د زهرو کاروان
چارواکي: د مخدره موادو د قاچاق په تور ۱۳ تنه نیول شوي
د افغانستان د نشهيي توکو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي چې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۱۳ کسان نیول شوي دي.
د دغه مرکز لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان له کابل، لوګر، کندز، نیمروز، پکتیا او ننګرهار څخه نیول شوي دي.
دغه مرکز تر دې وړاندې هم د مخدره موادو د قاچاق په تور یو شمېر کسان په بند محکوم کړي دي.
ننګ: فراه کې د هیرئینو ۵ فابریکې له منځه یووړل شوې
په فراه کې د هيروئينو د پروسس او توليد پنځه فابريکې او ٧زره کيلوګرامه مخدره مواد چې ارزښت يې ٦ مليونو ډالرو ته رسېږي، له منځه يووړل شول.
د فراه والي وايي، دغه فابريکې په بکواه ولسوالۍ کې وې چې د جمعې سهار وختي، د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې له منځه وړل شوي دي.
محمد اصف ننګ تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:
"د طالبانو اړوند د هيروئينو د پروسس ۵ فابريکې او ۵ ماشينونه په کې له منځه لاړل، د ٧زره کيلوګرامو په اندازه په کې نشه يي مواد لکه امونيم کلورايد، پروسس شوي هيروئين، چرس او نور اړوند مواد سوځول شوي او له منځه تللي دي."
د فراه والي وايي، د دغو فابريکو او نشه يي موادو د له منځه وړلو عملياتو کې چې ٨ ساعته يې دوام وکړ، څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
په بکواه ولسوالۍ کې دوې مياشتې مخکې هم د هيروئينو د توليد پنځه فابريکې له نشه يي موادو سره يوځاى له منځه وړل شوې وې.
ارزګان چارواکي: ۶۴۰ کېلو ګرامه تاریاک نیول شوي
د ارزګان امنیتي مسؤلین وايي، په ګېزاب ولسوالۍ کې یې ۶۴۰ کېلو ګرامه تاریاک نیولي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره اوونۍ د ارزګان ولایت ګېزاب ولسوالۍ ۶۴۰ کېلو ګرامه تاریاک چې په یو ټرک موټر کې له ګېزاب ولسوالۍ څخه ډایکندي ولایت ته لېږدول کېده له دوو کسانو سره یوځای د تالاشۍ پر مهال د ملي اردو د منسوبینو له لوري نیول شوي دي.
ښاغلي کاکړ زیاته کړه:
"زموږ امنیتي ځواکونو په تېره اوونۍ کې د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې هغه تاریاک ونیول چې ډایکندي ولایت ته لېږدول کېده، خو موږ نن ورځ د الوتکو له لارې مرکز ترینکوټ ته را انتقال کړل."
نوموړي زیاته کړه چې افغان ملي پوځ د نشهيي موادو په وړاندې کلک دریځ لري او د قاچاق مخنیوی يې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره په ارزګان ولایت کې د تېر کال په پرتله دوه برابره د کوکنارو کر زیات شوی دی.
غني: والیان دې د نشهیي توکو ضد مبارزې عملي پلان پلی کړي
افغان ولسمشر اشرف غني په والیانو او نورو چارواکو ټینګار کړی چې د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې قانون او د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې عملي ملي پلان دې پلی کړي.
د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې عملي ملي پلان چې د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې وزارت جوړ کړی، د بېلابېلو دولتي ادارو تر منځ د همکارۍ غوښتنه کوي او له مخې یې باید په هېواد کې د کوکنارو کښت حداقل په کال کې ۵ سلنه راکم شي.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني د دوشنبې په ماښام د ۳۴ ولایتونو د والیانو د قول اردوګانو، د پولیسو د زونونو او امنیه قوماندانانو او د ولایتي ادارو له رئیسانو سره د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د نشهيي موادو د کر او تولید پر ضد یې په مبارزه کې د دې ټولو ادارو تر منځ په نېږدې همکارۍ ټینګار وکړ.
ارګ د ولسمشر غني له خولې وايي، د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې قانون او د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې عملي ملي پلان پر بنسټ د اړوندو ادارو اولي او دوهم واحدونه مکلف دي چې له ټولو سکتوري ارګانونو سره په همغږۍ د کوکنارو د کښت د مخنیوي جدي کوښښ وکړي.
ولسمشر والیان مکلف وبلل چې له ټولو اړوندو ادارو سره په همغږۍ یاد پلان تطبیق کړي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر په ځانګړي توګه د هلمند، بادغیس، کندهار، ننګرهار، ارزګان، بدخشان، فراه، نیمروز، غور، زابل، فاریاب، سرپل، بلخ، لغمان او کونړ ولایتونو والیان مکلف وبلل چې په خپلو سیمو کې دې د کوکنارو کښت راکم کړي.
قایم: نشهيي توکو سره مبارزې لپاره پر نوې سټراتیژۍ کار پیل شوی
له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي، له نشهيي موادو سره د مبارزې لپارهیې پر یوې نوې سټراتېژۍ کار پیل کړی دی.
دا خبره د دغه وزارت د پالېسۍ او همغږۍ مرستیال جاوید احمد قایم پرون په هرات ښار کې د هرات، بادغیس، نیمروز، غور او فراه له والیانو سره په یوه ګډه غونډه کې وکړه.
ښاغلي قایم په عین حال کې وویل چې د افغانستان په لوېدیځ کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله په سلو کې ۲۸ لږ شوی دی.
له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ او همغږۍ مرستیال همداراز وویل چې د لوېدیځو ولایتونو په منځ کې تر ټولو زیات کوکنار په بادغیس او تر ټولو لږ په هرات کې کرل شوي دي.
افغانستان د نړۍ په سلو کې ۹۰ تریاک تولیدوي چې له کوکنارو جوړېږي.