د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۸

د زهرو کاروان

ولسمشر غني نشه‌يي مواد د عصري ترهګرۍ وسيله وبلله

افغان ولسمشر نشه‌يي مواد د عصري ترهګرۍ وسيله وبلله.

محمد اشرف غني دا څرګندونې د جوزا د مياشتي پر ۱۶مه نېټه په ارګ کې د "کابل پروسې" په نوم کنفرانس کې وکړې.

نوموړي د نورو وسايلو تر څنګ نشه‌يي توکي هم د تروريزم يوه مهمه وسيله وبلله او زياته‌يې کړه چې دا کار د اسلام د مقدس دين له نظره مردود دی.

په دې کنفرانس کي د سيمې او نړۍ نېږدې ۲۷ هېوادونو او سازمانونو برخه درلوده.

بدخشان ولایت کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شو

د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د کوکنارو د اړولو د کمپاین په ترڅ کې دا ځل په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شو.

د دې وزارت د پالیسۍ او همغږۍ مرستیال جاوید احمد قائم که څه هم امنیتي ستونزې د خپلو کارونو په وړاندې یوه ننګونه بولي، خو زیاتوي چې دوی به د کوکنارو د اړولو لړۍ جاري ساتي.

ننګرهار کې ۶ زره کيلوګرام مخدره او کیمیاوي مواد نیول شوي

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانکړو ځواکونو د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نېږدې ۶ زره کيلو ګرام مخدره او کیمیاوي مواد کشف کړل.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د معینیت ویاند سید مهدي کاظمي ازادي راډیو ته وویل، په دغو عملیاتو کې د هېروئنو د تولید یو کارخونه هم له‎منځه تللی ده.

سوېډن کې په نشو روږدي افغانان زیات شوي دي

ستاکوهلم افغان ټولنه وایي، سوېډن کې په نشو روږدي افغانان زیات شوي.

په ستاکوهلم کې د افغانانو د ټولنې رئیس نسیم سحر ازادي راډیو ته ویلي چې دغه هېواد ته ورغلي یو شمېر افغانان په مخدره موادو روږدي شوي دي.

ښاغلي سحر ویلي، په مخدر موادو روږدو کسانو د نورو افغانانو د مهاجرت د دوسیو پر منلو هم منفي اغېز کړی.

له دې مخکې فرانس پرېس اژانس هم د سوېډني چارواکو په وینا خبر ورکړی و چې په هغو زلمیو افغانانو کې چې سوېډن ته راغلي دي او د پناه غوښتنه یې کړې، په نشه‎يي موادو روږدېدل عام دي.

روحاني: په هوايي ډګر کې یې د هر ډول قاچاق مخنیوی کړی

په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر مسؤلین وايي، په هوايي ډګر کې یې د هر ډول قاچاق مخنیوی کړی دی.

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان سید ګل‎اقا روحاني چې شااوخوا دوه میاشتې کېږي په دنده ګمارل شوی، د دوشنبې په ورځ‌یې له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې په دغې موده کې د مخدره موادو د قاچاق ۱۵ قضیې له دوی سره ثبت شوي دي.

د نوموړي په وینا قاچاق کوونکي هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو پولیس چمتو دي چې د دوی هر ډول کړنې شنډې کړي.

مرشید: کندز کې د کوکنارو کرکیله صفر ته راټیټه شوې ده

د کندز د نشه یې توکو سره د مبارزې ریاست مسؤلین وايي، له ۸ کالونو راهیسې په یاد ولایت کې د کوکنارو کرکېله صفرته رسېدلې ده.

په کندز کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشید له ازادي راډيو سره د خبرو پرمهال وویل چې کندز یو له هغو ولایتونو څخه دي چې د کوکنارو کرکېله په کې صفر ته رسېدلې ده.

نوموړی زیاته کړه چې په همدې خاطر د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت هرکال یو میلیون امریکايي ډالر دغه ولایت ته د ښه اجرأت په خاطر ورکوي او هغه پیسې بیا په کندز کې پر یو شمېر لویو پرژو باندې لګول کېږي.

د ښاغلي مرشید په وینا چې یوه میاشت وړاندې ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یو لوبغالی د کندز په ښار کې جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړې زیاته کړه چې په دې ولایت کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر څه باندې ۳۰ زره تنو ته رسېږي، چې له دې شمېر څخه ۱۵ سلنه یې ښځې او کوچنیان جوړوي.

د کورنیو چارو وزارت: قاچقبران چې په هره سویه وي سزا به وویني

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د مخدره موادو قاچاقبران چې په هره سویه وي، وبه نیول شي او سزا به ورکړل شي.

د دغه وزارت د مخدره مواد پر وړاندې د مبارزې معنیت ویاند مهدي کاظمي نن ازادي راډیو ته وویل چې پر وسله‌والو طالبانو سربېره، یو شمېر سیمه‌ییز غیر ‎مسؤل قوماندانان هم د نشه‌یې توکو په تولید او قاچاق کې لاس لري.

ښاغلي کاظمي زیاته کړه چې په تېر لمریز کال کې د مخدره موادو د قاچاق په تور شاوخوا درې زره کسان نیول شوي دي.

کاظمي: د بغلان د پخواني ښاروال موټرو کې نشه یي توکي نیول شوي

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معنیت وايي، د بغلان د پخواني ښاروال دوه موټر یې له ۶ تنو سره یوځای د کابل په ډیسپچلۍ سیمه کې د نشه يي توکو په قاچاق کې نیولی دي.

د دغه معنیت ویاند مهدي کاظمي نن ازادي راډیو ته وویل چې نیول شویو کسانو دا منلۍ چې دغه موټرې د بغلان د پخواني ښاروال دي خو په دې اړه څېړنې روانې دي:

"که دا موټر د هر چا وي غېر قانوني عمل یې کړی او که زموږ اسناد او شواهد بشپړ شي ډېر ژر به یې د نیولو په اړه اقدام وکړو."

د ښاغلي کاظمي په خبره له نیولو شویو موټرو ۵۰ کېلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

افغانستان کې د کرېسټال ډوله نشه‎يي موادو کارول زیات شوي

د نشه‎يي موادو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې "UNODC" په افغانستان کې د کرېسټال ډوله مصنوعي نشه‎يي موادو د کارونکو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی.

په یو راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو ملګرو ملتونو ویلي، کرېسټال ډوله مصنوعي نشه‎يي مواد چې په عام ډول په "شیشه" مشهور دي په دې وروستیو کې د امنیتي ادارو له‎خوا په پراخه پیمانه نیول کېږي.

دا په افغانستان کې د مصنوعي نشه‎يي موادو په اړه د ملګرونو ملتونو د نشه‎يي موادو او جرمونو ادارې دا ډول لومړنۍ ارزونه ده او په‌کې ویل شوي، داسې شواهد شته چې کرېسټال ډوله مصنوعي نشه‎يي مواد په خپله په افغانستان کې جوړېږي.

ملګري ملتونه وايي، تر اته میاشتنې ارزونې وروسته ورته څرګنده شوې چې کرېسټال ډوله نشه‎يي موادو کارول افغانستان کې د معتادینو تر منځ چې لا دمخه د ټولنې زیان منونکې برخه ده له یوې ورځې بلې ته پراخېږي.

د ملګرو ملتونو د نشه‎يي موادو او جرمونو د ادارې د عامه اړیکو مسؤل جین لوک لیماهیو "Jean-Luc Lemahieu" وايي، د دې راپور د چمتو کولو لپاره د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د نشه‎يي موادو له روږدو کسانو، امنیتي چارواکو، حکومتي چارواکو او د معتادینو د درملنې له مرکزونو سره مرکې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د کرېسټال ډوله مصنوعي نشه‎يي موادو د هغو کارونکو شمېر چې د درملنې لپاره راجستر شوي د کندز او نیمروز په ولایتونو کې زیات وو.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې همدارنګه موندل شوي چې د نشه‎يي موادو د کنټرول په ملي قانون کې د هیروئینو او کوکاینو په مقایسه د کرېسټال ډوله مصنوعي نشه‎يي موادو کاروباریانو ته ډېره کمه سزا په پام کې نیول شوې.

د هرات پولیس وايي شاوخوا ۳۰۰ کېلو ګرامه نشه‌يي مواد یې نیولي

د هرات پولیس وايي، له ایران سره پر پوله په غوریان ولسوالۍ کې يې پرون شاوخوا ۳۰۰ کېلو ګرامه نشه‌يي مواد نیولي دي.

د هرات امنيه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولی‌زاده وايي، قاچاق وړونکو دا نشه‌يي مواد په یوه موټر کې ځای پر ځای کړي وو او هڅه‌يې کوله چې ایران ته‌يې یوسي.

د نوموړي په وینا د دې موادو د کشف او نیولو پر مهال د پولیسو او قاچاق وړونکو تر منځ ډزې هم تبادله شوې دي.

په دې عملیاتو کې دواړو لورو ته د مرګ‎ژوبلې د رسېدو په اړه څه نه‎دي ویل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG