د ازادي راډیو دخبریال سباوون کاکړ له وژل کېدو پنځه ورځي وروسته د هغه دوهم ماشوم دې نړۍ ته سترګې وغړولي. د ثور په لسمه د سباون کاکړ او اتو نورو خبریالانو او تصویر اخیستونو په ګډون یوې انتحارې حملې له دېرشو کسانو ژوند واخیست. په دې اړه تمیم اخګر وېډیویي راپور چمتو کړی چې دلته یې کتلی شئ.
د چک جمهوریت د پلازمینې پراګ ښار میشتو افغانانو او د رسنیو او بشري حقونو مدافعینو په کابل کې د دوشنبې ورځې د خونړیو بریدونو یادغونډه وکړه. د کابل په برید کې ۳۰ کسان وژل شوي و چې نهه تنه یې خبریالان و. جزییات په دې ویډیويي راپور کې لیدلی شئ.
سباوون کاکړ په ازادي راډیو کې د پنځم کاري کال څخه یوه ورځ دمخه، شهید شو. له سباوون کاکړ نه یو ماشوم پاتې چې اوس د پلار په انتظار کې دی. سباوون کاکړ نن، د ده د ورور، خپلو خپلوانو او همکارانو په مخکې خاورو ته وسپارل شو. نور په دغه ویډیو کې ووینئ:
هغه د ازادي راډیو تر څنګ د بیلا بیلو رسنیو سره کار کړی و. خو د کابل د دوشنبې ورځې په خونړۍ پیښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. ابراهیم صافی په دغه ویډیویي راپور کې د ارواښاد عبادالله حنان زی ژوند ته لنډه کتنه کړې. ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی
محرم درانۍ په یو خټین کور کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوه،په زړه یې ډېر ارمانونه و، خو د دوسنبې د ورځ انتحاري حملې یې ژوند ور څخه واخیست او د هغې ارمانونه یې له خارو سره خاوري کړل. تمیم اخګر د محرم درانۍ ژوند ته لنډه کتنه کړې چې په دغه ویډیويي راپور کې یې کتلی شئ
په کابل کې د ازادي راډیو د دفتر خبریالان سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او یوې همکارې محرم درانۍ د نننۍ حملې قربانیان وو. محرم درانۍ ته تازه د ښځو لپاره د ازاډي راډیو د اونیزې( نیمې نړۍ ) خپرونې د جوړولو دنده سپارل شوې وه، چې مرګي د لومړنۍ خپرونې جوړلو ته هم پرېنښوده.