د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۴

افغانستان

په کابل کې د بریښنا پارچوي ته د خلکو اندیښنې

ارشیف
ارشیف

د ژمي په رارسیدو سره د کابل په ښار کې د بریښنا پارچوي زیاته شوې ده او خلک شکایت لري چې مسوولین یې باید غم وخوري.

د کابل ښار په ځینو سیمو کې په څلرویشت ساعتونو کې دوه ساعته او په ځینو کې پنځه ساعته بریښنا وي.

د بریښنا شرکت چارواکي وایي چې د ښار اړتیا له شپږ سوه پنځوسو تر اووه سوه میګاواټو پورې ده او دوی د درې نیم سوه او څلور سوه میګاواټه ترمنځ بریښنا لري.

که څه هم د برښنا شرکت ویاند محمد صادق حق پرست کورنیو رسنیو ته په خبرو کې له کابل ښاریانو غوښتې دي چې صبر وکړي، خو د ښار اوسیدونکي وایي چې د تیرو کلونو تجربې ورته ثابته کړې ده چې د ژمي له راتګ سره پارچوي نوره هم زیاتیږي.

متقي: له پاکستان سره دې ستونزې د خبرو له لارې حل شي

امیرخان متقي او طارق علي بخیت صلاح
امیرخان متقي او طارق علي بخیت صلاح

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له پاکستان سره د اختلافاتو د حل کیدو لپاره پر مذاکراتو ټینګار وکړ.

امیرخان متقي دا خبره پرون په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت صلاح سره د لیدو پرمهال وکړه.

بل لور ته طارق علي بخیت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دوو ګاونډیو مسلمانو هیوادونو ترمنځ باید دا اختلافات د خبرو له لارې حل شي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي په وروستیو کې هغه وخت ډيرې خرابې شوې چې تیره میاشت پاکستاني الوتکو پر کابل برید وکړ، په ځواب کې یې طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو پر پاکستاني پوځي پوستو حملې وکړې.

تر دې نښتو وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د روغې جوړې خبرې په دوحې او استانبول کې وشوې چې د دواړو هیوادو ترمنځ یې اوربند ته لاره پرانیسته، خو لاهم اړیکي کړکیچن دي او د دواړو هیوادو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر: پولیسو او استخباراتي ادارو د دې غورځنګ ۳ مهم غړي نیولي دي

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر تور پورې کړ چې پولیسو او استخباراتي ادارو د دوی د غورځنګ درې مهم غړي نیولي دي.

منظور پشتین نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې د دوی د غورځنګ د سیند ایالت مشر نور الله ترین، د دوی د غورځنګ دوه نور چارواکی حنیف پشتین او نظیف لالا د چهارشنبې په ورځ په پیښور کې جوړی شوې جرګې ته ورغلي وو چې تر اوسه بیرته خپلو کورونو ته نه دې ستانه شوي.

پولیسو او استخباراتي ادارو په دې اړه څه نه دې ویلي.

د خیبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې د نومبر په دولسمه د واکمن ګوند تحریک انصاف له لورې ټولو ګوندونو ته بلنه ورکړل شوې وه چې په یوه ورځنۍ جرګه کې برخه واخلي او پر دې بحث وکړي چې څرنګه د دې ایالت امنیت ټینګیدلی شي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: د عراق له زندانونو ۲۹  افغانان خوشي شوي دي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د عراق له زندانونو نهه ویشت افغانان خوشي شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلې دي چې دا افغانان د نیمروز له لارې افغانستان ته داخل شول.

د خبرپاڼې له مخې په عراق کې دغو افغانانو له پنځو تر نهو میاشتو پورې بند تیر کړی وو.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې دا نه ده روښانه شوې چې دا کسان په کومو جرمونو په عراق کې زنداني شوي وو.

د بشري حقونو د څار ډله: طالبان ممکن د استرالیا له نویو بندیزونو سره مخامخ شي

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د بشري حقونو د څار ډلې پرون (چهارشنبه، د نومبر ۱۲مه) په یوه بیان کې وویل چې دا بندیزونه په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو او نورو سرغړونکو سره د حساب ورکولو په لور مهم ګام دی.

دا بندیزونه که پلي شي، د اسټرالیا حکومت ته به دا توان ورکړي چې په افغانستان کې په هغو کسانو د سفر بندیزونه ولګوي چې د ښځو، نجونو او لږکیو په ځپلو کې ښکیل دي؛ یا په عمومي ډول په تاوتریخوالي کې لاس لري.

په استرالیا کې د بشري حقونو د څار مشرې ډینیلا ګاشون وویل چې دا د استرالیا د حکومت لپاره ډیره مهمه ده چې د طالبانو د هغو مشرانو پرضد اقدام وکړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.

نوموړې زیاته کړه چې د اسټرالیا حکومت باید د طالبانو په وړاندې د بهرني سیاست د یوې مهمې وسیلې په توګه کارنده بندیزونه ولګوي چې طالبان د جدي سرغړونو لپاره حساب ورکولو ته اړ کړي.

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړیو استازیو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړیو استازیو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

دا غونډه پرون( د نومبر په دولسمه) د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شوه.

د مرکزي اسیا په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه غونډه د اروپايي ټولنې په کوربه ‌توب جوړه شوې وه.

په بیان کې راغلي چې په دې ناسته کې د سلوونیا، تاجکستان، قزاقستان، قرقیزستان او ترکمنستان استازیو ګډون کړی وو.

د غونډې برخه والو ټینګار کړی چې د افغانستان په تړاو یو ګډ سیمه‌ییز لیدلوری مهم دی او ګډه همغږي باید پیاوړې شي.

د بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځو او نجونو ته ژوند ( د نه زغملو وړ) شوی دی

ارشیف
ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان وایي، طالبانو د افغانستان د نجونو او ښځو ژوند " د نه زغملو حالت" ته بدل کړی دی.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ( د لړم ۲۱مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، ښځې او نجونې تقریبا د ژوند له ټولو اړخونو ګوښې ته شوي او په سیستماتیک ډول یې حقونه تر پښو لاندې شوې دي.

د امنیسټي انټرنیشنل په وینا، دغه کار روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم محدود کړی دی.

وړاندې راغلي چې نړۍ باید له افغان ښځو سره لاس یو کړي او د طالبانو له چارواکو د ښځو د حقونو د نقض په خاطر حساب کتاب وغواړي.

طالبانو واک ته له رسیدو وروسته پر ښځو د تعلیم او کار په ګډون په ګڼو ټولنیزو چارو کې محدودیتونه ولګول چې په پراخ ډول غبرګونونه یې وپارول.

تر ټولو نوی بندیز یې په هرات کې لګول شوی او هلته د ځایي اوسیدونکو په وینا ښځې مجبوره شوي چې له برقعې یا چادري پرته به له کوره نه راوځي.

طالبان که څه هم د خپلو تګلارو ننګه کوي او " د اسلامي شریعت تطبیق" یې بولي، خو د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼ نړیوال بشري سازمانونه د طالبانو تګلارې له اسلامي لارښوونو د طالبانو سخت تعبیر بولي.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت مرستیال: اسلام اباد له دوی څخه فتوا غوښته

په قطر کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي لومړی پړاو مذاکرات-ارشیف
په قطر کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي لومړی پړاو مذاکرات-ارشیف

د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر او له پاکستان سره د دې ډلې د مذاکراتي ټیم غړی وايي چې اسلام اباد له دوی څخه غوښتي چې په پاکستان کې د جګړې پرضد فتوا صادره کړي.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال رحمت الله نجیب وویل چې منځګړي هم غواړي چې د طالبانو حکومت هم فتوا صادره کړي؛ خو هغه وویل چې "منځګړي" د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیرو حساسیتونو څخه په بشپړه توګه خبر نه وو.

اسلام آباد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو د پنجشنبې او جمعې په ورځو په استانبول کې ترسره شو، چې کوربه توب یې ترکیې کاوه. خو بې ګټې پای ته ورسېد.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې پاکستان تمه لري چې افغانستان به دا تضمین کړي چې په پاکستان کې به نور امنیتي پیښې نه رامنځته کیږي.

په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د پاکستان اصلي اندیښنه ترهګري وه، چې په وینا یې په افغانستان کې رامنځته شوې، او د هغې مخنیوی یې لومړیتوب دی.

اسلام آباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشرتابه او جنګیالي په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي او ترسره کوي.

د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي، او وايي چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي ستونزه ده او د هغې مسوول نه دی.

ملګري ملتونه: د افغانستان د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله ډېرې کورنۍ د خوړو وختونه راکموي

ماشومان د ملګروملتونو د یونیسیف د ادارې مرستې ته په کتار کې ناست دي.
ماشومان د ملګروملتونو د یونیسیف د ادارې مرستې ته په کتار کې ناست دي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت هومره خراب دی چې په هرو لسو کورنیو کې نهه یې، اړوځي چې د خوړو څاښتونه راکم کړي یا د خپلو ورځنیو اړتیاوو لپاره له نورو څخه پیسې پور کړي.

د ملګروملتونو پراختیايي څانګې یو ان ډي پي په خپل تازه راپور کې چې نن (د لړم ۲۱مه) خپور شو، ویلي دي چې د کډوالو جبري ستنېدلو، زلزلو، وچکالیو او پر ښځو د کار محدودیتونو د افغانستان پر اقتصاد فشار زیات کړی دی.

دا راپور چې له ۴۸ زره کورنیو څخه د نظرپوښتنې پربنسټ برابر شوی، ښيي چې له نیمايي ډېر راستانه شوي کډوال د دې لپاره چې څه وخوري له خپلو روغتیايي خدمتونو تېرېږي او ۹۰ سلنه یې پوروړي دي.

له بلې خوا دا فشار پر ښځو لا زیات دی، ځکه د هېواد په کاري ځواک کې د ښځو ونډه شپږ سلنې ته راټیټه شوې او د طالبانو محدودیتونو پر هغو ښځو چې د کورنیو سرپرستي کوي، ژور اغېز کړی دی.

د ملګروملتونو دا اړونده اداره له طالبانو غواړي چې د ښځو پر کار لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګروملتونو د ښځو پر کار د طالبانو د محدودیتونو په غبرګون کې، په دې وروستیو کې د هرات په اسلام کلا بندر کې خپل فعالیت بند کړ.

افغانستان قطر ته په یوازینۍ شل اووریزه لوبه کې ماتې ورکړه

افغان لوبغاړي له قطر سره د پرونۍ لوبې پرمهال
افغان لوبغاړي له قطر سره د پرونۍ لوبې پرمهال

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېر ماښام د قطر لوبډلې ته په یوازینۍ شل اووره کرکټ سیالۍ کې د ۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د دوحې د کرکټ په لوبغالي کې دا لوبه افغانستان پیل کړه او افغان لوبغاړو په ټاکلو شلو اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه.

د قطر لوبغاړو ټول شل اوورنه ولوبول او په داسې حال کې چې اوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۱۲۴ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې کپټان دروېش رسولي په ۳۷ بالونو ۶۶ منډې جوړې کړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG