د بشیر مور هغه ته د واده لپاره يوه نجلۍ خوښوي، خو کله چې بشير خبرېږي، نو نه يوازې دا چې دا نجلۍ نه غواړي، بلکې بيخي واده نه کوي. دا چې بشير ولې واده نه کوي، اصل کيسه څه ده او وروسته به څه پېښه شي؟ دا به په ډرامه کې واورئ چې زموږ همکار عبدالنافع همت چمتو کړې ده.
د جميل دوکان ته د هغه دوه انډيوالان ورځي، خو جميل په قهر کېږي او هغوی ته وايي چې نور مې ستاسې له انډيواليه توبه ده. دا چې دا انډيوالان يې د څه لپاره دوکان ته ورغلي وو، جميل ولې له هغوی سره انډيوالي پرېښوده او اصل کيسه څه ده؟ دا به په ډرامه کې واورو چې زموږ همکار عبدالنافع همت چمتو کړې ده.
کاکو جان له لسو کالو راهيسې په خپله ځمکه کې کوکنار کرل، خو ناڅاپه یې پرېکړه وکړه چې دا ځل به په خپله ځمکه بل تخم وکري. دا چې کاکو جان ولې دا پرېکړه وکړه او دا ځل به په خپله ځمکه کې کوم ډول تخم کري؟ دا به په ډرامه کې واورو چې زموږ همکار عبدالنافع همت چمتو کړې ده.
وکيل صمد خان په خپل کور کې جرګه جوړه کړې وي. په جرګه کې د سيمې ټول مشران پرېکړه کوي چې بايد عزيز د دوی له سيمې څخه کډه بار کړي.
بسم الله جان له غم څخه د ژغونې لپاره څه ډول لاره غوره کړې ده؟
ياسين خان يو پاک او خواخوږی قومي مشر دی. ده جرګه جوړه کړې او د خپلې ولسوالۍ ټول مشران يې راغوښتي دي. دا چې دا جرګه د څه شي په اړه ده، څه ډول پرېکړې به وکړي او وروسته به څه پېښ شي؟ دا به په ډرامه کې واورئ چې زموږ همکار عبدالنافع همت چمتو کړې ده.
جمېل کور خپل ته راځي، ګوري چې کوچنی زوی يې ژاړي، خو مېرمن يې نشته؟ دا چې مېرمن به ېې چېرته وي، اصل کيسه څه ده او وروسته به څه پېښ شي؟ دا به په ډرامه کې واورو چې زموږ همکار عبدالنافع همت چمتو کړې ده.
د شفيقې مېړه سردار د هيروئينو معتاد وي، څو ځله يې علاج کړی وي، خو بېرته په نشو اخته شي.
مسعود ناروغ وي او ډاکټر ته ورځي، ډاکتر تر معايناتو کولو وروسته ورته وايي چې ته په هيروئينو معتاد شوی يې، خو مسعود چې د هيروئينو نشه نه کوي، سخت وارخطا کېږي.
د شاه ګلې څو ګاونډيان د هغې کور ته ورځي او هغه مجبوروي چې بل ځای ته کډه شي.
اسلم د يوه بزګر زوی دی، ده پر خره دوه بوجۍ رابار کړي او خپل کلي ته روان وي چې په لاره کې يې پوليس نيسي.
حاجي سرور خان د خپلې ولسوالۍ څو سپين ږيري او قومي مشران راټول کړي او د خپلې ولسوالۍ امنيه قوماندان ته ورغلي دي.
نور راوښيه