حاجي محمد په بازار کې راتېرېږي چې د يوه ځوان جنازه ويني.
د شتمن سړي زړه ورباندې سوځي او د کار لپارهيې له ځانه سره بيايي، خو دا نه ورته وايي چې څه کار به کوي؟
کمال د کور له خاوند سره د کرايي کور قرارداد کړی او کور ته ورکډه شوی وي، خو ناڅاپه د کور خاوند کمال ته وايي چې کډه بار کړي او کور ورخالي کړي.
کله چې يې مور او پلار ډاکتر ته بيايي، نو له معايناتو څخهيې معلومېږي چې په يوه نااشنا او ډېره خطرناکه ناروغۍ اخته شوی دی.
سليم له خپله کوره تللی، د ځوانانو يوه ځانګړې ډله يې جوړه کړې او د بر کلي په يوه باغ کې اوسېږي.
شرکت ترانسپورتی استاد زمان را ناگهان به دفتر فرا میخواند و پس از گفتوگوی کوتاه رئیس آن، اسناد و کلی موتر را از نزد استاد زمان میگیرد و او را از کار اخراج میکند.
په دې ډرامه کې د پولیسو له لوري د سرمعلم د زوی د نیولو په اړه کیسه جوړه شوې ده.
دين محمد له کلي څخه ښار ته راغلی او مېرمنيې په يوه روغتون کې بستري کړې ده. کله چې له روغتون څخه راوځي، نو سمدلاسهيې پوليس نيسي.
د افغانستان د ډېرو ښارونو په هوټلونو او رستورانونو کې ځوانان قيلون څکوي او دا کار اوس يو فيشن بلل کېږي، خو ټول ځوانان يوازي قيلون هم نه څکوي، بلکې د قيلون تر شا نورې کيسې هم پټې دي.
پولیسو مجيد له پنځه سوه کيلو ګرامو هيرويينو سره نيولی او خبريالانو ته يې ورښکاره کوي خو مجيد خبريالانو ته داسې څه وايي چې هم د امنيې قوماندان او هم خبريالان حيرانېږي.
اکبر غواړي چې خپل کور خرڅ کړي او بل ځای ته کډه وکړي، خو شااوخوا ګاونډيان اجازه نه ورکوي چې کور خرڅ کړي.
د کریمداد د قتل په تړاو ډرامه
نور راوښيه