نړۍ
د غزې چارواکي وايي، د اسراییل په تازه هوايي حملو کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي دي
د غزې د تړانګې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییل په پرونیو هوايي حملو کې د دوو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت چې حماس ډله یې اداره کوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو په بمباریو کې د ۵۹ کسانو د وژل کېدو او له ۲۷۰ د ډېرو نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
اسراییلو د غزې پر تړانګه دا حملې وروسته له هغه پیل کړې چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه ناڅاپه پر اسراییلو برید وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې له ۱۵ میاشتنې جګړې وروسته د اوربند د ټینګولو لپاره په قطر کې د منځګړو هڅې بیا چټکې شوې دي.
قطر، مصر او متحدایالات چې د دې خبرو منځګړتوب کوي، له څو میاشتو راهیسې د اسراییلو او حماس ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره هڅه کوي خو د دوی هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.
د حزب الله مشر وايي، له اوربند څخه د اسراییل سرغړونو ته شپېته ورځې انتظار نه شي کولای
د حزب الله مشر نعیم قاسم وايي د ده ډله له لبنان څخه د اسراییلو د شاتګ د ۶۰ ورځني مهلت له پای ته رسېدو مخکې له اوربند څخه د اسراییل سرغړونو ته د ځواب ویلو لپاره چمتو ده.
د اسراییل او حزب الله ترمنځ کاواکه اوربند د دواړو لورو له جګړې وروسته د نوامبر په ۲۷مه نافذ شو، خو دواړه لوري یو- بل د اوربند په ماتولو تورنوي.
ښاغلي قاسم پرون (د جنوري ۴مه) وویل موږ اوربند ته فرصت ورکوو چې عملي شي او زغم هم لرو، خو هغه ټینګار وکړ چې دا په دې معنا نه ده چې دوی به ۶۰ ورځې انتظار کوي.
متحدایالتونه حزب الله چې د سیاسي فعالیت ترڅنګ پوځي څانګه هم لري، د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په خپل تور لیست کې شامله کړې ده.
د اسراییل، لبنان، فرانسې، امریکا او د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو د استازو په ګډون یوې کمیټې ته د اسراییل او حزب الله ترمنځ د اوربند د څارنې دنده سپارل شوې ده.
په کورمه کې د پولیسو پر موټر په برید کې ۷ تنه ټپیان شوي
په پاکستان کې وسلوالو کسانو نن په یوه کمین کې د دولتي موټرو هغه کاروان په نښه کړی، چې د فرقوي شخړو له کبله یوې کلابندې شوې ساحې ته یې مرستې رسولې.
که څه هم په کورمه ولسوالي کې درې ورځې مخکې بل اوربند اعلان شوی و، خو بیا هم په دې پېښه کې ګڼ چارواکي ټپیان شوي دي.
په کوزه کورمه کې د پولیسو یوه چارواکي د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي چې په ۷ ټپیانو کې د پولیسو یو چارواکی جاویداله محسود هم شامل دی. تر اوسه معلومه نه ده چې دا کمین چا نیولی و.
له نوومبر میاشتې راهیسې په کورمه کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ په شخړو کې شا و خوا ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.
د کورمې په بګن کې له یوې اوونۍ راهیسې ځايي اوسېدونکي په احتجاج دي او له حکومت څخه غواړي دوی ته د فرقوي نښتو پر مهال د اوښتي مالي زیان تاوان ورکړي.
د دمشق هوايي ډګر نړیوالو الوتنې ته چمتو کېږي
ټاکل شوې د سوریې د پلازمېنې دمشق نړیوال هوايي ډګر بېرته خپلې نړیوالې الوتنې له راروانې سې شنبې پیل کړي.
د سوریې ملکي هوايي چلن او هوايي ټرانسپورټ ادارې مشر أشهد الصليبي نن شنبه د دغو نړیوالو الوتنو د پیل اعلان وکړ.
د دمشق له نړیوال هوايي ډګره نړیوالې الوتنې، تېره میاشت له واکه د پخواني ولسمشر بشارالاسد له پرځېدو وروسته په داسې حال کې وځنډول شوې چې تاسیسات یې غلا یا هم تخریب شول.
الصلیبي دولتي خبري اژانس سانا ته ویلي چې د هوايي چلن چارواکي د دمشق هوايي ډګر تر څنګ د حلب په شمال کې د هوايي ډګر د بیارغونې د بشپړولو په حال کې دي، چې ورسره به د نړۍ له ټولو برخو ورته الوتنې پیل شي.
د نړۍ تر ټولو زړه ښځه په ۱۱۶ کلنۍ کې مړه شوه
د تومیکو ایتوکا (Tomiko Itooka) په نوم جاپانۍ ښځه چې د ګینس په نوم د نړیوالو ریکارډونو له مخې د نړۍ تر ټولو زوړ انسان و، د ۱۱۶ کلونو په عمر ساه ورکړې ده.
د جاپان د اشیا ښار چارواکو نن شنبه دا خبر تایید کړ. په دغه ښار کې د پوخ عمره کسانو د پالیسیو مسوول یوشیڅوګو ناګاتا ویلي، تومیکو ایتوکا تېره یکشنبه د څارنې په یوه مرکز کې مړه شوې ده.
دغه ښځه د ۱۹۰۸م کال د مې میاشتې پر ۲۳مه زېږېدلې وه، چې تېر کال د نړۍ تر ټولو د زاړه انسان په توګه یې نوم ثبت شو.
تر هغه مخکې د نړۍ تر ټولو زوړ انسان ۱۱۷ کلنه ماریا برانیاس وه چې د ۲۰۲۴م کال د اګست پر ۱۹مه یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د روسیې په سنټ پټرزبرګ کې د پولکوو هوايي ډګر ټه الوتنې بېرته پیل شوې
د روسیې په سنټ پټرزبرګ کې د پولکوو هوايي ډګر چارواکي وايي، چې دغه هوايي ډګر ته د الوتکو تګ راتګ چې نن سهار پر ځايي وخت ۷ بجې او ۴۵ دقیقې ځنډول شوی و، بېرته پیل شو.
د روسیې چارواکو مخکې اعلان کړی و، چې دغه پرېکړه د ملکي هوايي الوتکو د خوندیتوب په نیت شوې وه.
د الوتکو تګ راتګ پر ځايي وخت د سهار لس بجې او ۱۵ دقیقې بېرته پیل شو. د روسیې د هوايي چلن یوه څارونکي بنسټ د الوتنو د ځنډ د پرېکړې د مشخص دلیل په باب څه نه وو ویلي، خو د روسیې هوايي ډګرونه تر دې مخکې د اوکراین د بې پېلوټه الوتکو د حملو د خطر له کبله تړل شوي دي.
د روسیې د لیننګراد والي السکاندر دروزدینکو ویلي، چې روسي ځواکونو لوګا خلیج ته نږدې دوې بې پېلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
سپینه ماڼۍ د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو ته تیاري نیسي
سپینه ماڼۍ وايي، د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې د مراسمو د امنیت د ډاډمنولو لپاره جدي کار کوي.
په پام کې ده ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د جنورۍ پر شلمه د وفادارۍ لوړه وکړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون جمعه دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې تر دې مخکې د نقلیه وسایطو په ذریعه د نورو احتمالي حملو خبرداری ورکړل شوی و.
کربي ویلي، سپینه ماڼۍ د ټرمپ د ملي امنیت شورا له سلاکار مایک والځ سره د هغې حملې په باب د څېړنو پایلې شریکوي، چې په نیو اورلینز کې د امریکا د یوه پخواني سرتېري له خوا د نوي کال په لومړۍ ورځ وشوه.
دغه پخواني سرتېري ۴۲ کلن شمس الدین جبار د لویزیانا ایالت په نیو اورلینز ښار کې خپل موټر پر هغو خلکو ور برابر کړ، چې نوی کال یې لمانځه.
په پېښه کې د ۱۵ کسانو د وژل کېدو او شا و خوا دېرشو نورو د ټپي کېدو خبر تایید شوی دی.
اسراییل وايي، د حماس په لسګونو هدفونو یې بمباري کړې
د اسرائیل پوځ پرون جمعه وویل چې د مخکنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال یې د حماس پر لسګونو اهدافو هوايي حملې کړي دي.
د فلسطینیانو روغتیايي چارواکي وايي له پنج شنبې تر پرون جمعې پورې تر ۱۱۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د پوځي عملیاتو او د مرګ ژوبلې د شمېر زیاتېدل د دې سبب شوي، چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د څه کم ۱۵ میاشتنۍ جګړې د ختمېدو لپاره فشارونه زیات شي.
د اسرائیل مرکچیان پرون د هغو مذاکرو د بیا پیل لپاره دوحې ته لاړل چې د قطر او مصر په منځګړیتوب پیل شوې دي.
د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایډن ادارې یوه چارواکي چې د دغو مذاکرو په منځګړیتوب کې نقش لري له حماس غوښتنه کړې، چې پر یوه موافقه سلا وکړي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
سوریې ته د لبنانيانو پر ورتګ تازه محدودیتونه
د سوریې اوسنیو واکمنو دغه هېواد ته د لبناني وګړو پر داخلېدو تازه محدودیتونه لګولي دي.
په لبنان کې ځینو سرچینو په دې اړه پرون جمعه د فرانسې خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي.
د لبنان په وینا دا محدودیتونه تر هغه څه وروسته لګول شوي، چې په وسلو سمبالو سوریایانو سره سرحدي شخړه ګڼل شوې ده.
دا له واک څخه د پخواني ولسمشر بشارالاسد تر پرځېدو وروسته د سوریې او لبنان ترمنځ چې ګاونډي هېوادونه دي په ډیپلوماتیک ډګر کې لومړی کړکېچ ګڼل کېږي.
تر دې مخکې د لبنان وګړو اجازه درلوده چې له ویزې پرته سوریې ته داخل شي، خو یوازې یې باید پاسپورټ یا هم پېژندپاڼه لرلای.
د لبنان د عمومي امنیت یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په دې حیران شوی چې د سوریې له لوري سرحد د لبنان د وګړو په وړاندې تړل شوی دی.
د امریکا او جاپان ترمنځ د توغندیو د پلور او پېر تړون
د امریکا متحدو ایالتونو پرون جمعه اعلان وکړ، چې پر جاپان یې د ۳ اعشاریه ۶ ملیارد ډالرو په ارزښت د توغندیو د پلورلو موافقه تصویب کړه.
د دې موافقې له مخې به جاپان ته، چې په اسیا کې د واشنګټن له نږدې متحدانو ګڼل کېږي، له هوا څخه هوا ته ویشتل کېدونکي ۱۲زره پرمختللي میزاییل او د هغوی اړوند تجهیزات ورکړل شي.
په وروستیو کې د ارام سمندر د لانجمنو سیمو په شا و خوا کې د چین زیاتېدونکي حضور، د جاپان غوسه پارولې ده.
له دې سره توکیو اړ شوې، چې د امریکا له متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو سره خپلې امنیتي اړیکې پراخې کړي.
دغه موافقه باید د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس له خوا هم تصویب شي.