د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۴

نړۍ

د اوکراین ولسمشر وایي، د سولې د خبرو د بیا پیلولو د هڅو په ترڅ کې ترکیې ته ځي

د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي وایي چې د چهارشنبې په ورځ به ترکیې ته ولاړشي او هڅه به وکړي چې د سولې خبرې او له روسیې سره د جګړې د بندیانو تبادله بیرته پیل شي.

استانبول د روان کال په پیل کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د مستقیمو خبرو د درې پړاوونو کوربه وچې بې نتیجې پای ته ورسید. مسکو چې وړاندیز شوی اوربند یې ردکړ، له هغې راهیسې د اوکراین پرښارونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

زیلینسکي د سه شنبې په ورځ وویل: "موږ د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره چمتووالی نیسو، او د حل لارې لپاره وړاندیزونه به له خپلو شریکانوسره شریک کړو." هغه ندي ویلي چې ترکیې ته په سفرکې به له کومو چارواکو سره ګوري.

په می او جولای میاشتو کې دواړه لوري یوازې یوبل ته د بندیانو او په جګړو کې د وژل شویو سرتیرو پر سپارلو موافقه وکړه چې د وروستۍ تبادلې په ترڅ کې یې چې د اکتوبر په لومړیو کې ترسره شوه، مسکو او کییف هر یو ۱۸۵ بندیان سره تبادله کړل.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې په ځینو هېوادونو به د ویزو بندیز ولګوري

انګلیش چاینل کې د پناه غوښتونکي ټیوبي بیړۍ
انګلیش چاینل کې د پناه غوښتونکي ټیوبي بیړۍ

دغه وزارت دا خبرداری د ناقانونه کډوالو په بېرته ستنولو کې د یو شمېر هېوادونو د نه همکارۍ په خاطر ورکړی دی.
ډېر ګواښ افریقايي هېوادونو له هغې ډلې انګولا، نامیبیا او کانګو جمهوریت ته متوجه دی.

بریټانیا سږ کال تر جون پورې د کار، زده کړو، کورنۍ،بشري مساییلو په خاطر لږ تر لږه ۸۳۴زرو کسانو ته ویزې ورکړي چې په قانوني توګه دغه هېواد ته سفر وکړي.

دا خلک اکثر د هند، چین، پاکستان، او امریکا اتباع دي.

برعکس هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریټانیا ته تللي او دغه هېواد یې د اکثرو د ایستلو ګواښ کړی په سر کې یې د افغانستان نوم راغلی.

له هغو ټولو نږدې ۴۲نیمو زرو کډوالو چې له غیر عادي لارو بریټانیا ته رسېدلي اول سر کې افغانان دي چې شمېر یې نږدې ۶۶۰۰ ته رسیږي.

بریټانوي حکومت د ناقانونه کډوالو پر ضد د سختو پالیسیو د لګولو په لټه کې دی.
تمه کېږي چې د دایمي اقامې لپاره د استوګنې موده ۲۰ کلونو ته وغځول شي او که د ځینو پناه غوښتونکو هېوادونه امن وګڼل شي بېرته ور استول کېدی هم شي.

د اماراتو هوايي شرکت ۶۵ نوې لویې الوتکې اخلي

د بوینګ یوه مسافروړونکې الوتکه
د بوینګ یوه مسافروړونکې الوتکه

د اماراتو هوايي شرکت غواړي ۶۵ نوې لویې بویینګ ۹-۷۷۷ ډوله مسافروړونکې الوتکې وپیري.

دا پریکړه نن د دوبۍ د هوايي نندارتون په پرانیسته کې اعلان شوه.

د دغه تړون ارزښت ۳۸ میلیارد ډالره بلل شوی.

دا تړون به د نړۍ په کچه د لویو مسافروړونکو الوتکو په پېرلو کې د اماراتو د هوایي شرکت دریځ لا پیاوړی کړي.

بوینګ شرکت هم موافقه کړې چې د لویو مسافروړونکو الوتکو د جوړولو امکانات سنجوي.

یوې محکمې د بنګله دیش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه په مرګ محکومه کړه

د شیخ حسینې یو پخوانۍ عکس - هغې اوس هند ته پنا وړې
د شیخ حسینې یو پخوانۍ عکس - هغې اوس هند ته پنا وړې

پر هغې د "بشریت ضد جرمونو" تور لګول شوی.

۷۸ کلنه شیخ حسینه چې اوس هند ته پناه وړې د محکمې دې محاکمې ته له ورستنېدو ډډه وکړه.

محاکمه د هغو تورونو د څېړلو لپاره وه چې ویل کېږي شیخ حسینې د زده کوونکو په مشرۍ د پاڅونوالو پر ضد د ځپونکو اقداماتو امر ورکړی وو.

په بنګله دېش کې د مرګ سزا د اعدام په واسطه ترسره کیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځ بالکان هېوادونو د سفر په لړ کې نن مونتي نیګرو او سربیا ته ځي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول د یکشنبې په ورځ د شپږو لویدیځ بالکان هیوادونو په سفر کې سارایوو ته ورسید چې له اروپایي ټولنې سره د دغو هېوادونو د یوځای کېدو پر سر خبرې وکړي.

د جرمني خبري اژانس ویلي، وادفول د بوسنیا هرزګوینا له چارواکو سره خبرو کې ویلي، د اروپا په زړه کې سوله او ثبات یوه اړتیا ده او د بوسنیا له حکومت څخه یې وغوښتل چې د اروپايي اتحادیې په لور خپل سفر ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې نوموړی نن دوشنبې مونټینیګرو او البانیا ته سفر وکړي او ماښام سربیا ته الوتنه وکړي.

وادفول تر سفر مخکې له بالکان هېوادونو وغوښتل چې نور اصلاحات هم عملي کړي.

عراقچي: ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته د یورانېمو پخول درولي دي

عباس عراقچي
عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، هېواد یې پر دوی د اسراییل او امریکا د جون میاشتې تر ویجاړونکو بریدونو وروسته، هیڅ ځای کې یورانیم نه پخوي.

عراقچي پرون یکشنبه ( د لړم ۲۵مه) یوې غونډې ته وویل، ایران که څه هم ځان ته د دې کار حق ورکوي، خو په وینا یې دا کار نه کوي او ټولې اټومي بټۍ یې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تر څار لاندې دي.

اسراییل او متحده ایالتونو په تېره جون میاشت کې د ایران پر مهمو اټومي او پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل او د پام وړ زیان یې ور واړوه.

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز، چې د سپوږمکۍ انځورونه یې څیړلي وایي، د ایران په دریو ویجاړو شویو بټیو اصفهان، نطنز او فوردو کې ډېر کم فعالیت ترسترګو کیږي.
دغو څيړونکو ویلي، یوازې نطنز اټومي بټۍ ته نژدې پیکاکس غره کې د رغونې چارې پيل کړي دي.

د فرانسې له یوه موزیم څخه د سل میلیونه ډالرو په ارزښت غلا شویو ګاڼو د موندلو هڅې روانې دي

د لوور موزیم ګاڼې
د لوور موزیم ګاڼې

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، د لوور له مشهور موزیم څخه د غلا شویو ګاڼو د بیرته موندلو هیلې شته.

د جرمني د خبري اژانس پر اساس لوران نونز نن یکشنبه ( د لړم ۲۵مه) ویلي، هیڅ شواهد نشته چې وښيي غلا شوې ګاڼې دې چیرته پلورل شوې وي.

د اکتوبر په ۱۹مه د غلو یوې ډلې له لوور موزیم څخه د شاوخوا سل میلیونه ډالرو په ارزښت ګاڼې غلا کړې.

غلو د موزیم مخې ته یو بارړونکی موټر چې لوړو ودانیو ته د ختلو پر وسیلو سمبال و، پارک او بیا یې غلا وکړه.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، د څلورو مشکوکو غلو له ډلې احتمالا درې تنه یې نیول شوي دي.

ترکیه کې په ظاهره غذایي مسمومیت د یوې جرمني کورنۍ درې غړي مړه کړي

د ترکیې یوه څنډه، ارشیف
د ترکیې یوه څنډه، ارشیف

د ترکیې پولیسو د خوړو د مشکوک مسمومیت له کبله د یوې جرمنۍ میرمنې او دوو ماشومانو تر مړینې وروسته درې تورن کسان نیولي دي.
دغه جرمنۍ ښځه له خپل خاوند او یوه شپږ کلن زوی او درې کلنې لور سره د تیرې اونۍ په یکشنبې استانبول ته تللي وو.

د ښځې خاوند د روغتون د بیړنیو حالاتو په څانګه کې بستر دی.

د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

د ترکیې انادولو خبري اژانس ویلي، درې تورن کسان د هغه هوټل کارکوونکي دي چې د دغې جرمنۍ کورنۍ کوربه توب یې کاوه.

د جرمني خبري اژانس بیا ویلي، ټول نیول شوي تورن کسان ۷ تنه دي.

تراوسه لابراتواري څیړنې نه دي بشپړې شوي، خو د مرګ لامل په ظاهره غذایي مسمومیت بلل شوی دی.

تر دې پيښې وروسته دوه نور ګرځندویان هم د مسمومیت له کبله په روغتون کې بستر شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په انرژي سکتور کې د پراخو اصلاحاتو ژمنه کوي

د اوکراین ولسشمر ولودیمیر زیلنسکي، ارشیف
د اوکراین ولسشمر ولودیمیر زیلنسکي، ارشیف

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په انرژي سکتور کې د پراخو اصلاحاتو ژمنه وروسته لدې وکړه چې په دغه سکتور باندې د پراخ اداري فساد تورونه لګیدلي او ویل کې چې د ولسمشر یو پخوانی ملګری او سوداګري شریک هم په کې لاس لري.

زیلنسکي د شنبې په ورځ وویل چې لږترلږه د انرژي د دریو دولتي شرکتونو مشران به ګوښه کړای شي او په ځای به یې نور کسان وګمارل شي او نوربدلونونه هم په لار دي.

زیلینسکي په خواله رسنیو کې وویل : " د انرژي د سکتور په لویو دولتي شرکتونو کې بشپړ اصلاحات پیلوو."

وبه لیدل شي چې ایا دا بدلونونه به د زیلینسکي څخه د ولسي فشار کمولو او د کیف د لویدیځو متحدینو د قناعت لپاره کافي وي کنه.

په داسې حال کې چې اوکراین د روسیې دیرغل په وړاندې جنګیږي لویدیځو متحدینو له کیف غوښتي چې دادارې فساد د مخنیوي لپاره لازیاتې هلې ځلې وکړي.

د غزې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې اختلاف

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه ، ارشیف
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه ، ارشیف

د غزې د شخړې دحل په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې اختلاف رامینځ ته شوی دی.

د جرمني خبري اژانس رپوټ ورکوي چې متحدوایالاتو او روسیې د غزې د شخړې په اړه امنیت شورا ته د پریکړه لیکونو متضادې مسودې وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډیپلوماتانو په وینا امنیت شورا امکان لري راتلونکې اونۍ په دې هکله رایې واخلي.

د متحدو ایالاتو لخوا د پریکړه لیک وړاندې سوې مسوده هڅه کوي د منځني ختیځ دسولې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان ملاتړ وشي.

په ملګرو ملتونو کې دامریکايی ډیپلوماتانو د پنجشنبې ورځې اعلامیې وویل: "موږ د امنیت شورا څخه غوښتنه کوو چې د دې تاریخي شیبې څخه ګټه پورته کړي ترڅو د دې پریکړه لیک ملاتړ کولو سره په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي."

مصر، قطر، متحده عربي امارات، پاکستان، سعودي عربستان، اردن او ترکیې د متحده ایالاتو د مسودې ملاتړ کړی دی.

خو روسیې خپل پریکړه لیک وړاندې کړی، چې په کې فلسطین د یو دولت په توګه پیژندل شامل دي. چین اشاره کړې چې د روسیې د مسودې ملاتړ ته چمتو دی.

روسیه، چین او امریکا په امنیت شورا کې د ویټو حق لري - پدې معنی چې هره هغه پریکړه چې دوی یې پر ضد رایه ورکړي نشي تصویب کیدای.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG