د شفيقې مېړه سردار د هيروئينو معتاد وي، څو ځله يې علاج کړی وي، خو بېرته په نشو اخته شي.
مسعود ناروغ وي او ډاکټر ته ورځي، ډاکتر تر معايناتو کولو وروسته ورته وايي چې ته په هيروئينو معتاد شوی يې، خو مسعود چې د هيروئينو نشه نه کوي، سخت وارخطا کېږي.
د شاه ګلې څو ګاونډيان د هغې کور ته ورځي او هغه مجبوروي چې بل ځای ته کډه شي.
اسلم د يوه بزګر زوی دی، ده پر خره دوه بوجۍ رابار کړي او خپل کلي ته روان وي چې په لاره کې يې پوليس نيسي.
حاجي سرور خان د خپلې ولسوالۍ څو سپين ږيري او قومي مشران راټول کړي او د خپلې ولسوالۍ امنيه قوماندان ته ورغلي دي.
اشرف يو پخوانی سندرغاړی دی چې پخوا يې ډېر مينه وال درلودل، هره شپه به خلکو د ښاديو محفلونو ته باله او له دې لارې به يې ډېرې پيسې پيدا کولې.
د پوليسو قوماندان ستارخان په خپله شعبه کې ټلويزيون ګوري، په دې وخت کې د پولیسو په اړه يو راپور خپرېږي.
د کلي ميراو جمعه ګل د کلي خان ته ورځي، خو خبر نه وي چې کليوالو جرګه جوړه کړې او د کلي لپاره يې بل ميراو ټاکلی دی.
د پولیسو قوماندان جليل خان د پارلمان د يوه وکيل موټر دروي او تلاشي کوي يې.
اکرم له خوبه راکېني او دروازې ته ورځي، خو په لاره کې ډېر وارخطا وي او نه پوهېږي چې په دې نيمه شپه کې به څوک دروازه ټکوي؟
د حاجي صمد خان په مشرۍ ګڼ شمېر قومي مشران او مخور شخصيتونه والي ته ورځي او د خپل ولسوال په اړه شکايت ورته کوي.
درېيمه شپه وه چې سلام کور ته نه و راغلی، مېرمن او کوچنۍ لور يې وږي تږي ناست وو، په دې وخت کې له نږدې کوټې څخه يو ناشانا اواز راځي، د سلام مېرمن او لور ډېرې وارخطا کېږي او نه پوهېږي چې دا به د چا غږ وي؟
نور راوښيه