افغانستان
طالبان وايي، د روم په اساسنامه کې یې د افغانستان غړیتوب پای ته رسولی

د طالبانو سرپرست حکومت د پنجشنبې په ورځ (د فبروري ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د روم په اساسنامه کې د افغانستان شاملیدل "قانوني اعتبار نه لري".
اعلامیه زیاتوي چې دا حکومت د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) په وړاندې هیڅ قانوني مکلفیت نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالې جنايي محکمې څارنوال کریم خان په تېره جنورۍ میاشت کې د طالبانو د مشر او د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه اکړې وه.
د طالبانو سرپرست حکومت د ICC دا اقدام رد کړی او یاده پریکړه یې په "سیاسي انګېزه" بللې ده.
د جرمونو نړیواله محکمه په ۱۹۹۸ کال کې د روم د اساسنامې له مخې تاسیس شوه، او شاوخوا ۱۲۵ غړي هیوادونه لري. افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د روم له اساسنامې سره یوځای شو.
بینیټ به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه تازه راپور وړاندې کړي

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بینټ به د جمعې په ورځ، د فبروري په ۲۸مه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۸مه غونډه کې، چې د دوحې تړون د لاسلیک له پنځمې کلیزې سره سمون خوري، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل تازه راپور وړاندې کړي.
دا شورا به د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۳مه، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بشري حقونو راپورونه وڅیړي او د افغانستان، ایران، اوکراین، اشغال شویو فلسطیني سیمو، سوډان او بیلاروس په ګډون په یو شمیر هیوادونو تمرکز وکړي.
په جینیوا کې د فبرورۍ له ۲۴ څخه تر ۲۶ پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غونډې په لومړیو ورځو کې به مهم بحثونه وشي.
یاده غونډه به د دې سازمان په مرکزي دفتر کې د څه دپاسه سلو غړو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي.
د سالنګ لویه لار د موټرو د تګ راتګ لپاره بیرته پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لار د نسبتاً درنې واورې د اورېدو له کبله د موټرو د تګ راتګ لپاره بنده شوې وه، نن (کب دوهمه ) سهار یوولس بجې بېرته پرانیستل شوه.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویندوی محمد اشرف حق شناس نن (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې دا لار د تېرې شپې له یوولس بجو راهیسي بنده ده.
حق شناس همداراز ویلي و چې په سالنګ کې د واورې د اورېدو، شدیدو بادونو او لړې له کبله له موټر چلوونکو څخه غوښتل شوي و چې تر بلې خبرتیا پورې په دې لاره تګ راتګ ونه کړي.
خو د ټولګټو وزارت نن اعلان وکړ چې دا لاره بیرته پرانیستل شوې او لوی او کوچني موټر پرې رتګ راتګ کولی شي.
سالنک له شمالي ولایتونو سره د پلازمېنې کابل او جنوبي ولایتونو د تګ راتګ تر ټولو مهمه او اصلي لار ګڼل کېږي.
دا لار عموماً په ژمي د واورې د اورېدو له کبله په موقتي ډول بندیږي.
پرون د سالنګونو په شمول د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې واوره او باران واورېد.
په تاشکند کې امریکايي او ازبک چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تاشکند کې د امریکا سفیر جانیتن هینیک او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف په یوه کتنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ د (فبرورۍ۱۹مه) دې وزارت خپره کړې راغلي، په کتنه کې د نړیوالو هڅو په چوکاټ کې له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي دي.
د اعلامیې په ټکو، دواړو خواوو ژمنه کړې چې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره به له نړیوالې ټولنې سره په ګډه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دا کتنه په داسې حال کې ده، چې په ازبکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنرۍ، په ترمز ښار کې د کارګو او نړیوال اکمالاتي مرکز د پرانستو خبر ورکړی دی.
دغه مرکز چې په ۲۰۲۲ کال کې جوړ شوی موخه یې افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو رسول دي.
د سږکال د بشري حقونو نړیواله جایزه دوو افغانو ښځو ته ورکړل شوې ده

د بشري حقونو د څه باندې ۳۰ بنسټونو ایتلاف ویلي، د سږکال د جېنوا د سرمشریزې د ښځو نړیواله جایزه په افغانستان کې د ښځو چارو پخوانۍ وزیرې مسعودې جلال او د هغې لور حسنا جلال ته ورکړل شوې ده.
د جېنوا سرمشریزې د سه شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا جایزه د ټولو هغو افغان ښځو په استازیتوب چې د بشري حقونو لپاره یې هڅه کړې، مسعودې جلال او حسنا جلال ته ډالۍ شوې ده.
په خبرپاڼې کې وړاندې راغلي، مسعوده جلال لومړنۍ ښځه وه چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې ځان نوماند کړی و.
د خبرپاڼې په ټکو، حسنا جلال هم د افغان ښځو غورځنګ جوړ کړی چې په نړیواله کچه د ښځو غږ پورته کوي.
دا جایزه د جینوا د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په ۱۷مه کلنۍ غونډه کې د ټولو هغو افغان ښځو په استازیتوب ډالۍ شوې چې د انساني کرامت او برابرۍ لپاره یې مبارزې کړې دي.
د یوناما مشره: د فرهنګي ارزښتونو او میراثونو د ساتنې په اړه دې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتانبایوا د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه سره کتلي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د (فبرورۍ۱۹مه) پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر د دې کتنې خبر ورکړی او ویلي دي، دواړو خواوو په افغانستان کې د فرهنګي ارزښتونو او میراثونو د ساتنې په اړه خبرې کړي.
د یوناما د مشرې په ټکو، له فرهنګي ارزښتونو د خلکو خبرتیا او پوهای کولی شي، د دې ارزښتونو په ساتنه کې مرسته وکړي.
بل پل، باختر خبري اژانس بیا د خیرخواه په حواله ویلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له نورو هېوادونو سره د اړیکو او تعامل په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
د خیرخواه په ټکو، طالبانو غواړي له نړۍ سره مثبت تعامل او راکړه ورکړه وکړي.
نژدې څلور کاله کیږي چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، خو تراوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د استعفا راپورونه رد کړل

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت وايي، د دغې وزارت له سرپرستۍ د عبدالحکیم شرعي د استعفا په اړه راپورونه ناسم دي.
د دې وزارت ویاند برکت الله رسولي چهارشنبې ناوخته په یوې خبرپاڼې ویلي، "د عدلیې وزیر د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ د درملنې په موخه د دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی دی ".
د رسولي په ټکو، شرعي به ډیر ژر بیرته افغانستان ته راستون شي.
د طالبانو له خوا د شرعي د استعفا د رد خبرونه وروسته له خپریږې چې په کابل کې یوې سرچینې د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړې وه چې د طالبانو د مشر د پریکړو، په تیره بیا د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه د دریځ له کبله د کابینې ډیر شمیر وزیران خوابدي شوي او استعفاوي یې کړي.
دې سرچینې دا هم تایید کړې وه، چې د شرعي په ګډون د ورکړو شویو وزیرانونو استعفاوې نه دي منل شوي.
دطالبانو د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې د شرعي استعفا رسنیزې ګنګونسې او شایعات بللي شوي.
چمپینز ترافي، نیوزلنډ پاکستان ته ۳۲۱ منډې هدف ورکړ

د چمپینز ټرافي لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې نن نیوزلنډ او پاکستان لوبه لري.
نیوزلنډ په ټولو پنځوسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو د پاکستان لوبډلې ته ۳۲۱ منډې هدف ورکړ.
پاکستان چې د نننۍ لوبې پچه یې ګټلې وه، لږ وروسته خپل بیټینګ پيلوي.
افغانستان په دې لړۍ کې د لومړي ځل لپاره برخه اخلي او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په B ګروپ کې لوبېږي.
د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې، دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.
د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.
پاکستاني چارواکي: د افغانستان واکمنان دې د کډوالو منلو او ادغام ته زمینه برابره کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته کړي چې ورستانه شوي کډوال په کې بشپړ مدغم شي.
د دغه وزارت د ویاند دفتر په اسلام اباد کې د طالبانو د شارژدافیر د خبرو په غبرګون کې یوه اعلامیه ورکړې او په کې یې ویلي، هلته له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند خبره واقعیت نه لري.
په دغې خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه ( د کب په لومړۍ نیټه) خپره شوې راغلي چې پاکستان لسیزې د میلیونونه افغانانو کوربه توب کړی خو زیاته شوې چې اوس دوی له افغان واکمنانو سره په ګډه کار کوي چې د هغوی ستنیدو ته هوسا شرایط برابر کړي.
دغه څرګندونې وروسته تر هغه کیږي چې په اسلام اباد کې د طالبانو شارژدافیر وویل، اسلام اباد او راولپنډۍ کې افغان اتباع د پولیسو له لوري نیول او پلټل کیږي.
سردار احمد شکیب ویلي دغه پروسه په نا اعلان شوي شکل پیل شوې او په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ته هم په دې اړه کومه رسمي مکتوبي اطلاع نه ده ورکول شوې.
هغه زیاته کړې چې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د افغانانو اخراج پیل شوی او نژدې راتلونکې کې به د پاکستان نورو سیمو ته هم وغځیږي.