د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

افغانستان

UNHCR له اسلام او راولپنډۍ ښارونو د افغان کډوالو د وتلو پر مهلت اندېښنه ښودلې

په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال
په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د هغو افغانانو لپاره چې قانوني ویزېه لري، د حکومت له خوا ټاکل شوی وروستی مهلت د اندیښنې وړ بللې دی.

د پاکستان حکومت دې افغانانو ته د فبروري تر ۲۸مې پورې مهلت ورکړی چې له اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو څخه ووځي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویاند قیصر خان اپریدي بزنس ریکارډر ته ویلي دي چې دا اقدام به د افغان کډوالو پر ژوند او د هغوی د ماشومانو پر زده کړو ناوړه پایلې ولري.

د روان کال له پیل راهیسې، د پاکستان حکومت د پاکستان په ځینو ښارونو کې په ځانګړې توګه په پلازمېنه اسلام آباد کې د غیر قانوني افغان کډوالو د نیولو، ایستلو او کور په کور تلاشۍ پروسه ګړندۍ کړې ده.

جاپان له افغانستان او نورو هېوادونو سره نژدې ۱۲ میلیون ډالره مرسته کړې

یو افغان بزګر
یو افغان بزګر

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان FAO له افغانستان او څو نورو هېوادونو سره د جاپان د نژدې ۱۲ میلیون ډالره مرستې خبر ورکوي.

د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پرون (د کب ۳مه) پر خپله ویبپاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د جاپان د ۱۱،۹ میلیون ډالرو مرستې یوه برخه به په افغانستان کې د کروندګرو د ملاتړ لپاره ځانګړې شي.

د FAO د بیان له مخې دا مرستې به هغو بزګرانو ته ځانګړې شي چې د اقلیمي بدلونونو زیانونو ځپلي دي.

د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په سر کې دی چې د اقلیمي بدلونونو له کبله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي خو د دې بدلونونو د اغیزو پر وړاندې د مبارزې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.

په زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۷ تنه مړه او ۴ ټپیان شول

په زابل ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د باروړونکي ټېلر او کوچني موټر د ټکر له امله اووه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

د زابل د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، پېښه پرون (پنجشنبې) غرمه د کلات ښار په پُل سنګي سیمه کې شوې ده.

په دې پېښه کې څلور ښځې او درې ماشومان مړه شوي، او دوې ښځې او یو نارینه ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي چې د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

د کابل – کندهار په لویه لار ډېرې ترافیکي پېښې کېږي او ځینې موټرچلوونکي وايي چې د دې سړک سور تر پخوا کم کړل شوی او له دې کبله ډېرې ترافیکي پېښې کېږي.

عزیزي ګروپ په کابل کې د طبي اسانتیاو ښارګوټی جوړوي چې خدمات به يې وړیا وي

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي
د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي، په کابل کې د "فرشتې عزیزي" په نوم طبي ښارګوتی جوړوي.

عزیزي د پنجشنبې په ورځ د (فبرورۍ۲۰مه) پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، "د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت طبي ښارګوتي کې به، د سرطان د درملنې، زیږنتون، یتیم خانه، طبي پوهنتون، د قابلګي انیستیوت، د محصلینو لیلیه او د داکټرانونو او استادانو د استوګني کمپلیکس شامل وي".

د عزیزي په ټکو، د دې مرکز ټول خدمتونه به په وړیا توګه وړاندې کیږي.

فرشته عزیزي د میروس عزیزي لور وه، چې د سرطان ناروغۍ له کبله تیرکال مړه شوه.

ښاغلي عزیزي وړاندې په افغانستان کې د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید په برخه کې خپله پنځه کلنه پروژه هم اعلان کړې ده.

د عزیزي په ټکو، د دې پروژې چارې نن پیلږي او لومړنۍ چارې يې د کابل ښار لپاره د ۲۰۰ میګاواټه لمریزي برېښنا د تولید پلان دی چې په اتو میاشتو کې به بشپړه شي.

عزیزي وړاندې ویلي، "زموږ ژمنه دا ده چې په ټول افغانستان کې لسګونه د برېښنا د تولید مرکزونه چې مجموعي ظرفیت به يې ۱۰۰۰۰ میګا واټه برېښنا ته رسیږي، جوړ کړو.

عزیزي په افغانستان کې د دغو دوو لویو پروژه اعلان کابل ته په یو سفر کړی او د طالب چارواکو له میلمه پالنې يې مننه هم کړې ده.

طالبان وايي، د روم په اساسنامه کې یې د افغانستان غړیتوب پای ته رسولی

د هالنډ په هاګ ښار کې د جرمونو د نړیوالې محکمې ودانۍ
د هالنډ په هاګ ښار کې د جرمونو د نړیوالې محکمې ودانۍ

د طالبانو سرپرست حکومت د پنجشنبې په ورځ (د فبروري ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د روم په اساسنامه کې د افغانستان شاملیدل "قانوني اعتبار نه لري".

اعلامیه زیاتوي چې دا حکومت د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) په وړاندې هیڅ قانوني مکلفیت نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالې جنايي محکمې څارنوال کریم خان په تېره جنورۍ میاشت کې د طالبانو د مشر او د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه اکړې وه.

د طالبانو سرپرست حکومت د ICC دا اقدام رد کړی او یاده پریکړه یې په "سیاسي انګېزه" بللې ده.

د جرمونو نړیواله محکمه په ۱۹۹۸ کال کې د روم د اساسنامې له مخې تاسیس شوه، او شاوخوا ۱۲۵ غړي هیوادونه لري. افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د روم له اساسنامې سره یوځای شو.

بینیټ به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه تازه راپور وړاندې کړي

د افغانستان لپاره د م.م. د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی
د افغانستان لپاره د م.م. د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بینټ به د جمعې په ورځ، د فبروري په ۲۸مه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۸مه غونډه کې، چې د دوحې تړون د لاسلیک له پنځمې کلیزې سره سمون خوري، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل تازه راپور وړاندې کړي.

دا شورا به د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۳مه، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بشري حقونو راپورونه وڅیړي او د افغانستان، ایران، اوکراین، اشغال شویو فلسطیني سیمو، سوډان او بیلاروس په ګډون په یو شمیر هیوادونو تمرکز وکړي.

په جینیوا کې د فبرورۍ له ۲۴ څخه تر ۲۶ پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غونډې په لومړیو ورځو کې به مهم بحثونه وشي.

یاده غونډه به د دې سازمان په مرکزي دفتر کې د څه دپاسه سلو غړو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي.

د سالنګ لویه لار د موټرو د تګ راتګ لپاره بیرته پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لار د نسبتاً درنې واورې د اورېدو له کبله د موټرو د تګ راتګ لپاره بنده شوې وه، نن (کب دوهمه ) سهار یوولس بجې بېرته پرانیستل شوه.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویندوی محمد اشرف حق شناس نن (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې دا لار د تېرې شپې له یوولس بجو راهیسي بنده ده.

حق شناس همداراز ویلي و چې په سالنګ کې د واورې د اورېدو، شدیدو بادونو او لړې له کبله له موټر چلوونکو څخه غوښتل شوي و چې تر بلې خبرتیا پورې په دې لاره تګ راتګ ونه کړي.

خو د ټولګټو وزارت نن اعلان وکړ چې دا لاره بیرته پرانیستل شوې او لوی او کوچني موټر پرې رتګ راتګ کولی شي.

سالنک له شمالي ولایتونو سره د پلازمېنې کابل او جنوبي ولایتونو د تګ راتګ تر ټولو مهمه او اصلي لار ګڼل کېږي.

دا لار عموماً په ژمي د واورې د اورېدو له کبله په موقتي ډول بندیږي.

پرون د سالنګونو په شمول د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې واوره او باران واورېد.

د سالنګ لویه لاره له تېرې شپې راهیسې بنده شوې

د سالنګ لارې انځور، ارشیف
د سالنګ لارې انځور، ارشیف

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت وایي، د سالنګ لویه لاره د درنې واورې له کبله د ټولو وړو او باروړونکو موټرو په مخ بنده شوې ده.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن پنجشنبه د کب دویمه پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، دغه لویه لاره له تېرې شپې ۱۱ بجو راهیسې تړل شوې.

ښاغلي حق شناس زیاته کړې چې د سالنګ لاره د لنډ وخت لپاره بنده شوې او د خلاصون هڅې یې روانې دي.

هغه له ټولو مسافرو او موټر چلونکو غوښتي چې تر راتلونکې اطلاع پورې دې پر دې لاره له تګ راتګه ډډه وکړي.


دا په داسې حال کې ده چې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پيژندنې ریاست د افغانستان په شاوخوا ۲۷ ولایتونو کې د درنې واورې او باران اټکل کړی دی.

په تاشکند کې امریکايي او ازبک چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تاشکند کې د امریکا سفیر جانیتن هینیک او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف په یوه کتنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ د (فبرورۍ۱۹مه) دې وزارت خپره کړې راغلي، په کتنه کې د نړیوالو هڅو په چوکاټ کې له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي دي.

د اعلامیې په ټکو، دواړو خواوو ژمنه کړې چې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره به له نړیوالې ټولنې سره په ګډه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دا کتنه په داسې حال کې ده، چې په ازبکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنرۍ، په ترمز ښار کې د کارګو او نړیوال اکمالاتي مرکز د پرانستو خبر ورکړی دی.

دغه مرکز چې په ۲۰۲۲ کال کې جوړ شوی موخه یې افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو رسول دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG