د پولیسو قوماندان جليل خان د پارلمان د يوه وکيل موټر دروي او تلاشي کوي يې.
اکرم له خوبه راکېني او دروازې ته ورځي، خو په لاره کې ډېر وارخطا وي او نه پوهېږي چې په دې نيمه شپه کې به څوک دروازه ټکوي؟
د حاجي صمد خان په مشرۍ ګڼ شمېر قومي مشران او مخور شخصيتونه والي ته ورځي او د خپل ولسوال په اړه شکايت ورته کوي.
درېيمه شپه وه چې سلام کور ته نه و راغلی، مېرمن او کوچنۍ لور يې وږي تږي ناست وو، په دې وخت کې له نږدې کوټې څخه يو ناشانا اواز راځي، د سلام مېرمن او لور ډېرې وارخطا کېږي او نه پوهېږي چې دا به د چا غږ وي؟
مولوي شېرجان له خپلې کورنۍ سره يو ځای حج ته روان وي چې په لاره کې يې پولیس نيسي او حج ځنې پاتې کېږي.
مجيد یوه بهرني هېواد ته د سفر نيت کوي، کله چې هوايي ډګر ته رسېږي، نو پولیس يې نيسي او له سفره يې راګرځوي.
دا چې اکبر ولې غوښتل چې کمال په پوډرو اخته کړي، اصل کيسه څه ده او وروسته به څه پېښه شي، دا به په ډرامه کې واورو چې عبدالنافع همت چمتو کړې ده.
بشیر په کور کې ناست وي چې د دروازې زنګ وهل کېږي، بشیر چې دروازه خلاصوي، نو ګوري چې د کور مخ ته پولیس ولاړ دي.
اجمل تل د چايو څښلو لپاره په ښار کې يوازې يوه سماوار ته ورځي او ان دا چې کور ته هم چای ځني وړي.
زينب د خپل زوی بشير لپاره يوه ښايسته نجلۍ خوښه کړې، خو کله چې دا خبره بشير ته وريادوي، نو بشير په قهر کېږي او وايي چې بيخي سپین ږيری کېږم خو له دې نجلۍ سره واده نه کوم.
نيمه شپه وي او کبیر لالا په خپل کور کې ويده وي چې د کور دروازه ټکېږي.
مېرمن درخانۍ اچار جوړوي، اچار يې ښه بازار لري، هره ورځ يې کور ته لسګونه خلک ورځي او اچار ځنې رانيسي.
نور راوښيه