نړۍ
کییف او مسکو یو ځل بیا موافقه وکړه چې اسیران تبادله کړي

د اوکراین او روسیې استازیو د مخامخ خبرو په دوهم پړاو کې یوازې د اسیرانو د تبادلې پر سر موافقه وکړه.
دا خبرې پرون په ترکیه کې وشوې، څه باندې یو ساعت یې دوام وکړ او په داسې وخت ترسره شوې چې د دواړو له لورې پر یوه بل هوایي بریدونه روان دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اونچو کیچلي په استانبول کې د کییف او مسکو د استازیو تر خبرو وروسته وویل، دې غونډې منفي پایله نه لرله.
تر دې غونډې مخکې، څیړونکو ویلي و، داسې ښکارې چې دواړه لورې لاهم سره لرې دي او د اوربند په برخه کې موافقې ته رسیدل ستونزمن دي.
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جون په لومړۍ نیټه له خپل روسیي سیال سرګي لاوروف سره په تیلفون خبرې وکړې او هغه ته یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پيغام بیا تکرار کړ چې د دایمي سولې لپاره دې مخامخ خبرې ادامه پيدا کړي.
د اوکراین او روسیې پلاوي د ترکیه په استانبول ښار کې د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره راټولیږي

د روسیې او اوکرایین پلاوي د سولې د خبرو اترو دویم پړاو د پیل لپاره په ترکیه راټولیږي.
د دې راټولیدنې په اړه تراوسه ډیر جزیات په لاس کې نشته.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکرایین پلاوی د دې هېواد د دفاع وزیر رستم عمروف په مشرۍ د ترکیې استانبول ښار ته په لار دی.
بل پلو، د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ولسمشر د مرستیال ولادیمیر مدینسکي په مشرۍ یو پلاوی استانبول ته رسیدلی دی.
اسوشیټدپرس خبري اژانس بیا لیکي، د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو دویم پړوا په داسې حال کې پیلږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړي په ډګر کې په بریدونو کې هیڅ کموالی نه دی راغلی.
امریکايي چارواکو په کولوراډو کې د اتو کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړی

د رویټرز په وینا، دا پیښه د یکشنبې په ورځ په بولډر سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ۴۵ کلن سړي د "آزاد فلسطین" شعار ورکړ او د خلکو په یوه ډله یې اور بلوونکي مواد ورغورځول.
دوی په غزه کې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د یاد لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه.
د بولډر پولیسو وویل چې څلور ښځې او څلور نارینه، چې عمرونه یې له ۵۲ څخه تر ۸۸ کلونو پورې دي، روغتون ته وړل شوي دي.
د ډینور په دفتر کې د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ځانګړي استازي، مارک میشلیک، شکمن کس د محمد سلیمان په توګه پیژندلی. هغه د برید وروسته روغتون ته وړل شوی.
د FBI رییس کیش پټیل دا پیښه د "هدفمند ترهګریز برید" په توګه بیان کړه.
پر روسیې د اوکرایین تر ډرون بریدونو یوه ورځ وروسته؛ استانبول کې د روسیې او اوکرایین خبرې

ټاکل شوې ده چې د روسیې او اوکراین استازي د دوشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول کې د خبرو اترو دوهم پړاو لپاره سره وویني.
تیره میاشت خبرو اترو لږ پرمختګ وکړ، خو دواړو خواوو د سلګونو جنګي بندیانو د تبادلې موافقه وکړه.
د خبرو اترو له پیل څخه یوه ورځ مخکې، اوکراین د روسیې په څو سیمو کې بې ساري ډرون برید وکړ، چې شاوخوا ۴۰ روسي بمبار کوونکې الوتکې یې په نښه کړې.
اوکرایني چارواکي وايي چې ډرونونه په لرګینو صندقونو کې ځای پر ځای شوي وو او له روسیې دننه الوځول شوي.
روسیې تایید کړې چې دوو اډو کې څو الوتکو اور اخیستی.
د طالبانو حکومت او پاکستان هوکړې ته رسېدلي چې د خپلو ډپلوماټیکو ماموریتونو کچه له شارژدافیره سفیر ته لوړه کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په همدې موضوع د پاکستان له مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحق دار سره نن خبرې کړي.
متقي د دې پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې ښوولې چې له شارژدافیره د سفیر کچې ته د ډپلوماټیک ماموریت د لوړولو کارونه ژر بشپړ شي.
که څه هم پاکستان له لومړنیو هېوادونو وو چې د طالبانو ډپلوماټ یې ومانه خو لا د سفیر په کچه استازي نه لري بلکې دواړه هېوادونه ډپلوماټیکې چارې د چارسمبالي او شارژدافیر په مټ مخته بیایي.
اسحق دار هم دا پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي چې په دې سره به په اقتصاد، امنیت او سوداګرۍ کې د پاک – افغان همکارۍ زیاتې شي.
د شاتو ۲۵۰ میلیونه مچۍ ازاده شوي

د امریکا په واشنګتن ایالت کې د شاتو شاوخوا ۲۵۰ میلیونه مچۍ د یوې لارۍ د ټکر له امله ازادې شوي دي.
پولیسو له خلکو غوښتي چې ځانونه له دې مچیو وساتي.
په دې وروستیو کې په واشنګټن ایالت کې د شاتو په مچیو بار لارۍ له سړک واوښته او ولوېده.
په سیمه کې سړکونه، چې له کاناډا سره پوله لري، تړل شوي دي.
د مچیو د پالنې متخصصین د سیمې د پاکولو لپاره کار کوي.
ځینې مچۍ پالونکي یوازې د شاتو د تولید لپاره کار کوي، مګر ډیری نور خپلې مچۍ بزګرانو ته په کرایه ورکوي.
بزګران د خپلو فصلونو د ودې لپاره له مچیو څخه کار اخلي.
پاري سنژرمن د لومړي ځل لپاره د اروپا د اتلانو لیګ وګاټه

د اروپا د اتلانو د فوټبال لیګ په پایلوبه کې د فرانسې استازې پاري سنژرمن خپله ایټالوۍ سیاله انټرمیلان لوبډله پنځه پر صفر ماته کړه.
پایلوبه د شنبې په شپه د مونیخ ښار په الیانز ارینا سټډيوم کې وشوه.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د پاري سن ژرمن په بریا خوښي ښوولې ده. د دغه ټیم د بریا د لمانځلو لپاره لوبغاړي الیزه ماڼۍ ته وربلل شوي.
د پاري سنژرمن لوبډلې لسګونه زره مینه والو د بریا جشنونه وکړل خو د پاریس په ځینو برخو کې له پولیسو سره د خلکو د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي.
لږ تر لږه درې سوه کسان د پولیسو له خوا نیول شوي.
اروپا له امریکا د ګمرکي تعرفو د لوړولو غچ اخلي

اروپایي کمیسیون ویلي چې اروپا د ګمرکي تعرفو د لوړولو په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقدام غچ اخیستلو ته چمتو ده.
ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اروپا پر فولادو او المونیمو ګمرګي تعرفه له پنځه ویشت فیصدو، پنځوس فیصدو ته لوړوي.
رویټرز د اروپایي کمیسیون د یوه چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی ویلي، که خبرې نتیجه ورنه کړي، دوی به د جون له ۱۴مې پر امریکایي تولیداتو تعرفه لوړه کړي.
وړاندې راغلي چې اوسنی وضعیت د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو، امریکا او اروپا ترمنځ سوداګریزې جګړې ته زمینه برابره کړې ده.
روسیه کې د ریل د چپه کېدو پیښه کې ۷ تنه مړه شوي

په روسیه کې لږ تر لږه ۷ تنه مسافر هغه مهال مړه شول چې د دوی د سپرلۍ ریلګاډی له خپلې لیکې څخه ووت.
پیښه پرون شنبه " د جوزا لسمه" په بریانسک سیمه کې شوې چې چارواکو یې لامل په ترانسپورتي چارو کې " غیر قانوني لاسوهنه" بللې، خو جزیات یې نه دي ورکړي.
د بریانسک والي الکساندر بوګوماز ویلي، ۳۳ تنه نور په دې پیښه کې ټپيان شوي دي.
دا ترین له مسکو څخه شپږ سوه کیلو متره لرې کلیموف سیمې ته روان و.
امریکا له ایران سره د احتمالي اټومي موافقې طرحه تهران ته سپارلې، تهران غور پرې کوي

سپینه ماڼۍ وایي، که تهران د اټومي موافقې په اړه د دوی وړاندیز ومني، د هغه هېواد په ګټه یو ګام دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت د شنبې په ماښام ویلي چې د منځني ختیځ لپاره د دوی استازي سټیف ویتکاف ایران ته د دې په ټکو کره او د منلو وړ وړاندیز لیږلی دی.
هغې د دغه وړاندیز جزیات روښانه نه کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې دغه وړاندیز یې ترلاسه کړی دی.
عباس عراقچي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، د دغه وړاندیز طرحه د هغه عماني سیال تهران ته ور رسولې ده.
عراقچي هم د جزیاتو له ورکولو پرته ویلي چې دوی به مناسب ځواب ورکړي.
ایران او امریکا د روان لمریز کال د حمل له ۲۲ مې اټومي تړون ته د رسیدو هڅې پيل کړي دي.