نشه يي توکې څنګه د هاظمي سیستم تخریبوي؟
د زهرو کاروان، دویمه برخه، د معتادو ښځو دردونکې کیسې
د نشه يي موادو د مختلفو ابعادو په اړه د ازادي راډیو د مستندونو لړۍ چې د نشه يي موادو له اړخه د افغانستان سختې او ستونزمنې دورې په کې انځور شوي.
تر درملنې لاندې یو معتاد چې اوسمهال په کابل کې په ابن سینا روغتون کې بستر دی په اراموونکو او خوب راوړونکو درملو اخته شوی و. ده چې دوه کاله مخکې واده کړی او یو ماشوم لري وايي، اعتیاد یې د ده او د کورنۍ ژوند یې "خراب" کړی دی.
له افغانستان سره د نشهیي موادو ضد مبارزې په برخه کې د نړیوالې مرستې په یو ځلي بندېدو، په دغه هېواد کې د معتادینو د درملنې لړۍ زیانمنه کړې ده. د کابل د معتادینو د درملنې په زر بستریز روغتون کې ناروغان په ناوړه شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.
جليل احمد د ملي اردو يو سرتېری و چې وايي د طالبانو لهخوا له دندې له ګوښه کېدو وروسته په نشهيي توکو اخته شوی دی. هغه اوس د خپلې کورنۍ لهخوا شړل شوی او د هرات ښار پر واټونو شپې ورځې تېروي.
په کندهار کې د معتادینو د درملنې د یوازني صحي مرکز روغتایي خدمات د امکاناتو د نشتوالي له امله درېدلي دي. په دغه ولایت کې دا مهال په نشه د روږدو کسانو د درملنې کوم دولتي روغتون نهشته، خو د ګوتو په شمېر خصوصي مرکزونه د پيسو په بدل کې خدمات لري.
د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي، فراه ولايت کې يې ۳۰ جريبه ځمکه د کوکنارو او بنګو له کښت پاکه کړې او دا عملیات به همداسې دوام ولري. ځيني هغه بزګران چې د طالبانو حکومتيې د ترياکو او بنګو کښتونه اړولي وايي، دې ځمکو کې يې هغه مهال ترياک او بنګ کرلي وو چې د طالبانو حکومتیې کښت نهو منع کړی.
د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې مخکې په اوونۍ کې دوه ورځې د تریاکو بازار جوړېده، خو تېره یوه اوونۍ کې دا بازار هره ورځ د تریاکو د پېر او پلور شاهد دی. د تریاکو کاروباریان ادعا کوي چې د تېرې یوې اوونۍ په پرتله د یو من تریاک بیه څه باندې یو لک پاکستاني کلدارې لوړه شوې ده.
په کونړ کې کروندګرو د کوکنارو کرکېلې پر ځای د باغونو جوړولو ته مخه کړې ده. د دوی په خبره، پخوا بهيې په ځمکو کې کوکنار کرل چې ګټهيې کمه او خواري يې ډېره وه. اوسيې چې باغونه جوړ کړي، د کوکنارو له ګټې يې څو چنده فایده زیاته ده. روحالله انوري
د فراه د معتادینو د درملنې مرکز کې د پوليسو یو شمېر هغه پخواني سرتېري بستر دي چې د دندې پر مهال په مخدره توکو روږدي شوي دي. د فراه امنیتي چارواکي هم تأییدوي چې د پولیسو په لیکو کې يې یو شمېر سرتېري په مخدره توکو روږدي دي. نور په دې راپور کې.
نور راوښيه