومندانان او مسوولین به له دندو ګوښه کړي.

له افغانستانه د امریکا د وتلو په پروسه نیوکې تر هغه وروسته زیاتې شوې چې، د اګست په ۲۶مه د کابل هوایي ډګر ته څېرمه په یوه خونړي برید کې لږترلږه ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.

په هغه برید کې تر ۱۷۰ زیات افغان ملکیان هم وژل شوي وو او سلګونه نور ټپیان وو.

جمهوري پاله منتقدین وايي، پوځي قومندانانو کولای شوای د هغه برید مخه ونیسي خو خپل مسوولیتونه یې سم ادا نه‌کړل او ناغیړې یې وکړه.

پر لبنان د اسراييلو بريد کې نهه کسان وژل شوي

پر لبنان د اسراييلو بريد
پر لبنان د اسراييلو بريد

د اسراییلو پوځ وايي، د حزب‌الله د بریدونو په غبرګون یې په لبنان کې د یادې ډلې لسګونه اهداف ویشتلي دي.

حزب‌الله د امریکا له‌‌خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې.

د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې، د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږترلږه نهه کسان وژل شوي.

د دغه وزارت په بیان کې راغلي، د لبنان په جنوب کې د نبطیه په ولایت کې پنځه کسان په حاریص او څلور کسان په طلوسه ښارګوټو کې وژل شوي.

د اسراییلو پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي، وروسته له هغه یې په لبنان کې د حزب‌‌الله مواضع تر برید لاندې راوستل، چې دې ډلې د اسراییلو په شبعا ځمکو باندې دوه ګولۍ توغولي دي.

د اسراییلو او حزب‌الله تر منځ د امریکا او فرانسې په منځ‌ګړیتوب اوربند ټینګ شوی، خو دواړو خواو تېر شپږ ورځې څو واره یو بل د اوربند په ماتولو تورن کړي.

کورمه کې له فرقه‌يي نښتو وروسته د اوربند سره ‌سره سيمې ته غځېدلې لارې بندې دي

پاکستاني پوځيان
پاکستاني پوځيان

د خیبرپښتونخوا په کورمه سیمه کې، له خونړیو فرقوي نښتو وروسته بالاخره اوربند ټینګ شوی خو لا هم دې سیمې ته غځېدلې لارې بندې دي.

ځايی رسنیو پرون (دوشنبې) وویل چې د دواړو ښکېلو خواو وسله‌وال کسان له مورچو وتلي او خپل سنګرونه یې ملېشه ځواک ته سپارلي دي.

د پاړه‌چینار او ټل ترمنځ او همداراز له افغانستان سره د پاړه‌‌چنار د خرلاچۍ لار بنده ده.

په‌‌‌دې سیمه کې وروسته له‌‌‌دې اوربند وشو چې قومي مشرانو په جرګه کې په‌‌دې اړه پرېکړه وکړه.

پرون (دوشنبې) له یوولس ورځو جګړو وروسته ښوونځي او دوکانونه هم پرانیستل شول، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې، د لارو د بندېدو له کبله خوراکي مواد نه موندل کېږي یا ډېر لږ موندل کېږي.

په کوزه کورمه کې د تېر نوومبر په ۲۲مه نښته پیل شوه او په لړ کې یې لږترلږه ۳۵ تنه ووژل شول او تر ۱۰۰۰ ډېر نور ژوبل شول.

همداراز په‌‌‌دې نښتو کې لږترلږه ۱۰۰ دوکانونه او تر ۵۰۰ ډېر کورونه سوځول شوي او تر زر ډېر کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي.

يو څېړنيز راپور: پاکستان کې تېر نومبر ۲۴۵ کسان وژل شوي

پاکستان کې د ناامنۍ د يوې پېښې انځور
پاکستان کې د ناامنۍ د يوې پېښې انځور

په پاکستان کې هغه ناحکومتي اداره، چې په دغه هېواد کې د مرګ‌‌ژوبلو راپورونه خپروي وايي چې، په تېر نوومبر میاشت کې د پاکستان د ناامنیو په دوام کې د ۶۸ امنیتي ځواکونو په شمول ۲۴۵ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیت د څېړنو انستیتیوت پرون په خپل میاشتني راپور کې وویل، د ۶۸ پوځیانو او ۵۰ ملیکانو ترڅنګ ۱۲۷ وسله‌وال مخالفان هم وژل شوي دي.

د راپور له‌مخې، تر ټولو ډېره مرګ‌‌ژوبله په خیبرپښتونخوا کې پېښه شوې ده.

په‌‌‌دې ایالت کې په ۵۰ بریدونو کې ۷۱ تنه وژل شوي او ۸۵ نور ژوبل شوي دي.

په بلوچستان ایالت کې بیا په شلو بریدونو کې ۶۰ تنه وژل شوي دي.

په راپور کې د سند ایالت او اسلام‌‌اباد په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو خیبرپښتونخوا ته څېرمه د پنجاب په میاوالي سیمه کې د یوې حملې راپور ورکړل شوی دی.

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو انستیتیوت د روان ۲۰۲۴ په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په وسله‌والو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر یو زرو ۸۰ تنه ښودلی دی.

ترکیې د سوریې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي دي چې، په خپلو کې خبرې وکړي

سوريه
سوريه

د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان نن په انقره کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ګډې خبري غونډې ته وویل، وروستیو پرمختګونو وښوده چې د سوریې حکومت باید له خپلو خلکو او وسله‌والو مخالفینو سره موافقې ته ورسېږي.

هغه همداراز غوښتنه وکړه چې په آستانه کې د روسیې، ایران او ترکیې د درې اړخیزو خبرو لړۍ بیا پیل شي.

مسکو او تهران د سوریې په جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي او انقره بیا د سوریې د ملي پوځ په نوم د هغې ډلې ملاتړ کوي چې بېلابېلې وسله‌‌والې ډلې په‌کې راټولې شوې دي.

له‌‌دې مخکې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې و، چې ایران پلوې وسله‌‌والې ډلې له عراق څخه سوریې ته ننوتې دي او د کلابندو دولتي ځواکونو د ملاتړ لپاره تېره شپه د سوریې شمال ته واستول شول.

د سوریې د پوځ سرچینو رویټرز ته ویلي، په‌‌دې ډلو کې حشدالشعبي، د عراق کتایب حزب‌‌الله او د فاطمیون لښکر شامل دي.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې سني وسله‌‌والو د جمعې په ورځ د سوریې په حلب ښار کې پر پراخو سیمو ولکه ټینګه کړه.

د جرمني صدراعظم نن په يو ناڅاپي سفر د اوکراين پلازمېنې کييف ته ولاړ

د جرمني صدراعظم په کييف کې
د جرمني صدراعظم په کييف کې

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ نن (د لیندۍ ۱۲مه) د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.

شولڅ په کییف کې ژمنه وکړه چې، هېواد به یې د اوکراین پوځ ته په روانه میاشت کې د ۶۵۰ میلیون یورو په بیه اضافي وسلې برابرې کړي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، جرمني به لاهم په اروپا کې د اوکراین تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی هېواد وي.

د جرمني صدراعظم په اورګاډي کې کییف ته ورسېد او له ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي سره یې وکتل.

شولڅ او زیلینسکي له کتنې وروسته په ګډه د اوکراین د ټپي سرتېرو لیدلو ته ورغلل.

ګرجستان کې د حکومت ضد مظاهرې لا هم دوام لري

ګرجستان کې د لاريونونو له بهيره يو انځور
ګرجستان کې د لاريونونو له بهيره يو انځور

د ګرجستان ولسمشرې د اپوزیسیون د څو مشرانو له نیول کېدو وروسته ویلي دي چې، هېواد یې د پاڅون په حال کې دی.

سالومې زورابیشویلي چې په خپله هم د حکومت پر ضد د اعتراضونو ملاتړ کوي، دا څرګندونې له فرانس انټر رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې پولیسو په پلازمېنه تبلیسي کې د څلورمې پرله‌‌پسې شپې په مخه د خلکو مظاهرې تیت پرک کړې.

دا اعتراضونه د حکومت د هغه پلان پر ضد پیل شوي دي چې، غواړي تر ۲۰۲۸ کال پورې په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب پلان وځنډوي.

د راپورونو له‌‌مخې پولیسو تر اوسه لږترلږه ۲۰۰ کسان نیولي دي، خو د تېرې شپې د نیول شویو کسانو شمېر نه‌دی معلوم.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG